چوپتيا (خاموشي) څه ډول رواني ناروغي ده؟

په انسانانو کې ګڼ شمېر داسې کړنې او عادتونه شته، چې موږ او تاسو ته ممکن بېخي عادي ښکاره شي؛ مګر هغه به د رواني ناروغۍ یو ډول وي. تاسو به په دې لیکنه کې د همداسې یوې ناروغۍ په اړه هر اړخيز معلومات ولولئ.

چوپتيا د رواني ناروغۍ په توګه
په عادي حالاتو کې چوپتيا د روغتيا په معنا ده؛ خو انتخابي چوپتيا په ماشومانو کې د یوې رواني ناروغۍ په توګه پېژندل کېږي. اصلا دا په ټولنيزو ځايونو کې د خبرو کولو د وړتيا نه درلودلو په معنا ده. ددې ناروغۍ لرونکي ماشومان یوازې په عامه ځايونو کې خبرې نه شي کولای. په کور کې به ډېر ښه او با جرأته وي. که ستاسو ماشومان هم دا حالت لري، پوه شئ، چې د “انتخابي چوپتيا” رواني ناروغي لري.
دې ناروغۍ ته د “انتخابي چوپتيا” ترڅنګ “انتخابي ګونګتيا” هم ویل کېږي. په انګلېسي کې یې “Selective Mutism” بولي. ددې ناروغۍ لرونکي ماشومان په هغو ځايونو کې چې د لومړي ځل لپاره ورځي او يا هغه ځای چې دی په کې د ډاډ احساس و نه لري، نه غږېږي. خو په کور کې بیا برعکس ډېر ښه غږېږي او با جرأته وي.
باید ووايو چې دا ناروغي په اسانۍ د درک وړ نه وي. ممکن ډېری والدین وروسته له هغه وروسته چې خپل ماشومان ښوونځي کې داخل کړي، دا ستونزه درک کړي.
روغتياپالان پر دې باور دي، چې دا ستونزه په کوچنيو نجونو کې تر هلکانو ډېر لیدل کېږي. همدارنګه ددې ناروغۍ د پېښېدو/څرګندېدو وخت له ۴ تر ۸ کلونو عمر ښيي. ددې ترڅنګ هغه ماشومان چې نورو هېوادونو ته مهاجری شوي او یا هم په کور کې د مور او پلار مورنۍ ژبې سره بدلې وي، له دې ناروغۍ سره ډېر مخ کېږي. البته کېدای شي تاسو ته دا ستونزه عادي ښکاره شي، مګر داسې نه ده. دا ناروغي کولای شي ستاسو ماشوم وروـ ورو پر نورو رواني ناروغيو هم اخته کړي. اوس ممکن تاسو به پوښتنه پیدا شوې وي، چې څنګه کولای شو دا ناروغي تشخیص کړو. ددې چارې لپاره باید پر ځينو علایمو یې پوه شو.

د انتخابي چوپتيا نښې نښانې
دا چې وړاندې مو یادونه وکړه، ددې ناروغۍ د پیدا کېدو او څرګندېدو عمر له ۴ تر ۸ کالو ښودل شوی؛ نو په همدې وخت خپل ماشوم وڅارئ او لاندې علایم مه هېروئ.

  • په کورنۍ کې ډېر ښه غږېږي خو نور آن د خپلو ملګرو په منځ کې هم غلی وي. که نیا/نیکه یې بېل اوسېږي له هغوی سره هم سم نه غږېږي او غلی وي.
  • اجتماعي اظطراب لري. له همدې امله په ښوونځي او کار کې تکړه نه وي.
  • ددې ناروغۍ علت له ژبې سره “نه بلدتیا” نه دی. نو که تاسو بل ځای کې کډوال یئ، په دې خبرو ځانته ډاډ مه ورکوئ، بلکې د خپل ماشوم ناروغي درک کړئ.
  • که د ښوونځي په لومړۍ میاشت کې یې دا ستونزه درلوده منتظر پاتې شئ. ممکن له ماحول سره د نه بلدتیا له وجهې وي؛ خو که دا موده له یوې میاشتې وغځېده نو حتما د خپل ماشوم غم وکړئ.
  • ددې ناروغۍ لرونکي ماشومان پر مور او پلار ډېر تکیه وي. په ځانګړې توګه هڅه کوي همېشه له خپل مور سره اوسي.
  • ډېر شرمندوک او ګوښه ګیر ماشوم وي.

څه وکړو؟
که ستاسو ماشوم هم دا ستونزه ولري، مه وارخطا کېږئ. یوازې ساده تګلارې تعقیب کړئ او په دې توګه یې درملنه وکړئ. خپل ماشوم اجتماعي ځايونو ته بوخئ. هلته یې وستایئ او ویې هڅوئ چې وغږېږي. همدارنګه د توکو او کالو د انتخاب حق ورکړئ. هڅه وکړئ، تفریح ځايونو، ودونو او نورو هغو ځايونو ته چې د خلکو ګڼه ګوڼه په کې وي ویسئ. خو یوازې په وړلو څه نه کېږي. ویې غږوئ او و یې ستایئ. البته دا مه هېروئ چې د ښه کېدو په برخه کې یې عجله مه کوئ. ممکن په ځینو ماشومانو کې د ستونزې حل کېدل څو میاشتې په بر کې ونیسي.

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *