د لوبیا پر روغتيايي ګټو پوه شئ! 

لوبیا هغه پخلی چې تقریبا ټول خلک یې خوښوي؛ د نړۍ په بېلابېلو سيمو کې په مختلفو او خوندورو شکلونو چمتو کېږي. تاسو به په دې لیکنه کې د لوبیا پر روغتيايي ګټو وپوهېږئ.

لوبیا

د لوبیا ټول ډولونه معمولا په وړو بوټو کې د کپسول په څېر يوه پوخ کې وده کوي. بایدا ووایم، لوبیا د حبوباتو له ډلې ده، چې مختلف ډولونه لري. لوبیا د پروټينونو یوه غني سرچينه ده. له همدې کبله د ورزشکارانو د پام وړ خوړو څخه ګڼل کېږي. ددې ترڅنګ لوبیا د فیبر او ويټامينونو (ويټامین b، ويټامين C او ويټامين D) درلودونکې ده.
په لوړه کچه د انتي اکسیدان په درلودو سره د سرطان په مخنيوي کې هم خورا ګټور ثابتېږي.

د لوبیا ډولونه

  • لیما لوبیا
  • تور لوبیا
  • تورسترګې لوبیا
  • سره لوبیا
  • ګاربانزو لوبیا (Garbanzo Bean)
  • سپينه لوبیا

د لوبیا ځانګړنې

په دې برخه کې به تاسو پر لوبیا بېلابېلو روغتيايي ګټو پوه شئ. تر څو په راتلونکي کې یې په خپل غذایي رژيم کې ځای کړئ او سالمه ګټه ترې پورته کړئ.

د پروټينونو ښه منبع ده.

پروتين یوه مهمه مغذي ماده ده، چې تقریبا د بدن په هر فعالیت کې حیاتي رول لوبوی. همدارنګه په لوبیا کې اسیدو امینونو هم موجود دي، کوم چې د پروتين اصلي جوړونکي برخې دي.

نور مهم مغذي مواد

لوبیا د یوه بل مهم مغذي مادې (فولیک اسید) ښه منبع ده.  که ستاسو بدن ته په کافي اندازه فولیک اسید و نه رسېږي نو له لاندې ستونزو سره مخ کېږئ.

  • ضعف
  • ستړیا
  • د زړه ناقراري
  • د اشتها ختمېدل

آنتي اکسیدان

په لوبیاوو کې د “پلی فنول” په نوم يو ډول انتي اکسیدان موجود دي، چې د ويجاړوونکو ازادو راډیکالونو اثرات له منځه وړي.

د زړه روغتيا

هغوی چې په کافي اندازه لوبیا خوري، نسبت هغوی ته چې لوبیا کمه خوري په لږه اندازه د زړه او مغز له سکتې مخ کېږي. په “۲۰۱۳” کې ترسره شوې څېړنې ثابته کړه، چې د زړه د ناروغيو او د لوبیا د کم مصرف ترمنځ اړيکه موجوده ده. یوې بلې څېړنې ښودلې ده، چې د لوبیا خوړل د کلسترول کچه هم ټيټوي. په داسې حال کې چې لوړ کلسترول د زړه د حملې او نورو ناروغيو سبب کېږي.

له دې ټولو ور هاخوا د اشتها په کنترول او پر سرطان د اخته کېدو ګواښ په کمولو کې هم لوبیا د پام وړ مرسته کولای شي.

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *