قارچ سیاه څه ډول ناروغي ده؟

څه موده وړاندې په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ د شمېر له ډېرېدو سره سم روغتيا وزارت د یوې بلې وژونکې ناروغۍ د خپرېدو خبر ورکړ و. ددې ناروغۍ نوم اکثرو هېوادوالو ته نوی و.  په همدې موخه، موږ په دې لیکنه کې ددې ناروغۍ پر پېژندنې او علایمو خبرې شوي دي.

تورقارچ څه ډول ناروغي ده؟
ددې ناروغۍ علمي نوم “میوکورمایکوزیس” دی. دا د فنګسي (قارچې) ناروغيو یو نادر او وژونکی ډول دی. اصلي لامل یې د “میوکورماسیتیس” په نوم یوه ډله فنګس دي، چې د پوپنکو کورنۍ پورې اړوندېږي.
دا ناروغي د تنفس، له ککړې خاورې سره د تماس، پوپنک وهلو ډوډۍ، پر دې پوپنک ککړو توکو له لارې د انسان بدن ته داخلېږي او د انسان جوفونه، ځيګر، پوستکی او دماغ اغېزمنوي.
له بده مرغه باید ووایو، چې دا آفت پر انسان د عمر په هره مرحله کې راتللای شي؛ ډېری هغه کسان پرې اخته کېږي، چې د بدن کمزوری دفاعي سیستم ولري.
د یادونې وړ ده، چې د شکر، ايډز، سرطان، په وینه کې د سپينو کروياتو کمښت، د اعصابو درمل خوړلو، د نشه یې توکو استعمال او ضعیف غذايي رژپم له کبله د انسان دفاعي سیستم کمزوری کېږي.
له دې ټولو سره د خوښۍ خبر دا دی، چې تور قارچ کومه ساري ناروغي نه ده، له ناروغ کس څخه روغ ته نه انتقالېږي.

د ناروغۍ نښې نښانې
ددې ناروغۍ نښې په دې پورې اړه لري، چې ناروغۍ د بدن کومه برخه ډېره اغېزمنه کړې ده او د بدن په کومه برخه کې وده کوي. مګر په ټوله کې له ځينو علایمو یادونه کوو.

  • تبه
  • ټوخی
  • د سینې درد
  • د ساه لنډېدل
  • د بدن د ځينو برخو پړسوب
  • سردرد
  • التهاب
  • د پوزې ترڅنګ او د ژبې پر سر تور رنګه داغونه او زخمونه
  • د خېټې درد
  • زړه بدوالی
  • وینه بهېدنه
  • نس ناستی

که چېرې د بدن جلد (پوستکی) په تور قارچ ککړ وي، سور رنګه داغونه پيدا کوي او ورو ـ ورو دا داغونه تورېږي او ګرم والی پېدا کوي. دا ناروغي د وینې د جریان له لارې د بدن نورو برخو ته هم خپرېږي. په سختو ډولونو کې د رواني ګډوډۍ، کوما او آن د مرګ سبب کېدای شي.
همدارنګه په جدي ډولونو کې وینه، پنډ کېږي او د عصبي رګونو د ويجاړۍ سبب کېداي شي. که ددې ناروغۍ درملنه پر خپل وخت و نه شي، نو کېدای شي انسان ووژني. که څه هم ددې ناروغۍ په اړه دقیقا څه نه دي ویل شوي، خو روغتياپالان پر دې باور دي، چې که درملنه یې و نه شي، نو د پنځوس سلنه ناروغانو احتمال شته. له همدې کبله ددې ناروغۍ د نښو د لیدلو پر مهال باید ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وشي، ترڅو ستونزه تشخیص او مناسبه درملنه یې ترسره شي.

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *