هغه کړنې چې پښتورګي مو تباه کوي!

د انسان د بدن ټول غړي له ځانګړي اهمیت او ارزښت څخه برخمن دي. د بډوډو (پښتورګو یا ګوردو) له ارزښت څخه سترګې پټول هم نامناسب کار دی. مګر ولې پښتورګو ته زیان ورسي؟ ځينې کړنې چې کولای شي، پښتورګي مو له منځه یوسي په دې ډول دي.

هغه کړنې چې پښتورګي مو له منځه وړي
پښتورګي (ګوردې) په بدن کې مهمې دندې په غاړه لري. له بدن څخه زهري مواد خارجول، د وینې فلټر، د مفیدو منرالونه جذب او د اسیدونه خنثی کول یې تر ټولو مهمې دندې دي. فکر وکړئ! ګه پورتنۍ چارې له خنډ او ځنډ سره مخ شي ستاسو بدن به څورمره ضرر وویني؟ ددې لپاره چې خپلې پښتورګي سالمې وساتو باید له دې کړنو ځان وساتو:

لومړی ـ زیاته مالګه خوړل
د پښتورګو د ښې روغتیا لپاره باید زیاته مالګه ونه خوړل شي. د روغتیایي څېړنو له مخې په یوه ورځ کې له (۶) ګرامو څخه زیاته مالګه خوړل په پښتورګو د فشار لامل ګرځي، چې له امله یې پښتورګي له ستونزو سره مخ کېږي.

دویم ـ د تشو بولو ایسارول
د ډير وخت لپاره په مثانه کې د ادرارو (تشو بولو) ساتل د پښتورګو د ناروغيو عمده لامل ګڼل کیږي. نو هڅه وکړئ، چې تشناب ته په تللو کې ځنډ ونه کړئ تر څو د پښتورګو د میکروبي کېدو مخه ونیسئ. همدارنګه په مثانه کې د ادرارو ساتل د پښتورګو له میکروبي کیدو پرته، په مثانه او پښتورګو د زیات فشار لامل هم کیږي. په پایله کې یې یو شمیر ناروغۍ منځ ته راځي.

درېيم ـ ډېره ناسته
په یو ځای باندې د زیات وخت لپاره کیناستل نه یوازې د پښتورګو لپاره مضر دي، بلکې نورې روغتیايي ستونزې هم رامنځته کولی شي. هڅه وکړئ، متحرک او ګرځنده اوسئ. ترڅو له ناروغيو په امان کې شئ.

څلورم ـ د ګاز لرونکو څښاک څښل
پیپسي، فانټا، انرژي او نور ټول ګاز لرونکي څښاک په پښتورګو کې د تیږې د پیدا کېدو لامل ګرځي. که غواړئ د پښتورګو په تیږه او نورو ناروغیو باندې اخته نه شئ، نو له دې ډول څښاکو څخه لاس واخلئ او یا هم په کمه اندازه یې استعمال کړئ.

پنځم ـ د غوښو ډېر خوړل
د پښتورګو د روغ ساتلو لپاره باید له ډېرې غوښې څخه ډډه وشي. ځکه ډېره غوښه خوړل په پښتورګو کې تیږه رامنځ ته کوي. په غوښه کې د پروټینونو ډيره کچه په پښتورګو فشار راوړي او د پښتورګو جوړښت لومړی کمزوری کوي او وروسته یې له کاره غورځوي.

شپږم ـ کمې اوبه مه څښئ!
د پښتورګو د ناروغۍ یو بل مهم لامل کمې اوبه څښل دي. د پښتورګو د ښې روغتیا لپاره مهمه ده، چې هره ورځ په زیاته اندازه اوبه وڅښل شي، چې تر ټولو ښه اندازه یې په ورځ کې (۱۰) ګیلاسه اوبه څښل دي.

مه هېروئ!
هڅه وکړئ، هره ورځ قدم ووهئ او ځینې فزیکي تمرینات ترسره کړئ. کله چې ډېرې اوبه وڅښئ، نو د ادرارو (تشو متیازو) رنګ به مو روڼ او سپین وي، چې دا نښه د سالمو او روغو پښتورګو نښه ده.
خو دا هم مه هېروئ، که چیرې د پښتورګو له کومې جدې ستونزې ځوریږئ، نو غوره ده چې له اړونده ډاکټر سره وګورئ.

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *