د شکر د کنټرول تګلاره

په نړۍ کې شته تولې ناروغۍ ځانګړي خصوصیات لري. ځينې یې په بشپړ ډول کنټرولېږي، ځينې نور هېڅ درملنه نه لري او ځينې باید یوازې په کنټرول کې وساتل شي. شکر د همدې ډول ناروغيو له جملې ده، چې باید کنټرول کړای شي. دلته یې په اړه مهمې لارښوونې لوستلای شئ.

شکر څنګه کنټرول کړو؟
د روغتیايي کارپوهانو په وینا د شکر د کنټرولولو لپاره تر ټولو غوره طریقه د ګټورو غذايي موادو استعمال دی. که غواړئ خپل شکر کنټرول کړئ؛ نو لاندې خواړه د خپل ژوند اړینه برخه وګرځوئ او پخپل غذايي رژيم کې ځانګړی ځای ورکړئ.

لومړی ـ خُرما وخورئ!
ډېرو خلکو لپاره دا به د حیرانۍ وړ خبره وي، چې خواږه شیان دې هم د شکر لپاره ګټور وي. خو دا یو حقیقت دی. خُرما د شکر ناروغۍ لپاره ډیر زیات ګټور دي. عام خلک پر دې باور دي، چې په خرماوو کې شته خواږه مواد به د شکر لپاره ضرر رسوونکې وي او ددې ناروغۍ لرونکي وګړي یې باید استعمال نه کړي. خو اصلي موضوع دا ده، چې خُرما په زیاته اندازه فایبر (Fiber) او اکسیډنټ ضد (Antioxidant) خاصیت لري. دغه مواد په انګورو، باراکولي او شمله مرچو کې هم پیدا کیږي، چې د شکر په کنټرولولو کې د ځانګړي اهمیت درلودونکي دي. د لا ښې پایلې ترلاسه کولو لپاره وړانديز کېږي، چې خُرما دې له چارمغزو (غوزانو) سره یو ځای استعمال کړای شي.

دویم ـ شیدې وڅښئ!
شیدې په زیاته اندازه کلسیم او ویټامین ډي لري او په ډېره لږه موده کې هضمېږي، چې د شکر ناروغۍ لپاره ډېر ګټور دی. د شیدو زیات استعمال د وینې ګلوکوز کنټرولوي. د وینې ګلوکوز کنټرولولو لپاره لږ غوړ لرونکي ماسته هم ډېره زیاته ګټوره تمامېدای شي. سهار له شیدو څخه جوړه شوې فرني د شکر ناروغانو لپاره تر ټولو ښه خواړه دي، خو په دې شرط چې بوره پکې نه وي استعمال شوي.

درېيم ـ د کتان زړي
په دغو خوړو کې زیاته اندازه فایبر او الفا لاینولینک اسید (alpha-Linolenic acid) شتون لري، چې کولای شي په بدن کې بیا په اومیګا تري (Omega-3) بدل شي. دغه خواړه په وینه کې د کلسټرول او شکر اندازه کموي او پر دې سربېره د زړه او یو شمېر نورو ناروغیو مخه هم نیسی. د روغتیاپالونو په وینا د سهار لخوا ددې خوړو کارول د انسان پر روغتیا ډېر مثبت اغېز کوي.

څلورم ـ سیج (Sage):
دا یو ځانګړی طبیعي بوټی دی، چې په بدن کې انسولین جذبوي او په بدن کې د شته انسولینو فعالیت زیاتوي. دغه خواړه د شکر ناروغۍ خطر له منځه وړي او دوهم ډول شکر هم کنټرولوي. پر دې سربېره د ځیګر فعالیت هم زیاتوي او د بدن دفاعي سیسټم ته پیاوړتيا وربخښي. جرمني کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې په خالي ګېډه ددې خوړو استعمال په وینه کې د ګلوکوز اندازه کمولای شي.

پنځم ـ لوبیا هم مه هېروئ!
لوبیا د فایبر نومې موادو تر ټولو غوره منبع ده. د لوبیا استعمال په وینه کې د قندي موادو اندازه کموي چې له دې سره د کلسټرول د زیاتېدو مخه هم نیسي.

مه هېروئ!
شکر کومه عادي ناروغي نه ده. هڅه وکړئ د خپل ډاکټر لارښوونې ټول مراعت کړئ او د هر ډول خوړو د استعمال په اړه ورسره مشوره کوئ. ترڅو له خطرناکو عواقبو څخه وژغورل شئ.

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *