د هډوکو کمزوري ولې پیدا کېږي؟

د هډوکو کمزوري د هډوکو د درد او ژر ژوبلېدو سبب کېږي. باید ووایم دا خورا ځورونکي ناروغي ده. چې د انسان آرامي بېخي ختموي او همېشه به شکایت ولرئ. موږ هڅه کړې، چې په دې لیکنه کې تاسو ته ددې ناروغۍ پر نښو، لاملونو او درملنې بحث وکړو. د لیکنې تر پایه به په دې ددې ستونزې په اړه هر اړخيز معلومات پیدا کړئ.

د هډوکو کمزوري
دا د انسان د بدن او په ځانګړې توګه په هډوکو پورې اړونده ناروغي ده. په طبي اصطلاح یې “Osteoporosis” بولي. ددې ناروغۍ لرونکي کسان بېلابېل دردونه او کمزورۍ تجربه کوي. خو پوښتنه دا ده، چې د ناروغۍ لامل څه شی دی؟ موږ یې درته وایو.

د “Osteoporosis” لاملونه

اساسي علت یې په هډوکو کې د کلسیم د تراکم کمښت بلل کېږي. کله نا کله د هډوکو د طبیعي ځواک کمښت هم ددې ناروغۍ لامل بلل کېږي. ځينې نور عمده لاملونه یې عبارت دي له:

  • ورزش نه کول
  • په خوړو کې د کلسیم او پروټین کموالی
  • د تایروید غُدې (جاغور) زیات فعالیت
  • په ښځو کې د استروجن کموالی
  • په خوړو کې د وېټامین سي او ډي کموالی
  • د سګرټو او الکولو (شرابو) استعمال

څنګه پوه شو د هډوکو کمزوري لرو؟
د هرې ناروغۍ ځينې نښې نښانې وي، چې په مرسته یې ناروغان او روغنياپالان کولای شي د ناروغۍ اټکل وکړي او يا سل سلنه وپېژني. که تاسو هم لاندې علایم لرئ، نو تر ډېره امکان لري، چې د هډوکو کمزوري “Osteoporosis” ولرئ.

  • د ملا په تیر او نورو هډوکو کې د درد احساس
  • په پرمختللي حالاتو کې د ملا په تیر کې ناڅاپه درد
  • د هډوکو ځواک له لاسه ورکول
  • د ملا د تیر د بڼې بدلېدل
  • په عادي ګوزار (ضربې) سره د هډوکو ماتېدل یا برېښ

څه وکړو؟
تر هر د مخه باید ووایم، چې له نېکه مرغه دا ناروغي د معالجې وړ ده. که تاسو هم پورته علایم لرئ، نو ژر تر ژره نږدې روغتيايي کلینک او یا هم روغتياپال ته مراجعه وکړئ. که ناروغي مو تشخیص شوه. د درملو ترڅنګ ممکن لاندې سپارښتنې هم درته ولري.

  • ورزش کول او پلی تګ کول
  • د شيدو، مستو او پنېرو ډېر خوړل
  • د سیګرټو او الکولو پرېښودل
  • که وزن مو زیات وي، ممکن د کمښت وړانديز هم ولري
  • د کلسیم لرونکو خوړو سپارښتنه

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *