شين چای او پلى تګ مو زړه له ناروغۍ ساتي

شين چای او پلى تګ مو زړه له ناروغۍ ساتي

شين چای او پلى تګ مو زړه له ناروغۍ ساتي

شين چای او پلى تګ – شين چاى چې په افغاني ټولنه کې چې يو رواج ګرځېدلى او هر افغان ورته د فرهنګ د يو دود او دستور په سترګه ګوري. په افغاني ټولنه کې خو ان د ورځې په اوږدو کې څو ځلي څښل کيږي خو ايا دا شين چاى ګټه لري کٙه زيان؟
شين چای مو د زړه له ناروغيو ساتي او دفاعي قوت مو زياتوي. دا او څو نورې طبي لارښوونې دلته لوستلائ شئ.

 

شين چای زړه ته گټه رسوي

شين چای او پلى تګ مو زړه له ناروغۍ ساتي
شين چای او پلى تګ مو زړه له ناروغۍ ساتي – Rughtia.com

په شين چای کې داسې مواد موجود دي چې انسان آراموي، د وينې فشار راکموي او د مدافعې له قوت سره مرسته کوي. شين چای ډير څه کولای شي. حتی شين چای د «آتروکليروسس» مخه هم نيسي.  آتروکليروسس د رگونو پر ديوالونو د غوړو د ټوليدو له کبله د رگونو تنگيدو ته وايي. دا په لومړي سر کې هیڅ نخښې نه لري. خو کله چې دغه رگونه ډیر تنگ شي نو د زړه د حملې او د زړه د نورو ناروغيو باعث کيږي.

شين چای د «Epigallocatechin gallate» په نامه مواد  لري چې په رگونو کې د غوړو د راټولېدو مخه نيسي.

د «هپيارين» په نوم د يوه درمل سره په گډه دغه مواد يو پروتين چې د وينې د شريانونو د بندیدو سبب گرځي، له منځه وړي.

آتروکليروسس د قلبي حملو او د فلجېدو تر ټولو لوی علت دی. د دې ناروغۍ په ترڅ کې رگونه د منگ نيولو له کبله  تنگيږي او دا د زړه د سکتې خطر زياتوي. څيړونکي تمه لري چې د نويو څيړنو پايلې به یې د زړه د ناروغتيا د مخنيوي درمل په کشفولو کې مرسته وکړي . معنا دا چي شين چای روغتيا ته گټه رسوي.

 

چټک تگ ژوند اوږدوي

چټک تگ ژوند اوږدوي
چټک تگ ژوند اوږدوي – Rughtia.com

څوک چې چټک پلي تگ کوي د زړه په مرض د اخته کيدو امکان یې کميږي. دا کافي ده چې سړی په ساعت کې  پنځه يا اووه کيلومتره سرعت سره پلي وگرځي. دا د هغه څيړنې له پايلو څخه جوته شوې چې پکښې د ۵۰ زرو انسانانو د پلي تگ په اړه ارزونې شوي دي.

کارپوهانو دغه معلومات د ورو، منځنی او چټک قدم وهلو پر درو کتگوريو ويشلي او پر روغتيا یې د دې اغیز ارزولی وو. پايله یې داوه چې کوم انسانان چې تيز ی چټک او يا په منځنۍ اندازه چټک مزل کوي په هغوی کې د زړه د ناروغيو له کبله د مړيني خطر شل سلنه کم وي.

په تیره بيا د زيات عمر لرونکو له پاره چټک قدم وهل ډيره گټه لري: هغه زاړه انسانان چې چټک مزل یې کاو، د نورو په پرتله د زړه په ناروغيو د اخته کيدو خطر یې ۴۶ سلنه کم وو.

لکه څنګه چې پوهېږئ د وخت په تېرېدو د بدن په خاص ډول د زړه ناروغۍ زياتېږي نو پکار ده د شين چاى زيات کار واخيستل شي. د زړه سربېره د وزن کنترول، کلسترول او نورو ناروغيو لپاره ګټوره ده. او پلى تګ خو د ويلو لپاره څه نه لرو که غواړئ د مرګه مو د بدن غړي متحرک اوسي پلى تګ مه هېروئ.

ليکنه سرور محمدي

 

دا هم ولولئ:

معده مو ولې خوږېږي او څنګه یې روغه ساتلای شو؟ حل لاره يې

د موسکا ۵ پنځه لویې روغتیائي ګټې – دلته يې ولولئ

5 Comments on “شين چای او پلى تګ مو زړه له ناروغۍ ساتي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *