د کوروالي له دې ګټو خبر یئ؟

روا جنسي اړیکه (له خپلې مېرمنې سره کوروالی) د لذت ترڅنګ ګڼې روغتيايي ګټې هم لري. همدارنګه له مېرمنې سره سالمې جنسي اړیکې کولای شي، د زوجینو ترمنځ قوي عاطفي اړیکې رامنځته کړي. په دې توګه د زوجینو او د اولادونو رواني روغتیا هم تضمینېږي. تاسو به ددې لیکنې ترپایه د جنسي اړيکو پر روغتيایي ګټو لا ډېر پوه شئ. هم به وپوهېږئ، چې خپل عمر ته په کتو په میاشت او اونۍ کې څو ځلې جنسي اړیکې ولرئ.

د جنسي اړیکو روغتيايي ګټې
که څه هم کوروالی ډېرې روغتيايي ګټې لري، موږ هڅه کړې، چې تر ټولو مهم یې تاسو ته چمتو کړو.

لومړی ـ د بدن دفاعي ځواک پیاوړی کوي
جسمي روغتيا او د ایمني سیسټم پياوړتيا د جنسي اړیکې له مهمو روغتيايي ګټو څخه ګڼل کېږي. عام تصور دا دی، چې په جنسي اړیکې سره د انسان انرژي مصرفېږي او کمزوری کېږي؛ خو څېړنو ښودلې ده، چې د کمو جنسي اړیکو لرونکي نسبت هغوی چې په مناسبه اندازه جنسي اړیکې لري، ډېر ناروغېږي. څېړنو ثابته کړې ده، چې جنسي اړیکې د زوجینو د ایمني سیسټم پیاوړی کوي.
جنسي اړیکه ددې سبب کېږي، چې د انتي باډۍ تولید ډېر کړي او په دې توګه د باکتریايي او ویروسي ناروغيو پر وړاندې د بدن مقاومت څو چنده کړي. باید یادونه وکړم، چې ددې ترڅنګ منظم خوب، ښه غذايي رژيم او ورزش هم کولای شي د بدن دفاعي ځواک غښتلی کړي.

دویم ـ د جنسي میل زیاتوالی
تاسو ته به حيرانوونکې وي، مګر دا یو حقیقت دی، چې له جنسي اړیکو سره د لېوالتیا زیاتولو لپاره ترټولو ښه تګلاره د جنسي اړیکو درلودل دي. روغتيا پالان هغوی ناروغانو ته چې له کم جنسي میل څخه شکایت لري د کوروالي کولو سپارښتنه کوي.
همدارنګه په مېرمنو کې تناسلي الې د وچوالي او درد ستونزه هم د کوروالي له لارې حل کېدای شي. ددې ترڅنګ د تناسلې الې “الاستیسیته” خاصیت ډېروي او په دې توګه د جنسي اړیکې لېوالتیا لوړېږي.

درېيم ـ د لګن د عضلاتو پیاوړتيا
شاوخوا دېرش سلنه مېرمنې د خپل عمر په بېلابېلو پړاونو کې د ادارو بې اختياري ويني. په مېرمنو کې متظم ارګاسم* (* د شهوت اوج) د لګن د پياوړتیا سبب کېږي. همدارنګه د لګن** (**د تشو بولو د ذخیره کېدو ځای) د عضلاتو پیاوړتیا د ادرارو د بې اختیارۍ او نورو اختلالاتو مخنیوی کوي.

څلورم ـ د وینې فشار کموي
په نړۍ کې میلیونونه کسان د وینې له لوړ فشار څخه شکایت لري. په ورته وخت کې څېړنو ښودلې ده، چې جنسي اړیکه کولای شي د وینې لوړ فشار راکم کړي. په دې برخه کې د یادونې وړ ده، چې خود ارضايي (ځان پخپله خلاصول) په دې برخه کې هېڅ ګټور نه دی.
هغه وګړي چې د ژوند طرز په بدلون سره د وینې د لوړ فشار مخنيوي هڅه کوي، باید د (مناسب غذايي رژيم او ورزش) ترڅنګ روا جنسي اړیکې هم په پام کې ونیسي.

پنځم ـ د خوب ښه والی
د جنسي اړیکو روغتيايي ګټو څخه یو هم د خوب منظموالی او ښه کېدل ګڼل کېږي. جنسي اړیکه د پرولاکتین هورمون د آزادېدو سبب کېږي، چې دا ماده انسان ته د آرامۍ احساس ورکوي او انسان خوب ته هڅوي. په دې توګه د انسان د خوب کیفیت ښه کېږي.

شپږم ـ فشار (بوج) ختمېږي
یوه سالمه جنسي اړیکه کولای شي، چې ستاسو فشار په کافي اندازه کم کړي. جنسي اړیکه او یا هم (ښکولو، غاړه اخیستل، لمسول) د اکسي توسین هورمون د ترشح سبب کېږي چې په پایله کې انسان د ګرانښت، آرامۍ او ډاډ احساس کوي. په دې توګه د زوجينو سټریس کمېږي او د خوښۍ احساس پیدا کوي.

له دې ټولو ګټو سره ـ سره له ځينو نورو ګټو په اختصاري ډول یادونه کوو:

  • د انرژۍ مصرف او د چاغوالي مخنیوی
  • د ماغزو ښه او فعال کار
  • د زړه د حملې خطر کمولی او د زړه د روغتيا تضمين
  • د درد کموالی
  • د پروستات پر سرطان د اخته کېدو ګواښ کموي
  • د جوړو (زوجینو) ترمنځ د اړیکو ښه والی او درواني روغتیا تضمين
  • ځوان پاتې کېدل او د پوستکي تازه والی
  • د عمر ډېروالی
  • د امیندوارۍ اسانتیا
  • د میاشتنۍ ناروغۍ سالم دوران

د عمر په لحاظ د جنسي اړیکو شمېر
په متوسطه توګه د سالمې جنسي اړیکې (کوروالي) شمېر په کال کې “۵۴” ځلې ښودل شوی دی، چې تقریبا په اونۍ کې له یو ځل سره برابرېږي.
دا شمېر د هغو کسانو لپاره چې عمرونه یې د شلو او دېرشو کلونو ترمنځ دي په کال کې “۸۰” ځلې ښودل شوی دی. همدارنکه هغه وګړي، چې د خپل عمر په شپږمه لسیزه کې قرار لري دا شمېر په “۲۰” ځلې ښودل شوی دی. البته باید یادونه وکړم، چې د انسان ځواک او د ژوند شرایطو ته په کتو دا شمېر کم او یا ډېرېدای هم شي.

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *