د ګنيو د اوبو حېرانوونکي روغتيايي ګټې

په ټوله نړۍ کې د ګنيو اوبه ګڼ مينوال لري. په ځانګړې توګه هغه هېوادونه چې ګرمه آب و هوا لري، د ګنيو ډېر مصرفوونکي هېوادونه دي. زموږ په هېواد کې هم د ګنيو له اوبو جوس جوړېږي. خو ډېر کم خلک پر دې پوهېږي، چې کومې روغتيايي ګټې لري. په دې لیکنه کې پر همدې موضوع خبرې شوي دي.

د سل ګرامه ګنيو غذايي ارزښت

  • ۲۵۶ کالوري انرژي
  • ۵۸ ملي ګرامه سوديم
  • ۶۳ ملي ګرامه پوتاشیم
  • ۷۳ ګرامه کاربوهادریت
  • ۷۳ ګرامه خواږه
  • ۱% کلسیم
  • ۱۹% اوسپنه
  • ۲ سلنه مګنیزیم

د ګنيو روغتيايي ګټې
ګني ډېرې روغتيايي ګټې لري. پر ځينو به یې دلته په لنډ ډول خبرې وشي.

لومړی ـ د زړښت ضد خاصیت لري
ددې خاصیت اصلی لامل دا دی، چې ګني د فلاونويدونو او فنلي ترکیباتو غني منبع ده. دا ټول هغه مواد دي، چې د انسان پوټکی تازه او له ټولېدو ساتي. ګني د پوستکي روښانه کوونکی بلل کېږي.

دویم ـ د وزن په کمښت کې مرسته کوي
ګني د محلولو فیبرونو يوه ښه سرچينه ده. همدارنګه له طبیعي قندونو څخه ډک دي، چې دوزن په کمولو کې مرسته کوي. دا قلیايي ماده، چې د بدن د غوړ په ختمولو کې مرسته کوي، اسيدي پوست لري. پر دې سربېره بدن ته له اړتیا ډېره انرژي ورکړل شي، د همدې اضافي انرژۍ په ختمولو کې هم مرسته کوي.

درېيم ـ د بدن دفاعي سیستم پياوړی کوي
اکثره روغتياپالان پر دې باور دي، چې د ګنیو اوبه د بدن دفاعي سیستم ته ځانګړی ځواک وربخښي او د ناروغيو پر وړاندې مقاومت پيدا کوي. که چېرې ستاسو د بدن دفاعي سیستم پیاوړی وي، د سرطان د ځينو ډولونو په شمول، ګڼې خطرناکې ناروغۍ دفع کولای شي. نو که غواړئ، قوي دفاعي سیستم ولرئ پخپل غذايي رژيم کې ګنيو ته هم ځای ورکړئ.

څلورم ـ اسټریس ختموي
د بدني روغتيا ترڅنګ انسان باید روحي روغتيا هم ولري. په اوس وخت کې ډېری خلک له فشار او وېرې سرټکوي. په داسې حال کې چې د پرمختګ او صحت لپاره رواني روغتيت خورا اړين بلل کېږي. نو که غواړئ، خپل فشار کنټرول کړئ د ګنيو اوبه مه هېروئ.

پنځم ـ د زړه روغتيا مو تضمينوي
که په ګنيو کې موجود پوتاشیم ته پام وکړو، دا ددې سبب کېږي چې په زړه کې د وينې فشار کم کړي. همدارنګه په رګونو کې د وینې پنډ کېدلو مخه نیسي. په دې توګه د زړه د سکتې ترڅنګ د زړه ګڼو نورو ناروغيو مخنيوی کېږي.

شپږم ـ د بډوډو تيږه له منځه وړي
د ګنيو اوبو له خاصیتونو څخه یو هم د ادرار سیستم پیاوړي کول دی. په دې توګه ستاسو پښتورګي، مثانه او نور تړلي غړي منظم فعالیت کوي، چې په پایله کې د تيږو د نه پيدا کېدو او یا هم د وتلو زمینه برابروي.

له دې ګڼو ګټور ورهاخوا د غاښونو د روغتيا تضمين هم کوي؛  هاضمي سیستم په ښه والي کې هم بې اغېزې نه دي. دومره ډېرو ګټو ته په کتو باید هېڅکله د ګنیو اوبو ته په کمه سترګه و نه کتل شي. خو دا هم باید هېر نه کړئ، چې له اندازې ډېره کاروونه یې جدي روغتيايي ستونزې هم زېږوي.

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *