د ويټامین بي۲ روغتيايي ګټې او زیانونه

عام خلک ويټامينونه په ټوله معنا د انسان په ګټه بولي؛ خو په طبي لحاظ دا خبره سمه نه ده. که ويټامينونه پر بدن ډېر شي نو لرې نه ده، چې له روغتيايي ننګونو سره هم مخ شو. د لا ډېرو معلوماتو لپاره لیکنه تر پایه ولولئ.

ويټامين بي دوه څه ډول ويټامين دی؟

ويټامين B2 د ايزو الواکسازين (Iso Alloxazine) يومشتق دى، چې د “Dimethyl Iso Alloxazine”
حلقې او “Dimethyl Ribital” څخه تشکېل شوى دى. علمي فورمول یې “C12 H20 O6 N4” دی.
دا ويټامين له ويټامينB1سره نږدې شباهت او ورته والی لري. په اوبو او الکولو کې د حل کېدو وړ دی. په وچ حرارت کې د اکسیجن او اسيدو په مقابل کې پوره مقاومت لري؛ خو برعکس د نور (رڼا) په مقابل کې حساس دی. هېره دې نه وي، چې کله ـ کله د ويټامين G په نوم سره هم ياديږى. د لومړي ځل لپاره په “١٩٣٥م” کال کې د پنيرو د اوبو څخه ترلاسه شو.

روغتيايي ګټې
دا ويټامين د ماشومانو د ودې په برخه کې ډېر ضروري ګڼل کېږي. همدارنګه د بدن وينې ته اکسيجن هم رسوي. “ويټامين بي دوه” د بدن د اعضاوو سلامتيا ساتي او انسان ځوان معلومېږي. ددې ترڅنګ عصبي سيسټم تقويه کوي. ځيگر او پښتورگو کې ذخيره کېږي. کله چې بدن ته ويټامين B2 ونه رسېږى بيا له همدې ذخيرې څخه مصرفېږي او ذخيره کمېږى که چېرې شيدى دوه ساعته په لمرکې وساتل شي نو په دې حالت کې تقريبآ پنځوس (٥٠)فيصده ويټامين B2 خرابېږي او له منځه ځي. په وړو کولمو کې هم ويټامين B2 جوړېږي او لږ څه ضرورت پرې رفع کېږي.

زیانونه
لکه څنګه چې مو په لومړيو کې یادونه وکړه، ددې ويټامين کمښت او ډېرښت دواړه ستونزې زېږوي. نو ځکه یې زیانونه هم په دواړو وختونو کې مطالعه کوو.

د ويټامین بي دوه د کمښت ستونزې

  • د شونډو پړسوب (Cheilosis)
  • له سترګو اوښکې بهېدل
  • د شونډو چاودېدل
  • پر پوستکي د دانو ختل
  • خفګان او ګوښه ګيري
  • د ژبې سوروالی
  • د عصبي سیسټم کمزوري

د ډېرښت ستونزې

  • د غاښونو سستېدل
  • سر درد
  • ستړيا
  • د هډوکو د حجراتو جوړېدل

وروستۍ خبرې
شاید تاسو ته هم ددې ويټامین د ورځنۍ اړتیا د اندازې په اړه پوښتنې پیدا شوې وي. روغتیاپالان یې ورځنۍ اندازه “٢،٥تر ٣،٥” ملي گرامو ښيي. په حيواني حجرو، شیدو، هګيو، مستو، ماهيانو، وربشو، غوښو او حبوباتو کې په پراخه اندازه پیدا کېدای شي. پخپلو غذایي رژيمونو کې پورتنيو خوړو ته حتمي ځای ورکړئ، ترڅو د بدن د اړتیا وړ ويټامين بي.دوه ترلاسه کړئ.

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *