د کرونا ناروغۍ اوږدمهاله زیانونه

کرونا هغه ویروسي ناروغي ده، چې د یوې مودې لپاره یې نږدې ټوله نړۍ ودروله. ګڼ شمېر انسانان یې ووژل او د ځينې نورو روغتيا یې په ډېر شدت سره وځپله. اوس پوښتنه دا ده، چې له دې ناروغۍ روغ شوي وګړو ته به کوم زیانونه اوښتي وي؟ په دې لیکنه کې یې ځواب موندلای شئ.

کرونا
دا یوه ویروسي ناروغي ده، چې د “۲۰۱۹م” کال په وروستيو کې له چین څخه خپره شوه. رسمي نوم یې “Covid-19” دی. ددې ناروغۍ په اړه لا هم څېړنې روانې دي او د وخت په تېرېدو به یې په اړه نوي مسایل څرګند شي. په لوړ شمېر کې د مرګ ترڅنګ بیا هم ځینې وګړي دې ناروغۍ ته ماتې ورکولای شي. مګر له روغتيا وروسته بیا هم ځينې زیانونه پرېږدي. عمده یې په دې ډول دي.

  • ستړيا
  • ساه بندېدنه
  • ټوخی
  • د هډوکو او بندونو درد
  • د سینې د قفس درد
  • سر درد
  • د زړه د ضربان چټکتيا
  • د حافظې کمزوري
  • د ويښتانو وتل

د بدن نورو غړو ته زیان
که څه هم کرونا په لومړي سره کې ځيګر په نښه کوي، مګر بیا هم د بدن نورو ډېرو غړو ته زیان رسوي. دا زیانونه کېدای شي په اوږدمهال کې د انسان جسمي او رواني روغتيا وننګوي. د بدن نور هغه غړي چې کرونا یې ځپي عبارت دي له:

زړه
ترسره شوو څېړنو ښودلې ده، چې د کرونا ناروغان له رغېدو څو میاشتې وروسته هم له زړه شکایت لري. آن په هغو کسانو کې هم دا ستونزه لیدل شوې، چې د کرونا خفیف علایم یې لرل او یا یې په ډېرې اسانۍ سره یاده ناروغي تېره کړې وه. په دې برخه کې لا هم څېړنې روانې دي، ترڅو معلومه کړي دا شکایتونه او ستونزې څومره ننګونکي دي.

ځیګر
له کوويډ نولس (Covid-19) سره د ځیګر التهاب مل وي. دا چاره کېدای شي په اوږدمهال کې د هوا کڅوړو ته سخت زیان ورسوي. څېړونکي وايي د کرونا ناروغان به له رغېدو وروسته هم تر ډېره تنفسي ستونزې تجربه کړي.

ماغزه
که څه هم کرونا تر ډېره عمر خوړلي کسان ځپي، مګر کولای شي ځوانان هم د مغزي سکتې او له نورو جدي عصبي ستونزو سره مخ کړي. همدارنګه د آلزایمر او پارکینسون ناروغيو سبب هم کېږي.

وینه
دا وژونکې ناروغي کولای شي د انسان د وینې غوټه کېدو (ټولېدو) سبب شي. د وینې په جریان کې دا ستونزه کولای شي د زړه د درېدو او مغزي سکتې سبب شي.

اخلاق
څېړنو دا هم په ډاګه کړې، چې د کرونا ناروغان د ګڼو جسمي ناروغيو ترڅنګ رواني ستونزې هم تجربه کوي. د هغوی په کړنو، اخلاقو، خبرو او ورته نورو مسایلو کې فوق العاده بدلون تر سترګو کېږي.

پایله
له دې وژونکې ناروغۍ تر رغېدو وروسته ممکن د ستړیا، زړه تنګون، ساه بندېدنه، ټوخی، د عضلو درد او نورې ستونزې تجربه کړو. مګر دا چاره باید هېڅکله زموږ او ستاسو د ژوند چارې اغېزمن کړي.
باید پوره هڅه وشي له دې سختو شرایطو سره خپل ژوند او چارو ته دوام ورکړو. نو که تاسو څوک پېژنئ چې یادې ستونزې لري، پوره ـ پوره همکاري ورسره وکړئ ترڅو ژوند یې بېرته عادي حالت ته وګرځي.

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *