د وېلني شپږ روغتيايي ګټې

وېلنی چې په ځينو سیمو کې يې “نعناع” هم بولي له هغو نباتاتو څخه دی، چې ګڼې روغتيايي ګټې لري. ددې بوټي پاڼې شنې وي. ښه خوند او بوی لري. خلک یې یا د سلاد په توګه او یا هم د خوړو د خوند زیاتولو لپاره کاروي. تاسو به په دې لیکنه کې یې په اړ لا ډېر پوهېدلای شئ.

وېلنی
شنه بوټي دي، چې په طبیعي توګه په ځينو سیمو کې شنه کېږي. همدارنګه ځينې خلک یې پخپله خوښه هم په پټو او باغچو کې کري. خلک یې د ښه خوند، بوی او لوړ غذايي ارزښت له کبله په ډېرو خوړو کې اچوي، تر څو خواړه یې ښه خوند او بوی پیدا کړي. ځينې خلک یې وچوي؛ ځينې نور یې بیا تازه په تازه خوري او استعمالوي.
په یوناني اساطیرو کې یې هم ډېر ذکر شوی دی؛ په یادو اساطیرو کې ورته د مېلمه پالنې د بوټی په سترګه کتل کېږي.

غذايي ارزښت
وېلنی په کافي اندازه د انتي اکسیدان درلودونکی دی. د نعناع (وېلني) غوړ د فنولیک اسیدونو، فیتوسترون، ساپونینونو، تريپترینونو، فلانوئيدونو، کارتنوئيد او انتوسيانین ښه منبع بلل کېږي. له دې غوړو څخه د لوړ غذايي اززښت له کبله په بېلابېلو برخو کې ګټه اخیستل کېږي. باید ووایو چې د خوړو په خوند، عطرونو او د ناروغيو په درملنه کې د پام وړ رول لوبوي.

د وېلني روغتيايي ګټې
د دې بوټي د روغتيایي ګټو په اړه بېلابېلې څېړنې شوي دي، چې په لړ کې ګڼ شمېر صحي ګټې په ګوته شوي دي. ځينې مهم یې عبارت دي له:

لومړی ـ د تنفسي اختلالاتو درملنه
که وېلنی په چايو کې واچوئ او یا هم همداسې وژوئ، کولای شي ستاسو د ستوني، پوزې، سینې او رګونو د بندښت مخه ونیسي. په دې توګه ستاسو تنقسي سيسټم ته روغتيا او پیاوړتیا ور په برخه کېږي. روغتياپالان د یادو ناروغيو درلودونکو ته د وېلني خوړلو توصيه کوي او دا یوه ښه طبیعي درملنه بولي.

دویم ـ د وزن په کمښت کې مرسته کوي
د نعناع خوړل ددې زمینه برابروي، چې انرژي مو په سمه توګه مصرف شي. وېلنی د هاضمۍ سیسټم انزایمونو ته دا وړتيا ورکوي، چې غوړ په سمه توګه پر انرژۍ بدل کړي.
په دې برخه روغتیاپالان وړاندیز کوي، چې نعناع له لېمو سره په ګډه وخورئ او ډېر ژر به د وزن د کمښت شاهدان اوسئ. دا د وزن کمولو یو له پخوانیو طریقو څخه هم ده.

درېيم ـ د خفګان مخنیوی کوي
د نعناع خوړل مو په بدن کې د خوښۍ رامنځته کولو سبب کېږي. د خفګان په وخت کې د وېلني خوړل او یا هم بوی کول د انسان د خفګان په کموالي کې ګټور ثابتېږي. نو که تاسو او یا ملګري مو خفه وئ، کولای شئ دا نسخه هم تجربه کړئ.

څلورم ـ د غاښونو روغتیا تضمينوي
لکه څنګه چې نعناع د تنفسي سیستم د ښه والي په برخه کې ګټور ثابتېږي همداسې د غاښونو د روغتيا په برخه کې هم خورا اغېزناک رول لوبوي. وېلنی کولای شي چې په خوله او غاښونو کې د شته باکتریاوو د ودې مخه ونیسي. نو هڅه وکړئ، هره ورځ څو پاڼې وېلنی پخپله خوله کې وژوئ.

پنځم ـ د حافظې د کمزورۍ مخه نیسي
څېړنو موندلې ده، هغه اشخاص چې پخپل غذایي رژيم کې وېلنی لري، نسبت هغوی ته چې نه یې لري تر ډېره پیاوړې حافظه لري. وېلنی د ذکاوت د پياوړتيا د یو قوي او اغېزناک محرک په توګه هم پېژندل کېږي.

شپږم ـ د پوستکي سلامتیا
وېلني د خارښت او عفونيت ضد خاصیت لري. چې کولای شي د پوستکي سلامتيا او روغتيا تضمينوي. د پوستکي چیچل شوې برخې په ښه والي کې هم ګټور ثابتېږي. که زنبور او یا ماشي وچيچلئ نو هڅه وکړئ، چې وېلنی وخورئ. په دې توګه به د چیچل شوي برخې د التهاب مخه ونیول شي.

وروستۍ خبرې
د وېلني خوړل کولای شي، د سردرد او زړه بدوالي مخنيوی وکړي، د خفګان په کمښت کې مرسته کوي، د هاضمۍ او تنفسي سیسټم په روغتيا کې ګټور ثابتېږي. د غاښونو او پوستکي د روغتيا او پیاوړتيا ډاډ ورکوي. نو هڅه وکړئ، وېلني ته پخپل غذايي رژيم کې ځانګړی ځای ورکړی. خو دا مه هېروئ، چې له اندازې ډېره د وېلني خوړل کولای شي جانبي عوارض هم ولرئ.

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *