هغه عادتونه چې اعصاب مو کمزوری کوي

په دا وروستيو کې د حافظې له کمزورتیا شکایتونه ډېر شوي دي. د لوړ عمر لرونکو کسانو ترڅنګ اکثره ځوانان هم د حافظې او اعصابو له کمزورۍ شکایت لري. په دې لیکنه کې پر همدې موضوع خبرې شوي، چې کومې کړنې زموږ اعصاب کمزوری کوي. دلته د هغو عادتونو لیست لولئ، چې پر اعصابو اغېز لري او د کمزورۍ سبب یې کېږي.

د اعصابو کمزوري
که ځير شو نو اعصاب د انسان په بدن کې تر ټولو مهمه برخه ګڼلای شو. دا ځکه چې د انسان د ټولو کړنو او فعالیتونو د کنټرول مرکز دی. مګر ځينې چارې ددې مرکز د کمزورۍ نښې ګڼل کېږي. مثلا ستاسو درس نه زده کېږي، خبرې مو هېرېږي، د یو کار پر ترسراوي او نه ترسراوي ډاډه نه یئ او ورته نورې کړنې د اعصابو د کمزورۍ په معنا دي.

کومې کړنې اعصاب کمزوری کوي؟
روغتياپالان وايي، چې د اعصابو کمزوري ډېره کمه پېښېږي. اصلي ستونزه دا ده، چې انسانان د کار ترسره کولو پرمهال پر هماغه کار تمرکز نه کوي. له همدې کبله چارې سم نه شي ترسره کولای او بیا فکر کوي چې اعصاب یې کمزوري دي. د روغتياپالانو دا خبرې هم دقیقې دي. نو تاسو هم فکر وکړئ. که د “نه تمرکز” عادت لرئ نو یوازې کوښښ وکړئ، د کارونو پر مهال بلخوا سوچونه مه وهئ. فقط خپل کار ته ځير شئ او دا ستونزه مو حلېږي.
مګر که تاسو هماغو لږه فیصدي خلکو کې اوسئ، چې رښتيا هم حافظه یې کمزورې شوې وي، نو څه باید وشي؟
روغتياپالان پر دې باور دي، چې ځينې کړنې د اعصابو د کمزورۍ سبب کېږي. که دا عادتونه پرېښودل شي، انسان بېرته عادي حالت ته ګرځېدای شي.
خو پوښتنه دا ده، چې ولې باید اعصاب کمزوري شي؟ کوم عادتونه باید پرېږدو؟ کومې کړنې ددې مهم غړي د کمزوري کېدو سبب کېږي؟ د لیکنې تر پایه ددې ټولو پوښتنو ځواب مومئ.

کمې خبرې کول
ځينې وګړي تل ګوښه وي. هڅه کوي یوازې و اوسي او خپل وخت له نورو خلکو بېل په خاموشۍ کې تېر کړي. کله ناکله دا کړنه ډېره ښه ده، ترڅو تفکر وکړو؛ مګر څېړنو ثابته کړې ده، چې همېشه غلی اوسېدل د اعصابو د کمزورۍ سبب کېږي. په دې برخه کې لارښوونه دا ده، چې هڅه وکړئ، تل له خپلو ملګرو سره علمي او معلوماتي بحثونه وکړئ.

ډېره ډوډۍ خوړل
د اعصابو د کمزوري کوونکو عادتونو څخه یو هم د ډېرې ډوډۍ خوړل دي. هغوی چې مکررا له اندازې ډېره ډوډۍ خوري، لرې نه ده چې اعصاب یې کمزوري شي. مناسبه ډوډۍ خوړل په دې معنا چې له بشپړ مړېدو څو مړۍ مخکې ډوډۍ بس کړئ.

د سهار چای نه څښل
اکثره خلک د مصروف ژوند او یا هم د خوب له امله د سهار چای څښل پرېږدي. دا چاره د ژوند په اوږدو کې ددوی د حافظې د کمزورۍ سبب کېږي. نو که دا عادت لرئ همدا نن یې پرېږدئ.

بې خوبي
په اوس وخت کې اکثره خلک په ځانګړې توګه ځوانان د بنډارانو، مطالعې او نورو فکټورونو له کبله خپل خوب نه پوره کوي. په دې توګه دوی د اعصابو له کمزورۍ ځورېږي. د مناسب خوب اندازه عمر او شرایطو ته په کتو فرق کوي. خو ویلای شو ځوانان باید د “۶ او ۹” ساعتونو ترمنځ خوب وکړي. البته بهترینه اندازه یې اووه یا اته ساعته بلل کېږي.

له دې عادتونو سره ـ سره روغتياپالان ځينې نور عادتونه هم د اعصابو (حافظې) د کمزوري کېدو سبب بولي.

  • همېشه د ککړې هوا تنفسول
  • سیګرټ څکول
  • د خوب پر مهال سر پټول
  • ډېره بوره خوړل

نو که تاسو له پورتینو ټولو عاداتو څخه هر یو یې لرئ، باید ژر تر ژره یې پرېږدئ. ترڅو له جدي عصبي ستونزو څخه تل په امان کې پاتې شئ.

مه هېروئ!
که ستاسو ستونزه ددې عادتونو په پرېښودلو هم حل نه شوه. یا هم دا عادتونه نه لرئ. نو هڅه وکړئ له روغتیاپال سره ووینئ. ترڅو له دقیقو معایناتو وروسته مو د ستونزې اساسي لامل درک او لازمې لارښوونې درته وکړي.

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *