د تخمدان سرطان څه ته وايي؟

د تخمدان سرطان څه ته وايي؟

د تخمدان سرطان څه ته وايي؟

د تخمدان سرطان څه ته وايي؟ – سرطان یوه وژونکې ناروغي ده، چې هر کال په ټوله نړۍ کې زرګونه انسانان وژني. ددې ناروغۍ ډېری پېښې د علاج وړ نه وي. نو ځکه خو د مرګ کچه یې لوړه ده. سرطان پخپله بېلابېل ډولونه لري، چې په دې لیکنه کې یوازې پر یو ډول (د تخمدان) سرطان خبرې شوي دي.

د تخمدان سرطان

دا د سرطان هغه ډول دی، چې په ښځينه وو کې د هغوی له تخمدان څخه پیلېږي. د ښځو د مثل د تولید سیستم دوه تخمدانونه لري، چې هر یو یې د یو بادام په اندازه دی. د تخمدانونو موقعیت د رحم دواړو خواوو ته وي.

له بده مرغه د دغې ناروغۍ اکثره هغه وخت معلومېږي، چې خېټې ته ورسېږي او په دې مرحله کې یې درملنه ډېره ستونزمنه وي. خو که په لومړیو کې تشخیص شي درملنه یې دومره سخته نه ده.

د تخمدان سرطان علایم

که څه هم د دغې ناروغۍ په لومړیو کې ښکاره نښې نښانې نه لري، خو په ټوله کې د دې ناروغۍ ځينې علایم په لاندې ډول دي:

  • د خېټې پړسوب
  • د خوړو پر وخت د ژر مړښت احساس
  • په لګن حاصره کې ناراحتي
  • په کولمو کې بدلونونه
  • قبضيت
  • ډېر ادرار کول

ډاکټر ته څه وخت مراجعه وکړو؟

د تخمدان سرطان څه ته وايي؟
د تخمدان سرطان څه ته وايي؟ – rughtia.com

که پورتني علایم ولرئ، نو هڅه وکړئ ژر تر ژره نږدې روغتيايي کلینک او یا ډاکټر ته مراجعه وکړئ. ددې ترڅنګ که په کورنۍ کې د دغې ناروغۍ تاریخچه لرئ. نو کوښښ وکړئ تل له خپل ډاکټر سره په اړیکه کې اوسئ، ترڅو له دې خطرناکې ناروغۍ په امان کې اوسئ.

د تخمدان سرطان لاملونه

په عمومي توګه سرطان هغه وخت رامنځته کېږي، چې په DNA کې د سلولونه ګډوډي پېښه شي. له همدې کبله سلولونه په چټکۍ سره وده کوي. غیرطبیعي سلولونه د روغو او طبیعي سلولونه له ختمېدو وروسته هم موجود وي او د بدن نورو برخو ته مخه کوي.

ډولونه

د د دغې ناروغۍ رامنځته کوونکي سلولونه ددې سرطان نوعيت ټاکي. خو په ټوله کې درې ډولونه لري:

  • اپلیتیال
  • استرومايي
  • څانګې ډوله تومور

درملنه

د دې ناروغۍ درملنه د سرطان ډول ته په کتو ترسره کېږي. خو په ټوله کې لاندې تګلارې تطبیقېږي:

  • یو تخمدان لرې کول
  • دواړو تخمدانونو لرې کول
  • دواړو تخمدانونو او رحم لرې کول

 

دا هم ولولئ:

شين چای او پلى تګ مو زړه له ناروغۍ ساتي

معده مو ولې خوږېږي او څنګه یې روغه ساتلای شو؟ حل لاره يې

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

One Comment on “د تخمدان سرطان څه ته وايي؟”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *