دا خواړه مو جنسي کمزورۍ ختمولای شي!

انسان د جسمي او رواني آرامتيا ترڅنګ جنسي سکون ته هم اړتيا لري. مګر دا چاره هله ستونزمنه شي، چې انسان ته جنسي کمزورۍ ورپېښه شي. خو له نېکه مرغه ځینې خواړه مو له دې ستونزې ژغورلای شي. د لیکنې تر پایه به یې په اړه په بشپړ ډول پوه شئ.

د جنسي کمزورۍ مخنیوی
له دې ستونزې څخه موخه دا ده، چې انسان و نه شي کولای په سمه توګه جنسي اړیکه ټينګه کړي او یا هم جنسي اړیکو ته یې لېوالتیا د اندېښنې تر کچې ټيټه شي.
که چېرې کوم کس جنسي کمزورتیا لري یا په راتلونکی کې له جنسي کمزورتیا څخه ځان ساتل غواړی؛ نو د ګرانبیه درملو د اخیستلو او خوړلو هیڅ ضرروت نشته. ځکه چې الله تعالی دیوې وچې میوې په بڼه کښې انسان ته دجنسی طاقت لویه خزانه ورکړې ده.
دترکیې ساینس پوهانو په (۱۷) ځوانانو چې جنسي کمزورتیا یې لرله یو (۱)تحقیق کړی دی. نتیجه یې ډېره عالي وه. دترکیې ساینس پوهانو دغو اولسو (۱۷) ځوانانو ته هره ورځ کابو سل(۱۰۰۰) ګرامه وچه پسته ورکوله او یوازې په درېیو (۳) اونیو کښې د یادو ځوانانو په ژوند کې یو ستر بدلون راغلی و. د هغوی جسني کمزورتیا ختمه شوې وه او له پخوا څخه د یو ښه کوروالي وړ شوي وو. پر دې دې سربیره ددغو ځوانانو روغتیایي حالت هم ښه شوی وو او مثبت بدلون پکښې راغلی و.
په دوی کې دغه راز ګټور کلیسټرول ایچ.ډي.ایل.ایل (HDLL) زیات شوی او تاوان لرونکی کلیسټرول ایل.ډي.ایل(LDL) کم شوي و.
د ترکیې ساینسپوه “نائیجل مشیل” د تحقیق د نتیجو په اړه وویل:”پسته ډېره ښه میوه ده او پروټین پکې زیات دي. په پسته کې داسې غوړوالی شته، چې د انسان دبدن لپاره ګټه لری.”
هغه زیاته کړه، په پسته کښې شنه برخه په اصل کښې انټي اکسیډانټ (Anti Oxidant) ده. کومه چې دانسان بدن نه یوازې له فاسدو موادو پاکوي؛ بلکې دانسان ذهني پیاوړتیا هم کموي.
دغه ساینسپوه وویل: “تاسو د هغو کسانو لپاره چې ودونه یې کړي دي، پسته یو خاص نعمت بللی شئ. ځکه چې په پسته کښې سلینم او زینک شته، کوم چې د نرانو مني زیاتوي او د ټیسټاسټرون هورمونونه هم زیاتوي. که هره ورځ په مناسبه اندازه وخورئ، په درېيو اونيو کې مو ستونزه په بشپړه توګه حلېدای شي.

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

One Comment on “دا خواړه مو جنسي کمزورۍ ختمولای شي!”

  1. ډيرې ښې موضوعي دي واضح کړی ډيره مننه زه یوبله ستونزه لرم که په اړه پوهيږی درته وايم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *