ډيهایډرېشن څه ډول ناروغي ده؟

د اوړي په رارسېدو سره د ګرمې هوا او خولو له کبله د انسان ډېرې اوبه ضايع کوي. په ورته وخت کې باید بېرته بدن په کافي اندازه اوبه ترلاسه کړي، ترڅو وکولای شي خپل فعالیتونه سم مخته ویسي. مګر له بده مرغه اکثره کسان دې چارې ته پام نه کوي او بدن یې د اوبو له کمښت سره مخ کېږی او دا چاره د بدن په ډېرو فعالیتونو کې اختلال، کمزورۍ او نورې ستونزې پیدا کوي. په دې لیکنه کې پر همدې موضوع خبرې شوي دي.

د اوبو کمښت څه شی دی؟
د بدن د اوبو کمښت ته په طبي اصطلاح کې ډيهايډریشن “dehydration” وايي. له دې اصطلاح څخه موخه دا ده، چې بدن د اوبود د ورود کچه تر صدور ټيټه شي، چې د نه پاملرنې او درملنې په صورت کې پر یوې جدي ستونزې بدلېدای شي.
ماشومان او هغه وګړي، چې عمرونه یې له “۶۵” کالو پورته دي، له دې ستونزې سره ژر مخ کېدای شي. ددې لپاره چې وکولای شو، دا ناروغي تشخیص کړو، نو ښه ده چې ځينې علایم یې وپېژنو.

د ډيهايډرېشن نښې
د بدن د اوبو کمښت په لویانو او کوچنيانو کې لاندې نښې نښانې پیدا کوي.

  • د تندې احساس
  • د ادرارو (تشو بولو) ژېړوالی
  • د ادرارو تېز بوی
  • د ګنګسیت احساس
  • د تمرکز نشتون
  • د ستړيا احساس
  • د خولې، شونډو او سترګو وچوالی
  • د کميت له مخې د کمو تشو بولو کول
  • په شپه او ورځ کې تر څلور ځلو کم ادرار کول

که له دې ټولو ورهاخوا لاندينۍ ستونزې ولرئ، د ډيهايډرېشن احتمال مو ډېر دی:

  1. ډېره تبه (له ۳۸ سانتي ګريډ درجې لوړه)
  2. شکر
  3. زړه بدوالی یا اسهال
  4. تر لمر لاندې ډېر وخت پاتې کېدنه
  5. د ډېرو الکولو “شرابو” څښل
  6. په ورزش کې ډېر خولې کېدل
  7. د ادرار راوستونکو درملو کارول
  8. د کمو اوبو څښلو عادت

د ډيهايډرېشن خطر څنګه مهار کړو؟  
که پورته ذکر شوي نښې نښانې لرئ، هڅه وکړئ ډېر مايعات وڅښئ.
که تاسو ته د ناروغیو له کبله د ډېرو اوبه څښل ستونزمن وي، هڅه وکړئ لږې ـ لږې خو دایمي اوبه وڅښئ.
که ماشومان مو دا ډيهايډرېشن لري، هڅه وکړئ، د کاشوغې په مرسته اوبه ورکړئ.
که له داسې حالت سره مخ یئ، چې د ډيهايډرېشن ګواښ په کې لوړ وي، لکه که اسهال لرئ، خولې کېږئ او یا هم کانګې کوئ نو هڅه وکړئ په مقابل کې یې ډېرې اوبه هم وڅښئ.

خو که له خپلو ټولو هلو ځلو سره ـ سره بیا هم ښه نه شوئ، نو هڅه وکړئ ژر تر ژره نږدې روغتيايي کلینیک ته مراجعه وکړئ او یا هم له کوم روغتياپال سره خپله ستونزه شریکه کړئ. ترڅو د نورو درملو او تګلارو په مرسته ستاسو ستونزه حل کړی.

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *