ماشوم ته د مور د شيدو ګټې

د ماشوم له پیدايښت سره سم د انسان ذهن ته شیدې هم راځي. ماشوم لپاره د مور شیدې هغه بشپړ خواړه او مناسب خواړه دي، چې الله “ج” په ډېر ښه شکل پیدا کړي. د مور شیدې د خوړو په برخه کې د ماشوم ټولې غذايي او روغتيايي اړتياوې پوره کوي. تاسو به په دې لیکنه کې د همدې موضوع په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړئ.

د مور شیدې
کله چې ماشوم پیدا کېږي، تر شپږو میاشتو یې یواځينۍ خواړه همدا د مور شیدې وي. دا شیدې له ويټامينونو او مغذي مواد سره ـ سره د ماشوم د بدن ټوله اړتيا هم پوره کوي. د مور شیدې ټول هغه مواد لري، چې کولای شي د ناروغيو پر وړاندې د ماشوم د بدن ساتنه وکړي.
روغتياپالان توصیه کوي، چې په لومړيو شپږو میاشتو کې دې ماشوم یوازې د شیدو له لارې تغذيه شي. ځکه چې هېڅ داسې خواړه نشته، چې د مور د شیدو ځای دې ډک کړای شي. روغتياپالان یې ګټې په دې ډول بیانوي:

له ناروغيو څخه د ماشوم ساتنه
په ټوله نړۍ کې ګڼ شمېر څېړنو دا ثابته کړې ده، چې د معدې ویرسونه، اسهال، د تنفسي سیسټم ستونزې، د غوږ دردونه او ځينې نورې ستونزې په هغو ماشومانو کې ډېر کم لیدل کېږي، چې د مور شیدې ورته پوره رسېږي.
یوې بلې پراخې څېړنې موندلې، چې په هغو ماشومانو کې د مرګ کچه چې کمې شیدې ورته رسېږي، نسبت هغوی ته چې پوره شیدې څښي ډېره ده. نو هڅه وکړئ، خپلو ماشومانو ته پوره شیدې ورکړئ. په دې توګه د هغوی ژوند تضمين کړئ.

د ماشومانو ایمني سیسټم پیاوړی کوي
که د کوم انسان دفاعي سیسټم کمزوری وي، ژر ـ ژر ناروغېږي او له ګڼو نورو ستونزو سره مخ کېږي. ددې لپاره چې د ماشوم دفاعي ځواک مو پیاوړی وي، هڅه وکړئ پوره شیدې ورکړئ. له زېږون څخه وروسته تر اته څلوېښت ساعتونو پورې د مور په شیدو کې د ایمونوگلوبولین په نوم ماده وي، چې دا کولای شي بدن ته د میکروب د داخلېدو مخنیوی وکړي.همدارنګه ځينو نورو ګټو ته یې روغتياپالان په دې توګه نغوته کوي:

  • په ماشومانو کې د الرژۍ او حساسیت مخنیوی
  • ذهني پیاوړتيا
  • د چاغښت مخنیوی
  • په وینه کې د خوږو سطحه متوسطه ساتي
  • د هاضمۍ سیسټم روغتيا تضمینوي
  • په ماشوم کې متوازنه وده رامنځته کوي

نوټ: ځينې میندې پر دې باور دي، چې ماشوم ته د شیدو ورکړه به د هغوی بدن او ښکلا ته زیان ورسوي. نو له همدې امله خپل ماشوم ته د شیدو ورکولو تمایل نه لري. خو دا باور په مطلق ډول ناسم دی. روغتیاپالان پر دې باور دي، چې ماشوم ته شیدې ورکول د میندو د روغتيا ته هم ډېر ګټور دي. نو د یوې مور په حیث باید میندې هڅه وکړي، چې خپلو اولادونو ته پخپل وخت کافي اندازه شیدې ورکړي، تر څو د دواړو “مور او ماشوم” روغتيا تضمينه شي.

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *