اندېښنه څه ډول رواني ناروغي ده؟

انسان پخپل ټولنیز ژوند کې حتماً له وېرې، خفګان، اندېښنو او تشویشونو سره مخ کېږي. په اجتماعي ژوند کې دا چاره عادي ده؛ خو که زموږ اندېښنه همېشنۍ وي او تل د خپلو چارو په اړه تشویش ولرو، بیا نو دا ډول اندېښنه عادی نه ده؛ بلکې د یوې رواني ناروغۍ په توګه مطالعه کېږي. تاسو به په دې لیکنه کې د همدې ناروغۍ په اړه پوه شئ.

اندېښنه د رواني ناروغۍ په توګه
د ژوند په سختو او ستونزمنو شرایطو کې د خپل راتلونکي او یا هم د خپلو کارونو په اړه اندېښنه درلودل د یو سالم انسان نمایندګي کوي؛ خو که یو انسان له همېشنۍ اندېښنې کړېږي رواني ناروغ بلل کېږي.
دې ناروغۍ ته “وسواس” هم ویل کېږی. دا ډول خلک همېشه له منفي افکارو او تصوراتو ځورېږي. هر شي/کار ته ډېر اندېښمن وي. آن ډېر کوچني مسایل هم جدي نیسي. مثلا: که له کوټې ووځي بېرته ورځي وګوري، چې ګروپ خو به یې چالان نه وي پرېښی. همداسې ګڼو نورو عادي کړنو ته ډېر اندېښمن وي.

د ناروغۍ کچه
ویل کېږي، چې په ټوله نړۍ کې له هرو پنځوسو “۵۰” تنو څخه یو یې د خپل عمر په اوږدو کې دا ناروغي تجربه کوي. د جنسیت له پلوه په نارینه او ښځينه وو کې ددې ناروغۍ د خپرېدو کچه تقریبا یو ډول ده.
څېړنو ښودلې ده، چې ددې ناروغۍ تر ډېره د ځوانۍ په عمر کې پیدا کېږي. له نېکه مرغه اکثره ناروغان یې له درملنې پرته بېرته خپل عادي حالت ته ګرځي. د ناروغۍ موده د کله څو میاشتې او کله آن څو کلونه کېدای شي.

نښې نښانې
د وسواس (اندېښنې) علایم نورو روانيو ناروغيو ته ورته دي او د انسان په ورځنيو کړو وړو او فعالیتونو کې بېخي جوت ښکاري. ځینې عمده علایم یې عبارت دي له:

  • اندېښمنوونکي افکار او خیالات
  • د ځينو کارونو ترسره کول. البته د جبر له احساس سره یو ځای.
  • تکرار یوه جمله ویل
  • په مسلسله توګه د لاسونو او پښو وینځل
  • شمېرل
  • د ترسره کړي کار بیا کتل. مثلا تاسو خپله کوټه قلف کړه؛ مګر بیا ځئ، ګورئ او ځان ډاډ کوئ.

علتونه
ددې ناروغۍ ګڼ لاملونه کېدای شي. ځينې عمده علتونه یې په دې ډول دي.

  • ارثي
  • اسټریس
  • په ژوند کې ژور بدلونونه. مثلا نوې دنده اخیستل، بلوغ ته رسېدل او …
  • په سرتروتنین (په مغزو کې شیمیايي ماد ده) کې اخلالات

څه وکړو؟
لکه د نورو رواني ناروغيو په دې ډول کې هم انسان خپله له ځان سره کومک کولای شي. د خپل ژوند په طرز او تګلارو کې بدلون راولئ. مثلا ورزش حتمي کړئ، مطالعه وکړئ او ورته نور مسایل چې تاسو ترې لرئ. له دې سره ـ سره هڅه وکړئ، له ارواپوه سره هم مشوره وکړئ. هغه لارښوونې چې تاسو ته یې کوي، عملي یې کړئ.

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *