حيواني محرقه څه ډول ناروغي ده؟

حيواني محرقه څه ډول ناروغي ده؟

حيواني محرقه څه ډول ناروغي ده؟

په نړۍ کې ګڼ شمېر وژونکې ناروغۍ د انسان ژوند ګواښي؛ یو له دې ناروغيو څخه حيواني محرقه (بروسلوز) ده. دا د نړۍ له عامو ناروغيو څخه ګڼل کېږي، چې هر کال ډېری انسانان د نه درملنې له کبله وژني. تاسو به په دې لیکنه کې د همدې ناروغۍ پر پېژندنې، تاریخچې، ډولونو، علایمو، تشخیص او مخنيوي پوه شئ.

د حيواني محرقې تاریخچه

په “۱۸۸۶” میلادي کال کې د بریتانيې یو نظامي جراح ډيويډ بروس “David Bruce”، د هغه ناروغ له ځيګر څخه چې د تبې له امله مړ شوی و، لرګي ته ورته ګرده باکتریا ومونده. دې باکتریا ته یې د “Micrococcus melitensis” نوم ورکړ.

دا ناروغي په معمولي شکل موجوده وه، مګر د ملاريا په شمول له نورو ناروغیو سره يو ځای کېده او د انسان بدن ته یې زیان رسوه.
په حېواناتو کې هم ډېر ژر، دې ناروغۍ ته ورته مایکرو اورګانېزم وموندل شو. په “۱۸۹۷” میلادي کال کې ورته میکروب د غوا له سینو څخه ترلاسه شو. ورپسې په “۱۹۲۰” میلادي کال کې د ډيويډ بروس هڅو ته د درنښت په موخه ددې باکتریا نوي جنس ته د “بروسلا” نوم غوره شو. اوس په دې جنس کې اووه ډوله باکتریاوې شته، چې مشهور یې “بروسلا ملیتنزس” او “بروسلا ابورتوس” دي. دا یې خطرناک ډولونه دي، چې انسان ته ضرر رسوي.

د بروسلوز ناروغۍ لاملونه

د بروسلا ناروغۍ مختلف ډولونه او لاملونه هغه حېوان ته په کتو ټاکل کېږي، چې یاذ میکروب ترې خپرېږي.

  • بروسلا ملیتنزس (بزه او اوری)
  • بروسلا ابورتوس (غوا)
  • بروسلا کانیس (سپي)
  • بروسلا اویس (اوری)

د یادونې وړ ده، چې له بروسلا اویس پرته نور ټول مختلف ډولونه یې انسان ته ناروغي پيدا کوي. تر ټولو ډېر خپور شوی ډول سې بروسلا ملیتزس دی.

علایم

حيواني محرقه څه ډول ناروغي ده؟
حيواني محرقه څه ډول ناروغي ده؟ – rughtia.com

که څه هم ددې ناروغۍ علایم د انسان ایمني سیستم ته په کتو فرق کوي مګر په عمده ډول یې داسې بیانولای شو.

شدیدې نښې د حيواني محرقه:

  • لړزه
  • تبه
  • خولې کېدل
  • ستړيا
  • د بندونو درد
  • سر درد

خفيفې نښې:

  • ستړيا
  • د ملا درد
  • قبضیت
  • خفګان
  • د وزن کمښت
  • جنسي کمزوري
  • د عضلاتو درد

د ناروغي تشخیص

د دې ناروغۍ تشخیص د وینې له لارې کېږي. خو ځينې وختونه د ناروغۍ د خطر تخیص ایکسرۍ، او سي.ټي.سکن له هم ترسره کوي.

د حيواني محرقې مخنيوی:

تر اوسه روغتياپالان پر دې باور دي، چې ددې ناروغۍ مخنيوی په دې کېږي، چې له حېواناتو څخه انسان ته انتقال نه شي. نو هغوی چې له حېواناتو سره ډېر په تماس کې وي، باید نظافت مراعت کړي، ترڅو د هغوی له بدن نه د دوی وجود ته انتقال نه شي. همدارنګه په ځينو سیمو کې د حېواناتو د واکسین له لارې هم، د حېواني محرقې مخنیوی کېدای شي.

 

دا هم ولولئ:

معده مو ولې خوږېږي او څنګه یې روغه ساتلای شو؟ حل لاره يې

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

3 Comments on “حيواني محرقه څه ډول ناروغي ده؟”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *