د ځورونکو جسمي ناروغيو له جملې یو هم خارجي هموروئيد (بواسیر) دی. پر دې ناروغۍ اخته انسان له دردونه سره مل ځينې علایم او نښې نښانې لري. تاسو به د لیکنې تر پایه ددې ناروغۍ پر پېژندنې، علایمو، تشخیص او درملنې مفصل معلومات ولولئ.
بهرنی بواسیر څه ډول ناروغي ده؟
خارجي بواسیر هغه وخت پيدا کېږي، چې د مقعد شاوخوا رګونه لوی او یا کمزوري شي. ددې ناروغۍ پر مهال د “ډکو بولو” پر وخت انسان په مقعد کې د درد احساس لري. د ناروغۍ موده د بواسیر شدت سره تړاو لري، نو ځکه خو د ناروغۍ مشخص وخت نه دی معلوم. کمزوری بواسیر ممکن پرته له درملنې ښه شي؛ مګر په شدیدو پېښو کې آن د عملیاتو امکان هم وي.
د بهرني بواسیر لاملونه
ددې ناروغۍ اصلي لامل پر کولمو د فشار راوستل دي. البته پر کولمو فشار هغه وخت راځي، چې انسان پرله پسې قبضیت ولري. د قبضیت له امله انسان اړ دی، چې د رفع حاجت پر مهال پر کولمو فشار وارد کړي او له دې کبله د مقعد رګونو ته ډېره وینه جمع کېږي. په پایله کې د مقعد د وینې رګونه غټېږي.
له دې سره ـ سره کېدای شي، لاندې کړنې هم د بواسیر ددې ډول سبب شي.
- د ډکو بولو پر وخت د ډېر وخت کښېناستل
- د درندو شیانو له کبله پر کولمو د فشار راتګ
- په غذايي رژيم کې د اوبو او فایبر کمښت
- چاغوالی او د وزن ډېرښت
- د اوږدمهال لپاره کښېناستل یا څملاستل
- امیدواري
- مګر تر ټولو ډېر او مروج لامل یې د ډکو بولو پر مهال د زور وهل دي.
د بهرني بواسیر علایم
ددې ناروغۍ نښې نښانې د ناروغۍ کچې ته په کتو توپیر کوي. خو بیا هم ځينې عمده علایم یې عبارت دي له:
- د مقعد په شاوخوا کې د خارښت احساس
- د مقعد په شاوخوا کې د درد احساس؛ د بدن دا ناحیه حساسه ده، ځکه یې درد ډېر وي.
- د مقعد په شاخوا کې د یوې غوټې شتون؛ ممکن ځينې وخت د لمس وړ هم وي.
- په ډکو بولو کې د وینې شتون
- د وینې غوټې
تشخیص
د ناروغۍ د معلومولو لپاره روغتياپال له ناروغ څخه ځینې پوښتنې کوي؛ کله ناکله همدا پوښتنې د ناروغۍ د تشخیص لپاره کافي وي. مګر بعضي وختونه له نورو تګلارو هم ګټه اخیستل کېږي، چې عبارت دي له:
- د سترګو په واسطه لیدل
- د لمس له لارې
- رکتوم
- انوسکوپي
- کولونوسکوپي
- سګیموئدوسکوپي
- پروکتوسکوپي
درملنه
که څه هم ددې ناروغۍ د درملنه اوږده پروسه لري او شرحه یې په یوه لیکنه کې مناسبه نه ده. خو په لنډ ډول ویلای شو، عادي پېښې یې پرته له عملیانو هم د درملنې وړ دي؛ مګر په شدیدو حالاتو کې باید عملیات ترسره شي. نو هڅه وکړئ، د ناروغۍ په لومړيو مراحلو کې ډاکټر ته مراجعه وکړئ، ترڅو ژر ژر مو درملنه ترسره شي. که د شرم احساس کوئ، ممکن وروسته مو ډېر وځوروي.
مخنیوی
د بهرني بواسیر د مخنيوي لپاره روغتياپالان د لاندې کړنو د ترسره کولو وړانديز کوي.
په غذایي رژيم کې د داسې خوړو ځای کول، چې فایبر ولري. په دې برخه کې مېوې او سبزیجات له خاص اهمیت څخه برخمن دي.
- په کافي اندازه مایعاتو څښل
- ورزش کول
- په رفع حاجت کې ځنډ نه کول
- په تشناب کې ډېر وخت نه تېرول
- له تنګ لباس اغوستلو څخه ځان ژغورل