آيا پوهېدئ چې ډېر خوراک رواني ناروغي ده؟

که څه هم انسان اړ دی، چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره خواړه وخوري. ترڅو مناسبه انرژي ترلاسه او متحرک اوسي. مګر کله ناکله ځينې انسانان له مناسبې اندازې ډېر خواړه خوري. اکثرا فکر کوو، چې سړی “خېټو” دی. په ځینو قضيو کې رښتيا هم همداسې وي؛ مګر کله ناکله دا یوه ناروغي بلل کېږي. موږ په دې لیکنه کې پر همدې موضوع خبرې لرو.

ډېر خواړه خوړل رواني ناروغي ده؟
لکه څنګه چې پوهېږو ټول انسانان ددې لپاره چې انرژي ترلاسه کړي او ژوندي پاتې شي، خوړو ته اړتیا لري. مګر که انسان له معقول دلیل پرته تل ډېر خواړه خوري نو باید د خپلې ناروغۍ غم وکړي. پوښتنه دا ده، چې څه ډول ډېر خواړه رواني ناروغي بللې شو؟ که لاندې علایم لرئ، نو پرته له شکه د پُرخورۍ (ډېرخوراک) رواني ستونزه لرئ.

  • همېشه خوله د یو څه په خوړلو بوخت ساتل
  • له هرو دوو ساعتونو په کمه موده کې یو څه خوړل
  • تر هغې خواړه خوړل، چې د زړه بدوالی حس کوئ
  • پرته له لوږې هم خواړه خوړل
  • له عادي حالت څخه په تېزۍ ډوډۍ خوړل
  • یوازې ډوډۍ خوړل، له دې کبله چې په ګډه ډوډۍ خوړلو کې شرمېږئ
  • د خوړو پر وخت د ګناه او له ځانه نفرت احساس
  • د خوړو پر بس کولو واک نه درلودل

که تاسو هم پورتنۍ نښې نښانې لرئ نو هڅه وکړئ چې پخپله یې حل کړئ. ځکه چې اکثره رواني ناروغۍ په قوي ارادې سره خپله ناروغ معالجه کولای شئ؛ خو که بریالي نه شوئ نو له یو روانپوه سره مشورئ وکړئ ترڅو لازمې لارښوونې یې ترلاسه کړئ.

دا ناروغي څه وخت پیدا کېږي؟
د رواني ناروغيو یوه ځانګړنه دا ده، چې د اکثرو د ظهور وختونه معلوم وي. د “ډېر خوراک” رواني ستونزې د پیدا کېدو وخت هم تقریبا معلوم دی. متخصصین پر دې باور دي، چې ددې ناروغۍ د پیدا کېدو اصلي وخت د شل کلنۍ لومړي وختونه دي. مګر دا هم باید هېره نه کړو، چې د عمر په نورو پړواونو کې هم پېښېدای شي.
د مودې په اړه یې ارواپوهان بېلابېلې نظریې لري. مګر دقیقه خبره دا ده، چې دا ناروغي له میاشتو نيولې ترڅو کلونو هم دوام کولای شي. آن په داسې توګه چې ناروغ به پر خپلې ناروغۍ خبر هم نه وي.

ولې پر دې ناروغۍ اخته کېږو؟
له هر څه وړاندې باید پر دې پوه اوسو چې د نږدې ټولو رواني ناروغیو لامل یو نه وي. په همدې توګه د رواني ناروغيو لاملونه هم ډېر دي. چې ځينې یې عبارت دي له:

  • جینيټکي لاملونه
  • په مغزور کې داخلي تغیرات
  • ستونزې او مشکلات
  • جنسیت
  • د بدن اندازه
  • د خپل ځان په اړه ناسم تصور درلودل
  • افراطیت
  • کله چې د انسان عاطفه ضربه وخوري

زیانونه
دا خو جوته خبره ده، چې هره ناروغي ځینې زیانونه هم خطرات هم لري. د “ډير خوراک” ناروغۍ په دوو برخو “جسم او روان” کې څرګندېدای شي. عمده زیانونه یې عبارت دي له:

  • د وزن ډېرښت
  • د معدې خرابوالی
  • شکر
  • سرطان
  • د خوب ګډوډي
  • مغزي او قلبي سکته
  • د عضلو درد
  • بد اخلاقه کېدل

مه هېروئ!
د رواني ناروغيو په برخه کې تشویش او اندېښنه کول د ناروغۍ کچه لا پسې ډېروي. نو که تاسو یاده ستونزه لرئ، مه وارخطا کېږئ. یوازې ستاسو قوي عزم او اراده کولای شي په ډېر لنډ وخت کې مو ستونزه حل کړي. ددې پر ځای چې اندېښنه وکړئ لاس په کار شئ او د خپل ځان علاج وکړئ. خو که بریالي نه شوئ، له روانپوه سره مشوره کولای شئ.

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *