له رواني ناروغ سره څنګه مرسته کولای شو؟

که ملګری مو له کومې رواني ناروغۍ ځورېږي، ممکن له ډاکټر څخه مشوره اخیستل ورته سخته وي. حتی که له روانپوه سره هم غږېږي، کېدای شي د راحت احساس و نه کړي. پر همدې اساس روغتياپالان پر دې باور دي، چې له رواني ناروغ سره تر ټولو ښه مرستندويان د هغوی کورنۍ، خپلوان او ملګري دي.

دا چاره بیا په ماشومانو کې لا سخته ده، ځکه چې که دوی ته جدي ګواښ موجود نه وي درملنه یې نه کېږي؛ خو که ستونزه شدیده وي او یا د ځانوژنې خطر په کې وي نو بیا یې درملنې ته لاره هوارېږي.
په ټوله کې ويلای شو، چې د رواني ناروغانو په درملنه کې هر کس تر خپله وسه همکاري کولای شي. په دې اړه د روغتياپالانو لارښوونې په دې ډول دي.

لومړی ـ ویې هڅوئ!
که پخپلو ملګرو او یا هم د کورنۍ په کوم غړي کې د رواني ناروغۍ علایم وینئ، نوموړی وهڅوئ چې له روانپوه سره وویني. البته دا هڅونه باید په داسې شکل وي، چې ناروغ ته خپله مریضي لویه ښکاره نه شي. داسې الفاظ وکاروئ، چې نوموړی فکر وکړي ژر ښه کېږي. مثلا:

  •  فقط مشورې ته ځو.
  • روغ او جوړ یې.
  • عادي ناروغي ده.
  • فلانی هم همداسې و؛ ښه شو.
  • ژر ښه کېږې. همداسې ګڼ نور الفاظ هم پيدا کولای شئ.

دویم ـ له رواني ناروغانو سره وغږېږئ!
د روغتياپالانو لومړنۍ غوښتنه همدا ده، چې رواني ناروغان باید یواځې پرېنښودل شي. هڅه وکړئ، دوی سره کښېنئ او وغږېږئ، په دې توګه ورسره د فکر په بدلولو کې مرسته وکړئ.
باید ووایو، چې په ځينو قضیو کې رواني ناروغان پخپله هم له دې کار سره علاقه ښيي او غواړي چې له ملګرو سره وویني. په داسې حالاتو کې د ناروغانو د ژر ښه کېدو امکان ډېر دی.

درېيم ـ د خوښې کارونه!
هڅه وکړئ د رواني ناروغ د خوښې کارونه وکړئ. ممکن لوبې یې خوښې وي، نو د لوبو زمینه ورته برابره کړئ. د سیندغاړه، د غرو لمنې یا بل هر ځای یې چې خوښ وي او غواړي لاړ شي، هملته یې چکر ته بوځئ. دا کار به له نوموړي سره مرسته وکړي، چې فکر یې بدل شي.

څلورم ـ ښه غذايي رژيم
رواني ناروغ له پورته ټولو مواردو سره ـ سره ښه غذايي رژيم ته اړتيا لري. کوښښ وکړئ، یو ښه غذايي رژيم ورته برابر کړئ. که د مېوو برخه بارزه وي، يو ښه غذايي رژیم بلل کېږي.

پنځم ـ ورزش
که څه هم ورزش ته ټول روغ او ناروغ وګړي اړتيا لري؛ خو د رواني ناروغانو لپاره د ورزش کول ډېر اړین بلل کېږي. که د ورزش ځانګړو ځايونو ته د ورتګ امکانات نه وي، کولای شئ د منډې وهلو، خېز وهلو او ورته نورو ورزشونو زمینه برابره کړئ. خو ورزش مه هېروئ!

شپږم ـ منظم او پوره خوب
هغه ناروغان چې له رواني اختلالاتو کړېږي، د پورته ټولو مواردو ترڅنګ منظم او کافي خوب ته اړتيا لري. پوره خوب له ۷ تر ۸ ساعتونو بلل کېږي. خو اصلي خبره دا ده، چې ښه او منظم خوب زمینه هم ورته ډېره مهمه ده. هڅه وکړئ، لاندې سهولتونه ورته برابر کړئ.

  • آرامه خونه
  • خونې ته باید تازه هوا هم راشي
  • نرمه توشکه
  • مناسب بالښت (ډېر جیګ او ټیټ نه وي.)
  • موسم ته په کتو د کوټې هوا ګرمول یا یخول

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *