د ژر انزال ستونزه څنګه حل کړو؟

د جنسي ناروغيو په ډله کې ګڼ شمېر ناروغۍ مطالعه کېږي، چې یو یې هم د انزال سرعت (د ژر انزال) ستونزه ده. دا ناروغتیا انسان ډېر ځوروي، چې له امله یې د ډيپرېشن په څېر د نورو خطرناکو ناروغيو د رامنځته کېدو سبب هم کېدای شي. نو ښه ده، چې دا ناروغي په سمه توګه وپېژنو او پر حللارو یې هم پوه شو.

ژر انزال څه ته وايي؟
د کوروالي پر مهال د انزال (خلاصېدو) مناسبه موده معلومه ده. که له دې مودې په کم وخت کې انزالېږئ، په دې معنا ده، چې د “ژر انزال” له ستونزې سره مخ یئ. ځينې خو آن له دخول وړاندې انزالېږي، چې په دې حالت کې ستونزه جدي ده. تاسو ته به حتما پوښتنه پیدا شوې وي، چې د یوې سالمې جنسي اړیکې د انزال موده څومره ده. اندېښنه مه کوئ. موږ یې درته وایو.
روغتياپالانو له ګڼو څېړنو وروسته د جنسي اړیکو پر مهال د انزال موده پر څلورو ډلګيو وېشلې ده.

  • له ۳ تر ۷ دقیقو انزال سالمه جنسي اړیکه بلل کېږي
  • له ۷ تر ۱۳ دقیقو انزال بیا هم بده نه بلل کېږي
  • له ۱۳ تر ۳۰ دقیقو انزال د ورو انزال ستونزه ده
  • له ۳ دقیقو څخه په لږه موده کې انزال د ژر انزال ستونزه بلل کېږي. البته په دې برخه کې له دخول وړاندې انزال هم شاملېدای شي

علتونه
د هرې ناروغۍ بېلابېل لاملونه وي. پر دې لاملونو پوهېدل له موږ سره مرسته کوي، ترڅو ژر تر ژره مو ناروغي تشخیص او حل کړو. د ژر انزال ګڼ لاملونه ښودل شوي دي، چې عمده یې په دې ډول دي.

  • کمزوري
  • د ځينو درملو کارول
  • د مرچ او مصالو زیات استعمال
  • په زوره ځان انزالول
  • عصبي کمزوري
  • زنا
  • د کوروالي پر مهال د وېرې احساس

څه وکړو؟
ددې ناروغۍ لرونکي اشخاص باید د جنسي ناروغيو له متخصص سره مشوره وکړي. تر څو ډاکټر یې د ستونزې اصلي ريښه معلومه او لازمې لارښوونې ورته وکړي. مګر ځينې نورې تګلارې موږ هم تاسو ته وایو. ممکن ستونزه مو حل شي.

  • حد اقل په اونۍ کې درې ځلې دې د ګټورو موادو یوه محلول جوړ کړي. په دې کې جوس کې دې له “کېلې، خرما، شیدو، بادام او نور مغزي مواد” وکاروي او ودې څښي.
  • ناروغ باید له تروشو او مرچ لرونکو خوړو ځان وساتي
  • د کوروالي د طریقې بدلون هم په ځينو مواردو کې خورا ګټور ثابتېږي
  • هره ورځ باید لږ تر لږه یو ساعت سپک ورزش وکړي

مه هېروئ!
دا لارښوونې اکثره دودیزې تګلارې دي. نو تر ټولو غوره لاره یې همدا ده، چې له روغتياپال سره په مشورې خواړه وخورئ او همدارنګه ټول هغه درمل چې د ډاکټر لخوا درکول کېږي پر وخت وخورئ. دا هم جوته ده، چې روغتياپالان له درملو ورهاخوا ځينې نورې سپارښتنې هم کوي، چې باید له پامه یې و نه غورځوئ.

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *