د پستې روغتيايي ګټې او زیانونه

د وچو مېوو په ډله کې پسته د ځانګړي نوم درلودونکې مېوه ده. د ښه خوند او روغتيايي ګټو له کبله یې اکثره خلک په ډېره مينه خوري. له ښه مرغه دا مېوه د افغانستان په ځینو سيمو کې هم ښه حاصلات ورکوي. په دې لیکنه کې به د همدې مېوې پر روغتيايي ګټو پوه شئ.

د پستې غذايي ارزښت

په دې برخه کې به د هغو موادو په اړه پوه شئ، چې په پسته کې موجود دي.

  • کاربوهايدراتونه
  • پروټين
  • امينو اسيدونه
  • فایبر
  • پوتاشیم
  • اوسپنه
  • کلسیم
  • مس
  • روی
  • سودیم

ويټامين سي، ب ۶، ای، کا، فولاد، کولین او بتایین هم لري

په سل ګرامه پسته کې شته مواد:

  • ۵۴ ګرامه غوړ
  • ۱۳۰ میلي ګرام کلسیم
  • ۵۰۰ میلي ګرام فسفر
  • اوسپنه ۵/۷ میلي ګرام
  • نشايسته یي مواد ۱۵ ګرامه
  • اوبه ۵/۲ ګرامه
  • ۲۰ ګرامه پروتين
  • ۹۵۰ میلي ګرامه پوتاشیم
  • ويټامین ای ۲۳۰

د پستې روغتیایي ګټې

  1. پستې د ونې د پوټکي جوشانده د مېرمنو د تناسلی الې د خارښت په لرې کولو کې مرسته کوي.
  2. همدارنګه د مقعد د درد او خارښت په ښه والي کې هم ګټور ثابتېږي.
  3. هغوی چې د وينې د کمښت ستونزه لري، حتما باید پستې ته په غذايي رژيم کې ځای ورکړي.
  4. پسته د جنسي قوت په پياوړتيا کې هم مرسته کوي.
  5. د حافظې په پياوړتيا کې هم رغنده رول لوبوي.
  6. د معدې په پياوړي کولو کې هم اغېزمن دي.
  7. د ټوخي په آرامولو کې ګټور ثابتېږي.
  8. د اعصابو او زړه په ارامولو کې ګټور ثابتېږي.

د پستې زیانونه

په دې برخه کې باید یادونه وکړو، چې هر څه له اندازې ډېر شي حتما زیان رامنځته کوي. پسته هم همداسې خاصیت لري. که له اندازې ډېره وخوړل شي، ځينې ستونزې پېښولی شي. چې تر ټولو مهم يې په لاندې ډول دي.

  • د وزن ډېرښت
  • د هاضمي سیستم ستونزې

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *