څنګه پوه، چې شو فشار مو لوړ دی؟

په روغتيايي نړۍ کې یو له خطرناکو ناروغیو څخه، چې کولای شي د ناڅاپي مرګ سبب شي “د وینې لوړ فشار” دی. ددې ستونزې له کبله کېدای شي فلج، د زړه حمله، د اعصابو د رګونو شلېدل او یا نورې ستونزې رامنځته شي. تاسو په دې لیکنه کې د همدې ناروغۍ علایم لولئ، ترڅو وکولای شئ، ژر تر ژره یې درملنه وکړئ او ژوند مو وژغورئ.

د وینې لوړ فشار
زړه د بدن ټولو برخو ته وینه پمپوي او د رګونو په مرسته یې لېږدوي. کله چې د وینې همدا جریان له عادي اندازې چټک شي، د وینې لوړ فشار یې بولو. باید یادونه وکړم، چې د وینې لوړ فشار د انسان جوړښت، عمر، ناروغيو او نورو ستونزو ته په کتو توپیر کوي؛ خو په ټوله متوسطه توګه له “۱۳۰” درجو څخه پورته د وینې لوړ فشار بلل کېږي.

زیانونه
کله چې په بدن کې د وینې فشار لوړ شي، د وینې لوړ فشار د وینې پر رګونو، زړه او نورو عضلاتو اضافي فشار راولي، او په ځینو حالاتو کې دغه وضعیت زیاتیدلای شي لکه د لوړ فشار بحران، کله چې د فشار شدید زیاتوالی رامنځته شي، دغه مهال وګړو ته په فلج د اخته کېدو خطر رامنځته کیږي. د زړه درېدل او ځينې نورې ستونزې هم ورسره مل وي. له همدې ډېره مهمه ده، چې دا ستونزه ژر تشخیص او حل شي.

نښې نښانې
لکه د نورو ټولو ناروغيو د وینې لوړ فشار هم خپل ځانکړي علایم لري، ددې نښو نښانو پر مټ کولای شئ، وپوهېږئ، چې فشار مو لوړ دی او روغتياپالا ته مراجعه وکړئ. ځينې عمده علایم یې عبارت دي له:

  • شدید سر درد
  • د ستړیا احساس
  • په سینه کې سخت درد
  • د لید ستونزه (شیان خړپر لیدل)
  • په تنفس کې ستونزه
  • ساه تنګېدل
  • زړه تنګون
  • وېره
  • قی کول
  • کوږ ـ وږ تلل (په تګ کې ستونزه)

په ځينو نادرو مواردو لاندې علایم هم لیدلای شو:

  • خفیف سر درد
  • ناڅاپي سر ګرځېدل
  • د پوزې له لارې همېشه وینه بهېدل

څه کول په کار دي؟
په عادي حالاتو کې ناروغ کولای شي، له هوږې څخه په استفادې خپل فشار راټيټ کړي. خو دا باید هېر نه کړو، چې د ناروغۍ پر شتون ډاډه اوسو. یعنې فشار مو باید د فشار د الې په مرسته معلوم کړی وي. ځکه چې کله ناکله په نورو ناروغيو کې هم پورته ځينې علایم څرګندېدای شي.
د وینې لوړ فشار بحران لپاره درملنه باید په روغتون کې ترسره شي، تر څو ناروغ په سمه توګه یا له هرې لارې درمل واخلي.

یادونه
شونې ده چې ناروغ د وینې لوړ فشار درجه په ژوند کې د ځینو اسانه بدلونونو په رامنځته کولو ټيټه کړي، لکه د هغه خوراکونو استعمال چې روغتیا لپاره ګټور وي، د مالګې کم استعمال، د نورو خوړو په پرتله میوې او سبزیجات خوښول، کم غوړ لرونکي خواړه، هغه خواړه چې لوړه کچه فایبر ولري لکه وریجې، دال، لوبیا او نور دانه لرونکي خواړه. په منظم ډول ورزش ترسره کول هم د لوړ فشار کچه ټيټوي، ځکه چې دا د زړه او د وینې ناروغیو مخنیوی کوي، دغه راز په وزن کمولو کې مرسته کوي، آن ويلای شو د وزن کمول د فشار ټيټېدلو په معنا ده.

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *