د کرېلو روغتيايي ګټې

کرېله چې ځينې خلک یې “کرېړه” هم بولي یو له هغو سبزیجاتو څخه ګڼل کېږي، چې خورا تراخه دي. مګر ددې ترخو خوړو ګټه بیا ډېره زیاته ده. تاسو به یې په دې لیکنې کې پر روغتيايي ګټو پوه شئ.

د کرېلې روغتيايي ګټې
کرېلې اصلا د کدوانو له کورنۍ څخه دي. د پیدا کېدو سیمې یې افریقا، آسیا او کرائيب جزیرې بلل کېږي. د خوړو ترڅنګ له “۳۰۰” کلونو راپدېخوا په چین، هند او جاپان کې د سنتي طب په برخه کې هم خورا ډېر کارول کېږي.

غذايي ارزښت
کرېله که څه هم ترخه وي؛ مګر که له غذايي ارزښت او روغتيايي ګټو یې خبر شو، کېدای شي تریخوالی یې هېر کړو. ددې سبزۍ غذايي ارزښت په دې ډول ښودل شوی:

  • ويټامينونه (C ،A ، E ، B1 ، B2 ، B3 و B9)
  • انتي اکسیدانونه
  • پوتاشیم
  • کلسیم
  • مګنیزیم
  • فاسفر
  • اوسپنه
  • فلانوئیدونه

روغتيايي ګټې
لکه څنګه چې مو وړاندې یادونه وکړه، دا خواړه ډېرې صحي ګټې لري، چې پر ځينو یې دلته په لنډ ډول غږېږو.

شکر کنټرولوي
وروستيو ترسره شوو څېړنو ښودلې ده، چې کرېلې د ګلوکوز میتابولېزم له لارې د وینې شکر ټيټولای شي. خو د وړانديز په توګه ویلای شو، که تاسو کرېلو ته پخپل خوړو کې ځای ورکوئ، نو حتما اول له خپل ډاکټر سره مشوره وکړئ.

د پښتورګو تيږه
په بډوډو کې خیره او یا تيږه ډېر دردناک تمامېږي. که تاسو هم یاده ناروغي لرئ، نو پخپل غذايي رژيم کې کرېلو ته ځای ورکړئ. دا خواړه کولای شي پرته له درملو ستاسو د پښتورګو تیږه اخراج کړي.

د وینې کلسټرول کموي
که پخپل غذايي رژيم کې کرېله لرئ، نو د وینې له غوړه مه وېرېږئ. ځکه څېړنو ښودلې ده، چې کرېله د وینې غوړ (کلسټرول) خطرناک حالت ته نه پرېږدي او که ستاسو د وینې غوړ لوړ هم وي، کمولای یې شي.

د زړه روغتيا تضمينوي
پورته مو یادونه کړې ده، چې کرېله د وینې غوړ ټيټ ساتي. نو کله چې کلسټرول کم وي په دې معنا چې ستاسو زړه د “قلبي سکتې” په څېر له خطرناکو ناروغيو هم په امان کې دی.

د سرطان مخنیوی کوي
لکه په لومړيو کې چې مو یادونه کړې ده، کرېله انتي اکسیدانونه هم لري. د اکسیدانونود دا ډولونه کولای شي د آزادو راډيکالونو مخنیوی وکړي او په دې توګه تاسو د سرطان له وژونکې ناروغۍ ژغورل کېدای شئ.

د پوستکي ښکلا
په وروستيو ترسره شوو، څېړنو کې دا هم په ډاکه شوې ده، چې کرېلې کولای شي د انسان پوستکی شفاف او روښانه کړي.

د بدن دفاعي ځواک پیاوړی کوي
شاوخوا لس اکسیدانونه، بېلابېل ویټامیونه او په ځانګړې توګه شاوخوا پنځه پنځوس میلي ګرامه ويټامين سي C هغه څه دي، چې کولای شي، د ناروغيو په مقابل کې زموږ د بدن دفاعي ځواک څو چنده قوي کړي. که غواړئ میکروبونه او نورې ناروغۍ ژر اثر درباندې و نه کړي نو حتما کرېله خورئ. له دې ګټو سره ـ سره لاندې فواید هم د هېرولو نه دي:

  • د وزن کموالی
  • د ملاریا او زېړي ضد
  • د قبضیت مخنیوی
  • د رګونو سلامتیا
  • د ويښتانو له تويېدو مخنیوی
  • د خفګان مخنیوی
  • د زړښت ضد
  • د سترګو روغتيا

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *