په بطن کې د ماشوم جنسیت څنګه معلوم کړو؟

د امیندوارۍ پر مهال د جنین جنسیت معلومول يو له په زړه پورو واقعاتو څخه ده او دا طبیعي خبره ده، چې هر مور او پلار خوښوي چې د خپل راتلونکي اولاد جنسیت وپېژني. په دې لیکنه کې پر همدې خبرې شوي دي، چې څنګه کولای شو له زېږون وړاندې د یو ماشوم جنسيت معلوم کړو.

جنسیت څنګه معلوم کړو؟
وروسته له هغه چې مېرمنه حمل واخلي او د روغتياپال لخوا یې د سونوګرافۍ له لارې سلامتیا تائيد شي، بیا تر ټولو اړین بحث د جنین جنسیت وي. ځينې خلک د نښو نښانو له لارې د ماشوم د جنسیت په اړه وړاندوینه کوي. موږ هم دلته همداسې لارې چارې ښيو، چې د کومو په مرسته تاسو د خپل راتلونکي ماشوم جنسیت معلومولای شئ. دا هغه تګلارې دي، چې له ډېر پخوا ترې ګټه اخیستل کېږي او ښې پایلې یې درلودلي دي.

د نارینه جنس ځينې ځانګړنې
که چېرته جنین نارینه وي، په ميندو کې مختلف علایم ترسترګو کېږي، چې ځينې یې په دې ډول دي.

  • په نارینه جنین کې د ميندو د زړه ضربان په یوه دقیقه کې له یو سلو څلوېښت (۱۴۰) ځلو څخه کم وي.
  • د میندو لاسونه وچ، سپېره او بې دمه کېږي.
  • کله چې جنین نارینه وي، نو په سهار کې امیدوارې مېرمنې ته زړه بدوالی نه پېښېږي. همدارنګه څېره یې د ناروغانو په څېر نه وي.
  • نارینه جنین د خېټې په وروستۍ برخه کې وي؛ نو له همدې امله حامله مېرمنه د ګېډې په لاندینۍ برخه کې د درد او دروندوالي احساس کوي.
  • د هغو مېرمنو ویښتان چې نارینه ماشوم یې په نس وي، نسبت هغوی ته چې ښځينه ماشومه لري ژر وده کوي.
  • کله چې د مېرمنو په نس کې ماشوم نارینه وي، هڅه کوي په چپ طرف ویده شي.
  • په رواني برخه کې ویلای شو، د نارینه ماشوم حامله مېرمن له عادي وخت څخه تېز او بې باکه خوی اختياروي.
  • د نارینه جنين حامله مالګینو خوړو سره ډېره علاقه لري او له خوږو سره یې لېوالتیا کمه وي.
  • که چېرې د امیدوارې مېرمنې زړه هوږي ته وشي/وخوري او وروسته یې بدن د هوږي بوی ولري، دا په دې معنا ده، چې پر نس ماشوم یې نارینه دی.
  • د نارینه ماشوم حامله داسې احساسوي، چې پوزه یې د غټېدو په حال کې ده.
  • په پښو کې د ويښتانو ډېره وده د نارینه ماشوم یوه بله نښه ده.

د ښځينه جنس ځانګړنې
لکه څنګه چې د نارینه ماشوم جنسیت معلومولو ځانګړي علایم موجود و، همداسې د ښځينه جنسیت په برخه کې هم ځينې نښې نښانې موجودې دي، چې عمده یې په دې ډول دي.

  • د حمل په لومړيو درېيو مياشتو کې به زړه بدوالی حس کوي.
  • په یوه دقیقه کې د زړه د ضربان شمېر تقریبا یو سلو څلوېښت (۱۴۰) ځلو ته رسېږي.
  • د امیدوارۍ پر مهال د مېرمنې سینې غټوالی پیدا کوي.
  • جنین د ګېډۍ په پاسنۍ برخه کې موقعیت لري.
  • د هغو مېرمنو مخ چې ماشومه یې په ګېډه وي، نسبت هغوی ته چې نارینه جنین لري ډېر ځلېدونکی وي.
  • ددې ډول مېرمنو لېوالتیا داسې وي، چې په ښي اړخ ويده شي.
  • د حاملګۍ په دوران کې یې ويښتان کمزوري (نازک) کېږي.
  • خواږه شیانو ته یې لېوالتیا ډېره وي او په ځانګړې توګه ډېر غواړي، چې مېوه وخوري.
  • هغه مېرمنې چې په ګېډه کې یې ښځينه جنین وده کوي، په رواني لحاظ د امیدوارۍ پر مهال ډېره مهربانه او اخلاقي کېږي.

له دې ټولو خبرو سره ـ سره دا هم باید هېر نه کړئ، چې دا علایم په هر وخت کې او سل سلنه صدق نه کوي. که تاسو د خپل ماشوم جنسیت ته ډېر اندېښمن وئ، کولای شئ نږدې روغتيايي کلنیک ته مراجعه وکړئ او په دقیقه توګه د خپل ماشوم جنسیت معلوم کړئ.

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *