له غذايي رژيم  پرته وزن داسې کم کړئ

ډېری خلک پر دې باور دي چې د وزن کموالی په غذايي رژيم کې له بدلون پرته ناشونی دی؛ نو له همدې امله دوی د خپل وزن کنټرول ته خاصه توجه نه کوي.
یاد خلک په دې آند دي، چې که د وزن کمول غواړو نو د خپلې خوښې خواړه به نه خورو او دا کار لویه ننګونه بولي. ځکه چې دوی نه شي کولای د خپلې خوښې خواړه پرېږدي تر څو وزن یې کم شي. دې ډول خلکو ته ښه خبر دا دی، چې له غذايي رژيم پرته هم خپل وزن کمولای شي. یوازې ځينې مهم ټکي دې په پام کې ونيسي.

لومړی ـ په ارامه ډوډۍ وخورئ 
د خپل خوراک لپاره وخت وټاکئ، مثلا تاسو د سهارنۍ لپاره ۲۵ دقیقې وخت وټاکئ، کوښښ وکړئ چې خپل خواړه په همدې ۲۵ دقیقو کې وخورئ. دا کړنه مو د وزن په کموالي کې ډېر اغېزمن ثابتېږي او هم له خوړو ښه خوند اخيستی شئ.
واړه کپلې وکړئ. خپل ټول پام مو د غذا خوند ته کړئ. دا کار ددې سبب کېږي چې معده مو د مړښت هورمونونه توليد کړي چې په پايله کې له ډېر خوراک منع کېږئ.

دویم ـ خوب مو بشپړ کړئ 
څېړنو ښودلې ده، چې نا منظم خوب په کال کې ۶ کېلو وزن زیاتوي. همدرانګه هغه خلک چې په شپه او ورځ کې له ۷ ساعتونو کم خوب کوي خوراک ته ډېر تمايل پيدا کوي، چې ډېر خوراک د وزن د ډېروالي له اصلي عواملو څخه دی. نو کافي خوب وکړئ، چې وزن مو کم شي.

درېيم ـ شین چای وڅښئ
شين چای ددې سبب کېږي، چې د بدن ډېره انرژي مو مصرف کړي. همدارنګه شین چای تقریبا کالوري څخه کمه انرژي لري او تاسو کولای شئ د هغو څښاکو پر ځای هم وکاروئ چې ډېره انرژي لري او وزن مو ډېروي.

څلورم ـ نعناع (وېلنی) وخورئ
د وېلني خوړل مو د خوړو پر وړاندې تمایل کموي. کوښښ وکړئ له خوړو وروسته مسواک وکاروئ او لږه اندازه وېلنی په خوله کې وجوئ. دا کړنه د مړښت احساس درکوي او  د ډوډۍ وختونو ترمنځ مو کافي اندازه فاصله پيدا کوي.

پنځم ـ مخکې له دې چې ماړه شئ ډوډۍ بس کړئ
ډېری هغو خلکو چې د خپل وزن تناسب یې ساتلی او له غذايي رژيم پرته یې خپل وزن کم کړی، له ۸۰ ـ ۲۰ قاعدې یې ګټه اخیستې. ددې قانون پر اساس تاسو باید له مړښت وړاندې ډوډۍ بس کړئ. کله چې تاسو فکر کوئ ۸۰ سلنه موړ شوئ نو له دسترخوانه پاڅېږئ او ۲۰ سلنه معده مو خالي پرېږدئ. دا یو له غوره او ګټورو طریقو څخه دی.

شپږم ـ ورزش وکړئ
که تاسو هرډول قوي خواړه خورئ، خو چې ترڅنګ یې په دومداره توګه ورزش هم کوئ، نو د وزن له ډېرښت څخه به و نه ځورېږئ. نو هڅه وکړئ، همېشه باید ورزش وکړئ.

که تاسو هم د وزن له ډېروالي شکایت لرئ او نه شې کولای چې خوندور خواړه پرېږدئ نو له پورتنیو تګلاور ګټه پورته کړئ او خپل وزن کم کړئ.

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *