په رواني لحاظ روغ ماشوم داسې وروزئ!

موږ او تاسو په ټولنيز ژوند کې د لویانو ترڅنګ له ماشومانو سره هم په اړيکه کې یو. دوی د ټولنې یوه معصومه او مينه ناکه طبقه ده؛ خو همدا ماشومان د څو کلونو په تېرېدو سره د نورو ماشومانو روزونکي کېږي. که تاسو نن دوی هر ډول وروزئ سبا ترې باید هماغسې توقع ولرئ. په همدې موخه له ماشومانو سره په خبرو، اړيکو او رفتار کې ډېر غور په کار دی. په دې لیکنه کې پر همدې موضوع مفصلې خبرې شوي، چې څنګه کولای شو، خپل ماشومان له رواني اړخه روغ او سالم وروزو.

 ۱ ـ ماشومان مه رټئ

په پښتني ټولنه کې اکثره ماشومان د خبرو او کړنو پر مهال رټل کېږي. دا کړنه د دوی د نوښت او جرأت وړتياوې له منځه وړي. که غواړئ، چې ماشومان مو نوښتګر او با جرأت اوسي، هېڅکله یې مه رټئ. که ستاسو ماشومان کوم نوی کار او یا هم کومه خبره کوي نو ددې پر ځای چې ويې رټئ ویې هڅوئ.
د یوې څېړنې موندنې ښيي، چې په ماشومتوب کې رټل شوي ماشومان نسبت هغوی ته چې په کوچنيوالي کې نه دي رټل شوي، ډېر وېرېدونکي او بې جرأته وي. تاسو باید هېڅکله خپلو ماشومانو ته د “غلی شه، وړوکی ماشوم  یې!” ، “قد ته دې ګوره خبرو ته دې ګوره” او ورته نورې جملې مه کاروئ. که تاسو دا او دې ورته الفاظ کاروئ دوی پر خپل ځان باور له لاسه ورکوئ او راتلونکی یې په تیاره کې واقع کېږي.

 ۲ ـ خبرو ته یې اهميت ورکړئ

کله چې ماشومان کومه خبره کوي، په ځير ورته غوږ شئ. په دې توګه هغوی ددې احساس کوي، چې با اهميته دي. کله چې هغوی داسې مفکوره پيدا کړي نو تل هڅه کوي فکر وکړي او ښې خبرې وکړي. په دې توګه ددوی د تفکر ځواک پياوړی کېږي.
ددې چارې بله ګټه دا ده، چې ستاسو ماشومان به په هره مسئله کې د احساساتو پر ځای د تفکر له لارې پرېکړه کوي. ددې ترڅنګ ستاسو د ماشومانو د ويناوالۍ هنر هم پياوړی کېږي. خپلو ماشومانو ته اهميت ورکړئ تر څو رښتيا هم با اهميته ژوند ولري.

 ۳ ـ د پرېکړو اجازه ورکړئ

زموږ او ستاسو لویه ستونزه دا ده، چې ماشومانو ته په څيزونو کې د انتخاب حق نه ورکوو. موږ فکر کوو، چې د ماشومانو پرېکړه به کم ارزښته وي. خو داسې نه ده. دا سمه ده چې کوچنيان لويې پرېکړې نه شي کولی. مګر تاسو کولای شئ ترې وپوښتئ “کوم کالي دې اغوندې!؟”، “غواړې څه وخورې؟”. که ماشومان نن په وړو مسئلو کې د تصميم وړتيا پيدا کړي. سبا په لویو مسايلو کې د ښو پرېکړو وړتيا پيدا کوي.

 ۴ ـ و یې هڅوئ، چې دویم ځل کوښښ وکړي

که ستاسو ماشومان د کوم کار په کولو کامياب نه شول، مه یې رټئ. ددې پر ځای کوښښ وکړئ، چې دویم ځل ترسره کولو ته یې وهڅوئ. په دې کړنې سره د ماشومانو د “اعتماد بر نفس” کچه لوړېږي.
نوې څېړنې ښیي، چې “پر ځان باور” د کاميابۍ له کليدي موضوعاتو څخه دی. نو که غواړئ چې ماشومان مو بریالی راتلونکی ولري، ويې هڅوئ چې ژر ماتې و نه مني. بیا ـ بیا دې هڅه وکړي، تر څو خپل هدف ترلاسه کړي.

۵ ـ ډاډ ورکړئ

خپلو ماشومانو ته داسې چاپېریال جوړ کړئ، چې په ډاډه زړه خپل نظر ورکړي. همدارنګه داسې اړيکې ورسره وپالئ، چې د سکون احساس وکړي. که چېرې تاسو ماشومان د امن احساس و نه لري نو ممکن ډېری داسې مسائيل په پټه خوله وزغمي، چې د هغوی راتلونکی ننګولی شي.
که غواړئ ماشومانو مو هېڅکله له تاسو خبرې پټې نه کړي، نو ډاډ ورکړئ تر څو هره خبره له تاسو سره شریکه کړي.

۶ ـ و یې هڅوئ

که غواړئ ماشومان مو تل ښه کار وکړي، نو که هر کله کوم ښه کار وکړي، و یې هڅوئ. تاسو کولای شئ خپل ماشومان له دوو لارو وهڅوئ. که تاسو ډالۍ ورکړئ او یا هم د خبرو له لارې یې وستایئ یوه خبره ده. خو ارواپوهان وايي د ډالۍ پر ځای د خبرو له لارې د ماشومان هڅول او ستايل ډېر ګټور تمامېږي.

 ۷ ـ خپلو خبرو ته پام وکړئ!

دا چې ماشومان تل د خپلو مشرانو څخه په تقلید کې کړنې کوي. نو باید ددوی سره په رفتار کې ډېر پام وشي.
که څه هم خپلو خبرو ته باید په هر وخت کې توجه وشي. مګر کله چې له ماشومانو سره او یا هم د ماشومانو په مخ کې غږېږئ، ډېر زیات پام وکړئ. سپک الفاظ هېڅکله مه کاروئ.
ددې ترڅنګ هېڅکله خپلو ماشومانو ته په خبرو کې دروغ هم مه وايئ. که تاسو پورته کارونه وکړئ نو پرته له شکه ماشومان مو دروغجن او سپک ژبي لويېږي.

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *