د انګورو روغتيايي ګټې

انګور یو له هغو مېوو څخه ده، چې د اوړي په موسم کې پخېږي. دا مېوه نږدې د نړۍ په ټولو هېوادونو کې پیدا کېږي. د ښه خوند ترڅنګ بېلابېلې بڼې هم لري. د وچولو په صورت کې یې ممیز ترلاسه کېږي. موږ په دې لیکنه کې د انګورو پر روغتيايي ګټو خبرې کړي.

انګور
انګور چې په انګېسي کې یې “grape” بولي یو له خورا خوندورو مېوو څخه ده. په ځينو پښتون مېشتو سیمو کې ورته “کور” هم وايي. د افغانستان په ګڼو ځایونو کې پيدا کېږي، چې ګڼ شمېر خلک یې خوښوی. ددې مېوې مهمې روغتيايي ګټې عبارت دي له:

لومړی| د قبضیت مخنیوی/درملنه کوي
د انګورو له ګڼو روغتيايي ګټو څخه یو دا هم دی، چې د قبضيت په ختمولو کې خورا ګټور ثابتېږي. ددې چارې اصلي عوامل په یاده مېوه کې موجود قند، سلولوز، اسیدونه او فایبر دي، چې ټول هاضمۍ سیسټم د پیاوړتيا او هم د مدفوع سیسټم په ښه والي کې ګټور رول لوبوي. خو جالبه دا ده، چې د روغتياپالانو پر باور د اسهال په وخت کې یې خوړل ناسم کار دی.

دویم | د زړښت مخنیوی کوي 
په دې مېوه کې شته فلانوئيدونه د آزادو راډيکالونو د خطر اندازه په بې سارې توګه راټيټوي او يا یې په مطلق ډول مخنيوی کوي. په دې توګه د انسان د زړښت پروسه د انګورو په مرسته کمزورې کېږي او انسان ژر نه زړېږي. نو که غواړئ تر ډېره ځوان پاتې شئ پخپل غذايي رژيم کې انګورو ته ځانګړی ځای ورکړئ.

درېيم| د زړه د ناروغیو مخنیوی کوي
انګور په بدن کې شته اکسید نیتریک ته ډېروالی ورکوي او دا هغه مواد دي، چې د وینې د پنډ کېدو مخنيوی کوي. په دې توګه ستاسو د زړه روغتيا تضمینېږي. همدارنګه د بدو کلسترولونو (LLD) مخنيوی کوي. دا هغه کلسترونه دي، چې د انسان په بدن کې د رګونه د بندښت سبب کېږي.

څلورم| د بدن دفاعي ځواک پیاوړی کوي
کله چې د انسان بدن ته د اړتیا وړ مغذي مواد ورسېږي، نو د ناروغیو په مقابل کې یې دفاعي ځواک پیاوړی کېږي. انګور هم له هغو مېوو څخه دی، چې ګڼ شمېر مغذي مواد او ويټامينونه (ويټامين سي، کا، بي شپږ) لري. په دې توګه د بدن وفاعي ځواک پیاوړی کېږي.
پر دې ټولو ګټو سربېره یې ځينې نورې روغتيایي ګټې هم د یادولو وړ دي. چې عبارت دي له:

  • د آلزایمر خطر کموي
  • د ناهضمۍ ستونزه حلوي
  • په مېرمنو کې د سینې د سرطان مخنيوی کوي
  • د کلسترول د سطحې توازن ساتي
  • ستړيا کموي/ له منځه وړي
  • د باکتریا ضد خاصیت لري
  • د پښتورګو اختلالات کموي

په یاد ولرئ!
که هر ډول مېوې خورئ، له خوړلو وړاندې یې په پاکوالي ځان ډاډه کړئ. خو په ځانګړې توګه دا مېوه، ځکه چې د خوږوالي له امله ورته ډول ـ ډول حشرې ټولېږي او کېدای شي خطرناک ميکروبونه ولري. نو له خوړلو وړاندې په خالصو او يا هم مالګينو اوبو سره پرېمینځئ. که دې ټکي ته پام و نه کړئ، کېدای شي د ګټې پر ځای یې د ضرر او خطر کچه لوړه شي.

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *