آيا پوهېدئ چې غوزان (چهارمغز) مو له شکر ناروغۍ ژغوري؟

ټولې مېوې د خاصو ځانګړنو درلودونکې وي، چې کولای شي د بدن بېلابېلو برخو ته ګټور ثابت شي او ستاسو بدن د ناروغيو پر وړاندې قوي کړي. غوزان هم یو له دغو مېوو څخه ده، چې بدن ته ګڼې روغتيايي ګټې رسوي. دا مېوه په یخو سیمو کې کېږي او ګڼ شمېر خلک یې د ښه خوند او روغتيايي ګټو په پار خوري. په دې لیکنه کې د همدې مېوې په اړه لولئ.

چهارمغز او شکر
نوې څېړنې ښيي، چې په ورځني ډول د “۵۶” ګرامه چهارمغزو خوړل مو په شکر ناروغې د اخته کېدو ګواښ په بې سارې توګه کموي.

روغتيايي څېړونکي وايي: هغوی چې په خپلو کورنيو کې د شکر ناروغۍ تاریخچه لري، تر نورو ډېر پر دې ناروغۍ د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي نو دوی ته په کار ده، چې په خپل غذايي رژيم کې چهارمغزو ته ځانګړی ځای ورکړي.
رويټرز خبرې آژانس د امریکا متحده ایالاتونو “یيل” پوهنتون د څېړونکو له قوله وايي، چې د ورځې “۵۶” ګرامه یا هم د “۱۴” چهارمغزو خوړل د شکر ضد تر ټولو ښه وقایه ده.

څېړونکو په دې څېړنه کې د شکر ناروغانو ته همدغه اندازه چهارمغز ورکول، چې وروسته له شپږو میاشتو د ناروغانو روغتيايي حالت کنټرول وو.
حېرانوونکې دا وه، چې چهارمغزو د غوړو اسیدونو او ويټامينونو  سره ـ سره د ناروغانو وزنونه نه وو زیات کړي.
ډاکټران د وزن نه زیاتېدو لامل دا بولي، چې چهارمغز د مړښت احساس ورکوي او انسان له ډېر خوراک لرې ساتي.
یاده څېړنه چې په ۳۱ نارینه او ۸۱ ښځو ترسره شوې ده، ښې پايلې درلودې او د “ییل” پوهنتون څېړونکي وايې که غواړئ پر شکر د اخته کېدو ګواښ کم کړئ؛ نو په مناسبه اندازه چهارمغز وخورئ.

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *