خارښت څه ډول ناروغي ده؟

د پوستکو او جلدي ناروغيو په ډله کې یو له ډېرو مشهورو ناروغيو څخه “خارښت” هم دی. ددې ځورونکې ناروغۍ په اړه په دې لنډه لیکنه کې هر اړخیز معلومات لوستلای شئ.

خارښت څه ډول ناروغي ده؟
خارښت د انسان په ټول بدن او یا هم په یوه خاصه برخه کې د ګرولو د اړتیا احساس ته ویل کېږي. په دې معنا چې ناروغ پکې احساس کوي چې وګرول شي او په دې توګه آرامي پیدا کوي.
خو دا باید هېره نه کړو، چې په دې ډله کې پر بدن ځينې نور احساسات هم مطالعه کېږي. لکه د سوخت، د درد، د یخنۍ او يا هم د تودوخې احساس هم د “خارښت” تر چتر لاندې مطالعه کېږي.

لاملونه
لکه د نورو جلدي ناروغيو، د خارښت او ورته نورو احساساتو هم ګڼ عوامل ښودل شوي دي. موږ هڅه کوو له عمده لاملونه څخه یې لنډه یادونه وکړو.

  • د پوستکي ناروغۍ
  • میکروبونه
  • د پوستکي التهاب
  • حساسیتونه
  • د پوستکي وچوالی
  • ځینې ناروغۍ
  • د درملو ځينې ډولونه

څه باید وکړو؟
ځينو خلکو ته خارښت یوه عادي ستونزه برېښي؛ مګر حقیقت دا دی، چې دا یوه خورا ځورونکې او خطرناکه ناروغي ده. که تاسو له داسې ناروغ سره مخ کېږئ، هڅه وکړئ ژر یې روغتون ته ورسوئ. ترڅو روغتیاپال د ناروغۍ اساسي لامل ته په کتو لازم اجرات وکړي.

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *