حافظه مو داسې پیاوړې کړئ!

په اوسني وخت کې اکثره خلک د حافظې له کمزورتیا سر ټکوي. له همدې امله “روغتيا” ويبپاڼې وپتېیله، چې په دې برخه کې خپلو لوستونکو ته مهمې لارښوونې چمتو کړي. د لیکنې تر پایه به پوه شئ، چې حافظه مو څنګه پیاوړی کړئ.

د حافظې پیاوړتيا
اعصاب د انساني بدن تر ټولو مهمه تنظیمونکې عضوه ده، چې د بدن د کنټرول دنده پر غاړه لري. حافظه (Memory) هم په اعصابو کې موجوده ده. انسانان دوه ډوله حافظې لرو. چې لنډ مهاله او اوږد مهاله حافظه يې بولي. د پیاوړتيا لپاره یې لاندې لارښوونې مه هېروئ.

مهمې تګلارې

  • سيګرټ او نور نشه یي توکي مه کاروئ!
  • د سهار چای مو باید مکمل مغذي وی. په دې معنا چې په سهار کې ښه خواړه وخورئ او هڅه وکړئ، چې قضا یې نه کړئ
  • له ډېر خوراک نه باید ځان وساتئ
  • همېشنی بې خوبي مو دماغي حجرې زیانمنوي او حافظه مو کمزورې کېږي
  • ډېر خواږه مو هم حافظه کمزورې کولای شي
  • هر اړخیزه مطالعه کول مو حافظه لا پیاوړې کوي
  • د خوب پر مهال سر پټول، دماغو ته د ورتلونکو اکسيجنو اندازه کموي او د کاربن ډای اکساید کچه زیاتوي، په دې توګه مو حافظه کمزورې کېږي
  • پخپل غذایي رژيم کې خُرما، انځر، شیدې او بادام حتما ځای کړئ!
  • د ناروغۍ پر مهال باید پر دماغو فشار رانه وړل شي. مقصد خپلې ناروغۍ ته ډېر تشویش مه کوئ!
  • د موبایل، کمپيوټر او ورته نورو الکترونیکو وسایلو استعمال کم کړئ
  • هڅوونکی فکرونه باید ولرئ
  • په غږېدا کې اعتدال مه هېروئ (مه کم غږېږئ! مه ډېر.)
  • خوب مو پوره کړئ
  • په تېزه رڼا کې مطالعه مه کوئ!
  • د ویده کېدو پر مهال ګروپ (رڼا) بند ساتئ
  • څېړنو ښودلې چې روژه نيول هم د حافظې د پیاوړتیا سبب کېږي.

څه وکړو؟
که حافظه مو کمزورې وي؛ نو پورتنۍ سپارښتنې مه هېروئ. همدارنګه کولای شئ له روغنياپالانو سره هم مشوره وکړئ، ترڅو د ستونزې اصلي لامل پیداکولو ترڅنګ مو منظمه درملنه هم وکړي.
همدارنګه د چارو د ترسره کولو پر وخت ذهني تمرکز هېڅکله مه هېروئ. اکثرا زموږ او ستاسو حافظه کمزورې نه وي. بلکې په کارونو کې فکري تمرکز ته پام نه کوو.

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *