مڼه مو له سرطان او د زړه له ناروغيو ژغوري!

مڼه له خوندور مېوو څخه ده، چې ګڼې روغتيايي ګټې لري. ویل کېږي، د ورځې یوه مڼه مو د تل لپاره له ډاکټر څخه لرې ساتي. په دې معنا چې روغتیايي ګټه یې ډېره ده او کولای شي له ناروغیو مو لرې وساتي. موږ په دې لیکنه کې د همدې مېوې پر ګټو خبرې کړي.

لومړی| د سرطانونو څخه مخنیوی کوي
د امریکا د ساینس پوهانو څېړنیزه ټولنه د سرطان په اړه تر څېړنو ورسته دې پایلې ته ورسېده، چې دا مېوه کولای شي د معدې د سرطان ګواښ “۲۳” سلنه کم کړي. هغوی ددې چارې سبب په مڼو کې شته افلانول بولي.

دویم| د غاښونو روغتيا او سپینوالی
کله چې د مڼې خوړلو پر مهال چک لګوو په خوله او غاښونو کې د باکتریاوو کمښت رامنځته کېږي. په دې توګه مو غاښونه سالم پاتې کېږي. همدارنګه غاښونه مو له کمزورۍ ژغورل کېږي. البته دا په دې معنا نه ده، چې تاسو دې نور مسواک او برش و نه کاروئ.

درېيم| د وینې غوړ کموي
مڼه د فایبري محلولونو یوه ښه سرچينه ده، چې کولای شي په وینه کې شته کلسټرول کم او ستاسو روغتيا ته ګټه ورسوي. که غواړئ د وینې له غوړ “کلسټرول” څخه و نه ځورېږئ، نو پخپل غذايي رژيم کې مڼو ته حتما ځای ورکړئ.

څلورم| له بواسیر څخه مو ژغوري
بواسير په مقعد پورې تړلې ناروغي ده؛ په افغاني ټولنه کې ددې ناروغۍ پر درلودونکو کسانو ملنډې وهل کېږي. نو له همدې کبله ځورونکې ده. نو که غواړئ له دې دردناکې او ځورونکې ناروغۍ وژغورل شئ، نو مڼې خورئ.

پنځم| د قبضیت مخنیوی کوي
لکه څنګه چې مو وړاندې یادونه وکړه، مڼه فایبر لرونکې مېوه ده. او فیبر هغه مواد دي، چې د هاضمۍ سیسټم ښه کوي او نرمښت پیدا کوي. له همدې کبله کولای شي د قبضیت مخنیوی وکړي. ورسره ـ ورسره د اسهال مخنیوی هم کولای شي.

ددې مېوې نورې بېلابېلې ګټې په دې ډول ښودل شوي دي

  • ځیګر مو له زهري موادو څخه ژغوري
  • له الزایمونو مو ساتي
  • له شکر نه مخنيوی کوي
  • د زړه روغتيا تضمينوي
  • د بدن دفاعي ځواک پیاوړی کوي
  • د وزن د ډېرښت مخنیوی کوي

مه هېروئ!
د مڼو دومره ډېرې روغتیایي ګټې په دې معنا نه دي، چې تاسو دې هره ورځ له اندازې ډېرې مڼې وخورئ. ځکه له اندازې ډېر خوړل یې د ګټې پر ځای تاوان لري. همدارنګه له خوړلو وړاندې یې پر پاکوالي هم ځان ډاډه کړئ.

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *