په تشو بولو کې وينه په څه معنا ده؟

انسان د خپل ژوند په اوږدو کې مختلفې ناروغۍ تجربه کوي او يا یې هم ویني او په اړه یې پوهېږي. یو له دې ناروغيو څخه په تشو بولو (متیازو) کې د وینې راتلل دي. تاسو به ددې لیکنې تر پایه ددې ناروغۍ په اړه هر اړخیز معلومات ترلاسه کړئ.

په تشو بولو کې د وينې راتګ
کله ناکله ځينې ناروغۍ باید د کوچنيو علایمو په لیدلو سره معالجه شي. که داسې و نه شي، ممکن د ناروغ پر مرګ تمامه شي. یو له همدې ناروغيو څخه هيمچوریا “hematuria” ده. که د ناروغۍ علت سرطان او نورې خطرناکې مریضۍ وي، نو د مرګ ګواښ مو لوړ وي.
په تشو بولو کې د سرو کروياتو “Red blood cells” موجوديت ته هيماچوريا وايي. دا ناروغي دوه عمده ډولونه لري، چې يو يې د درک وړ ده. موږ کولاى شو په سترګو سره په تشو متيازو (urine) کې وينه وګورو دې ډول ته په طبابت کې ګراس هيماچوريا ویل کېږي. بل ډول يې داسې ده، چې موږ نه شو کولاى په سترګو سره په تشو متيازو کې وينه ووينو؛ بلکې د مايکرسکوپ په واسطه تشخيصېږي، چې دې ډول ته يې مايکروسکوپيک هيماچوريا وايي. ددې ناروغۍ د مخنيوي لپاره اړینه ده، چې ځينې لاملونه یې هم وپېژنو.

د هيماچوريا علتونه
هره ناروغي ځينې لاملونه لري، چې د پیدا کېدو سبب یې کېږي. د تشو بولو له لارې د وینې د راتګ خپل لاملون لري، چې عمده علتونه یې په دې ډول دي:

  • د پښتورګو او مثانې تيږې
  • د پروستات کينسر
  • دپښتورګو، مثانې او د تشو متيازو د پايپونو خيرى(UTI)
  • ټروما يا ضربه
  • د مثانې کينسر
  • پښتورګو د سيسټونو ناروغي (Polycystic kidney disease)
  • د پښتورګو کينسر
  • د پښتورګو دګلوميرولونو
  • د وينې د علقې يا پرنډ کيدو ناروغۍ(coagulopathy)
  • التهاب(Glomerulonephritis)
  • ـ Sickle cell anemia
  • ـ (benign prostatic hyperplasia) BPH
  • د پښتورګو د رګونو بنديدل(renal vein thrombosis)
  • ډير ورزش هم ځينې وخت هيماچوريا سبب ګرځي، په ځانګړې توګه منډه وهل (Run) چې څو ورځې ورسته په خپله له منځه ځي.
  • د پښتورګو ارثي التهاب (Alport’s disease)

درملنه
ددې ناروغۍ درملنه د ستونزې په ډول پورې اړه لري. روغتياپالان لومړی تشخیصوي چې ددې ستونزې اصلي لامل چرته دی، له هغه وروسته د ناروغۍ مطابق درمل تطبیقوي او مهمې سپارښتنې هم ورسره وی.

مه هېروئ!
نن سبا د پښتورګو او تشو متيازو له لارې ميکروبونه او ناروغۍ پیدا کېدل مخ په زياتېدو دي. لویه وجه یې دا ده، چې اکثره ناروغۍ تر ډيره له تشخيصه پټې پاتې کېږي، ځکه چې ځینې یې تر ډيره وخته نښې نښانې او علايم نه لري او ناروغ هغه وخت کلينيک ته مراجعه کوي چې غړي يې په تمامه معنا له کاره لويدلي وي. يو ښه مثال يې د پښتورګو ځينې تيږې دي چې تر ډېره وخته اغراض او علايم نه لري او بالاخره په هايدرونفروزس، پايونفروزس او د پښتورګو په خرابېدو سره پای مومي.
ځينې وژونکې ناروغۍ بيا داسې دي، چې ناروغ په کې يوازې هيماچوريا لري، خو درد او نور علایم نلري. لکه د مثانې کينسر بالخصوص په ځوانانو کې. مګر اکثره ځوانان تر ډيره وخته د شرم له امله دغه حالت پټ ساتی. له امله يې داسې عادي کينسر، چې د بدن نورو برخو ته نه وي خپور شوى او د معالجې وړ وي، بيا په يو داسې حالت بدليږي چې علاج نه لري او د ناروغ په مرګ تمامېږي. یو له همداسې خطرناکو ستونزو څخه، هیمچوریا “hematuria” ده. که په تشو بولو کې مو وینه راځي دا د مختلفو وژونکو ناروغيو نښه ده، نو ژر تر ژره یې باید درملنه وشي.

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *