آيا پوهېدئ، چې غوښه زیانونه هم لري؟

دا سمه ده، چې غوښه ګڼې ورغتيايي ګټې لري او پخپل غذايي رژيم کې باید حتماً غوښې ته ځای ورکړو؛ مګر په هر څه کې افراط او تفریط له ستونزو خالي نه وي. که ډېره غوښه خورئ پرته له شکه به ډېرې روغتيايي ستونزې هم تجربه کړئ. په دې لیکنه کې پر همدې موضوع خبرې شوي دي. د لیکنې تر پایه به پوه شئ، چې غوښه کومې روغتيايي ستونزې پېښولای شي.

د غوښې زیانونه
غوښه یو له هغو خوړو څخه ده، چې د ډېرو روغتيايي ګټو او ښه خوند له کبله ګڼ شمېر خلک یې خوښوي. مګر ددې خوندورو خوړو ډېر خوړل له ستونزو خالي نه ده. ځينې روغتيايي ستونزې یې په دې ډول دي.

د وزن ډېرښت
که څه هم زموږ افغانان چاغوالی د ښه صحت په توګه تعبیروې، مګر په نوره نړۍ کې دا جدي روغتيايي ستونزه ګڼل کېږي. که ډېره غوښه خورئ، نو وزن مو له مناسبې اندازې ډېرېږي او له ګڼو ستونزو سره به مخ شئ.

د ژر زړښت سبب کېږي
ژر زړښت د غوښې یو له هغو زیانونو څخه دی، چې ممکن ډېر خلک ترې خبر نه وي. له همدې امله روغتياپالان توصیه کوي، چې د غوښې پر ځای سبزیجات او مېوې وخورئ.

انرژي مو کموي
دا به ډېره جالبه وي، چې پوه شئ غوښه د انرژۍ د ډېروالي پر ځای کموي. ددې پر ځای هڅه وکړئ، مېوې او سبزیجات وکاروئ. ترڅو بدن مو د خپلو ورځنيو فعالیتونو د ترسره کولو لپاره په کافي اندازه انرژي ترلاسه کړي.

د بدن بوی ډېروي
ترسره شوې څېړنې ښيي، چې د هغو کسانو بدن چې ډېره غوښه خوري، نسبت هغوی ته چې کمه خوري بدن یې ډېر بوی کوي.

د وینې فشار لوړوي
غوښه د کلسترول څخه ډکه وي؛ له همدې امله ستاسو د بدن د وینې فشار لوړوي. خو هېره دې نه وي، چې په کمه (مناسبه) اندازه د غوښې استعمال د وینې فشار طبیعي (عادي) حالت ته ګرځوي.

د هاضمۍ سیستم ګډوډي
د غوښې له سختو زیانونو څخه چې باید اشاره ورته وشي، هغه د هاضمي سیستم ګډوډول دي. ددې اصلي علت دا دی، چې په غوښه کې د فایبر کچه ټيټه ده. همدارنګه په اختر کې په ناڅاپي توګه د ډېرې غوښې خوړل پخپله معدې ته د یو ډول فشار ور وستل دي. نو هڅه وکړئ، د خوند پر ځای خپل صحت غوره وګڼئ.
له دې ټولو سره ـ سره د غوښې نامنسابه خوراک، کولای شي دا لاندې ستونزې هم پيدا کړي.

  • پر شکرې ناروغۍ د اخته کېدو ګواښ، د سبزي خوړونکو په پرتله په غوښه خوړونکو وګړو کې ډېر وي.
  • په بدن کې د التهاب سبب کېږي.
  • د ډېرو سرو کړو یا سیخ کړو غوښو خوړل د سرطان سبب کېږي.
  • د زړه ناروغۍ زېږولای شي.

د غوښې مناسبه اندازه څومره ده؟ 
د غوښې خوند او ګټو ته په کتو، ممکن له تاسو سره پوښتنه پيدا شوې وي چې د غوښې مناسبه اندازه څومره ده؟ موږ یې درته ځواب وايو.
د روغتيايي چارو شنونکي پر دې باور دي، چې د غوښې خوړلو مناسبه اندازه په اونۍ کې ۵۰۰ ګرامه ده. چې په ورځني ډول یې ۷۰ ګرامه ښودلای شو. که له دې کچې ډېره غوښه خورئ، نو حتما به له روغتيايي ننګونو سره مخ کېږئ.

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *