شاک څه ډول طبي حالت دی؟

په طبي نړۍ کې بېلابېل اصطلاحات استعمالېږي، چې اکثرا پرې عام وګړي نه پوهېږي. دا چاره د هغوی د تشویش سبب کېږي. په طبي برخه کې یوه کارېدونکې اصطلاح “شاک” ده. په دې لیکنه کې به یې تاسو په اړه هر اړخيز معلومات ترلاسه کړئ.

شاک وپېژنئ!
که تاسو له ناروغ سره روغتون ته تللي یئ او دا اصطلاح واورئ نو ممکن تشویش پیدا کړئ نو ښه ده، چې په اړه یې پوه شئ. همدارنګه د طب او نرسینګ زده کړیالانو او د روغتونونو د عاجل وارډ کارکوونکو ته هم ډېره مهمه ده، چې د شاک بېړنی حالت وپیژني او ددې سخت حالت درملنه پر خپل وخت تر سره کړي.
شاک د ژوند ګواښوونکو له قوي حالاتو څخه دی، چې په انګلېسي یې هم “Shock” بولي. که ددې حالت کنټرول ژر ترسره نه شي، لرې نه ده چې د ناروغ ژوند پای ومومي. دا ستونزه هغه وخت رامنځته کېږي، چی کله بدن ته د دوراني وینې بهیر کم او یا له ستونزو سره مخ شي.

څنګه پوه شو چې ناروغ شاک دی؟
ددې حالت د پېژندلو لپاره باید ناروغ وڅارو او که لاندې علایم یې درلودل، نو پوه شئ چې د ناروغ وضعیت “شاک” دی. ژر تر ژره باید لاس په کار شئ. دا چې شاک بېلابېل ډولونه لري، نو ډېرې نښې نښانې هم لري. ځينې يې په دې ډول دي.

  • د ژبې او شونډو پړسېدل
  • د فشار ټیټوالی یا سقوط
  • ګنګسیت
  • د تنفس یا ساه اختلو ستونزه
  • د زړه د حرکاتو ډېرېدل(increased heart rate)
  • د پوستکي رنګ الوتل
  • د رنګ الوتل
  • د تشو بولو نشتون یا کمېدنه
  • سخت او ژر ژر تنفس
  • د وینې بهېدل
  • خولې کېدل

مه هېروئ!
شاک یو خطرناک حالت دی. ددې ستونزې کابو کول لویه حوصله او ذهني چالاکي غواړي. که پوهېږئ، چې په اړه یې دقیق معلومات نه لرئ، نو ژر تر ژره له مشر ډاکټر څخه مشوره واخلئ، تر څو د ناروغ ژوند مو ژوغورل شي او له مسولیت خلاص شئ.

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *