اګزیما (سپوڼی) څه ډول ناروغي ده؟

د جلدي ناروغیو په ډله کې “سپوڼی” هم د یادولو وړ ناروغي ده. دې ناروغۍ ته په ځینو سیمو کې “پمنېدل” هم وايي. په دې لیکنه کې به یې په اړه هر اړخیز معلومات ترلاسه کړئ.

سپوڼی څه ته وايي؟
دا د پوستکي یوه سخته او ستونزمنه ناروغي ده، چې پر چټلۍ سربېره له دوا او خوړو سره د حساسیت له امله هم پیدا کېږي. دا ناروغي د بدن په ډېرو برخو په ځانکړې توګه په لاس او پښو کې زیاته لیدل کېږي. همدارنګه له ناروغ څخه روغ وګړي ته د انتقال وړ ده.

علتونه
ددې ناروغۍ ګڼ لاملونه موجود دي. ممکن ځینې یې تاسو ته عجیب ښکاره شي. عمده لاملونه یې عبارت دي له:

  • د سپوڼي له ناروغ سره نږدې تماس
  • د خراب صابون، شامپو او نورو کیمیاوي توکو استعمال
  • جسمي کمزوري
  • د معدې خرابوالی
  • زیاتې خولې کول
  • د خېټې چینجی

احتیاطي تدابیر
ددې لپاره چې پر دې ناروغۍ اخته نه شو او که اخته یو مګر نور پرې اخته نه کړو. نو دا لارښوونې مه هېروئ.

  • هڅه وکړئ، له ناروغ څخه لرې اوسئ. که تاسو پخپله ناروغ یئ نو له روغو کسانو څخه فاصله اخلئ.
  • ناروغ باید ځان پاک وساتي کنه باندینی میکروب به هم حمله وکړي
  • تڼاکې او د هغو اوبه صابون د تودو اوبو په ذریعه ومینځئ
  • د دانو د پاکولو لپاره ډیټول یا الکول استعمال مه استعمالوئ!
  • د پوتاشیم پرمګنات محلول په ذریعه د دانو مینځل ډېره ګټه رسوي
  • وړینې او نیلوني جامې مه اغوندئ

څه وکړو؟
که پر دې ناروغۍ اخته شوئ، نو د پورتنیو سپارښښتنو له تطبیق سره ـ سره د جلدي ناروغيو متخصص ته هم مراجعه وکړئ. تر ډېره امکان لري، چې روغتيا پال به تاسو ته Betnovate-N، Pomad-Kinacort-N او یا هم Pomad-Dermoquoinol توصیه کړي. له دې ورهاخوا Oxytetracycllin 250mg کپسول هم درکول کېدای شي. خو مهمه خبره دا ده، چې ناروغي د درملنې وړ ده، تشویش ورته نه دی پکار.

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *