د معدې زخم څه ډول ناروغي ده؟

معده د هاضمي سیسټم برخه ده، چې د انسان په بدن او په ځانګړې توګه په یاد سیسټم کې حیاتي ارزښت لري. کله ناکله ځينې ستونزې هم ورپېښېږي، چې د ناروغتيا په صورت کې یې انسان له ډېرې نا آرامۍ او نورو ستونزو سره مخ کېږي. په دې لیکنه کې به د معدې د ناروغۍ یو ډول چې “د معدې زخم” یې بولي وپېژنئ.

د معدې زخم
په بدن کې معده د هاضمي سیسټم اساسي برخه تشکیلوي. ترلاسه شوي خواړه د معدې په مرسته هضمېږي او ارزښتناک غذايي مواد یې بدن ته جذبېږي. د بېلابېلو خوړو، نامناسب غذايي رژيم او نورو لاملونو له کبله کله ناکله معده زخم پيدا کړي او انسان ته ډېرې ناراحتۍ پيدا کوي. دې ناروغۍ ته په روغتيايي اصطلاح “HPYLORY” وایي. خو پوښتنه دا ده، چې څنګه پوه شو پر دې ناروغۍ اخته یو؟ ددې پوښتنې د ځواب لپاره لاندې علایم ولولئ.

علایم
ناروغۍ د معایناتو ترڅنګ د بېلابېلو علایمو په مرسته هم تشخيصيدای شي. هره ناروغي ځينې خاصې نښې نښانې هم لري. تاسو به د معدې د زخم ځينې علایم ولولئ.

  1. د اشتها کمښت
  2. د معدې سوځېدل
  3. وزن کمېدل
  4. د لاسونو د بندونو درد
  5. د ملا او عضلاتو درد
  6. د خېټې د بادونو ډېرښت
  7. قبضيت
  8. د وینې کمښت
  9. په خېټې کې غیر عادي غږونه لکه “ګُړ ګُړ”

که پورتني علایم لرئ، نو هڅه وکړئ ژر تر ژره نږدې روغتيايي کلنیک او یا هم روغتياپال ته مراجعه وکړئ، ترڅو ناروغي مو تشخیص او تر درملنې لاندې ونیول شي.

ستونزې
هره ناروغي د دردونو، نا آرامیو او نورو ستونزو ترڅنګ ګڼ شمېر زیانونه هم زېږوي. تاسو به په دې برخه کې پوه شئ، چې دا ناروغي (HPAYLORY) کومې ستونزې رامنځته کوي.

  • د معدې د دېوال شړېدل
  • له معدې څخه مرۍ ته د خوړو پورته کېدل
  • د هضمیت ستونزه
  • د معدې سرطان
  • د معدې التهاب
  • د مرۍ سرطان
  • د معدې په دېوالونو پورې د شحمیاتو (غوړو) جمع کېدل

درملنه
باید ووایم، دا ناروغي له نېکه مرغه د درملنې وړ ده. کله چې ستاسو ناروغي په سمه توګه تشخیص شوه، نو روغتياپالان مو د PPI کورنۍ او انتي بیوتيک درملو په مرسته درملنه کوي. په اکثرو وګړو کې ددې ناروغۍ درملنه له لسو تر پنځلسو ورځو په بر کې نیسي. هېره دې نه وي، چې دا ناروغي له درملو سره ـ سره ځينې پرهېزونه هم غواړي.

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *