د غوږ درد ولې پیدا کېږي؟

موږ هڅه کړې، چې په دې لیکنه کې تاسو ته د غوږ درد لاملونه او علایم در په ګوته کړو. ددې لیکنې تر پایه به ددې ناروغۍ په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړئ.

د غوږ درد
که څه هم د غوږ درد معمولا په ماشومانو کې ډېر وي، خو ځينې وخت مشران هم له دې ستونزې کړېږي. دغه درد کېدای شي په یوه او یا هم دواړو غوږونو کې پيدا شي، خو باید یادونه وکړم، چې دغه درد اکثراً په یوه غوږ کې محسوسېږي. د غوږ درد کېدای شي دوامدرا وي او یا هم ځينې وخت پيدا او ځينې وختونه ورک شي. غوږ کېدای شي بد بویه او ګرم هم شي. همدارنګه ددې ستونزې پرمهال ځينې خلک د اورېدو په برخه کې هم له ستونزې سره مخ کېږي.
که ماشومان مو خپل غوږونه مروړي او یا هم غوږ ته یې د لاس ور وړلو پر مهال ژاړي پوه شئ، چې د غوږ درد لري، نو ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

د غوږ درد علایم
د غوږ درد علایم په مشرانو او کشرانو کې لږ څه توپير لري.

لومړی ـ په لویانو کې د غوږ درد علایم

په غوږ/غوږونه کې د درد احساس

په اورېدلو کې ستونزه

د له غوږونو د مایعاتو ترشح
دویم ـ په ماشومانو کې د غوږ درد علایم

کېدای شي ماشومان پر پورته علایمو سربېره ځينې نور هم تجربه کړي.

  • د غوږ درد
  • کمزورې اورېدنه
  • غږونو ته د عکس العمل په ښودلو کې ستونزه
  • تبه
  • د غوږونو د ډک والي احساس
  • په خوب کې ګډوډي
  • د غوږ کش کول او مروړل
  • ژړا
  • سر درد
  • د اشتها کمښت
  • د تعادل له لاسه ورکول

د غوږ درد لاملونه

  • په فشار کې تغیر، لکه په الوتکه کې سفر کول
  • په غوږ کې د مادو ټولېدنه
  • په غوږ کې د کوم بل څيز پرېوتل
  • د ستونې درد، چې میکروب یې ډېر وي
  • په غوږ کې د صابون او یا د شامپو اوبه ایسارېدل
  • په غوږ کې د ډکو وهل او ځينې نور لاملونه ددې سبب کېږي، چې ستاسو غوږ دردمن کړي.

که تاسو هم د غوږ درد لرئ، هڅه وکړئ ژر تر ژره ډاکټر ته لاړ شئ، ځکه چې د غوږ درد په عادي ګڼلو سره ستاسو ستونزه ډېره ستره کېدای شي.

 

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *