اپنډيکس څه ډول ناروغي ده؟

په نړۍ کې د رواني ناروغيو ترڅنګ ګڼ شمېر جسمي ناروغۍ هم شته. له ډلې یې یو هم اپنډيسايټ “Appendicitis” ناروغي ده. په افغانستان کې یې عام افغانان اپنډيکس بولي. نو له همدې کبله موږ هم پر همدې نامه یاده کړه. په دې لیکنه کې به تاسو د همدې ناروغۍ په اړه هر اړخيز معلومات ولولئ.

اپنډيکس څه ډول ناروغي ده؟
د افغانستان په هر لوی روغتون کې په ورځني ډول څو تنه د اپنډيکس ناروغۍ له امله عمليات کيږي. په طبي اصطلاح کې دې ستونزې ته ته اپنډيسايټ وايي؛ مګر زموږ ولسي خلک يې اپنډيکس بولي.
اپنډيسايټ يو کوچني ټيوب ډوله غوښينه برخه ده، چې د لويې کولمې د پيل برخې سره نښتې وي. البته باید یادونه وکړم، چې په اضافي شکل ځوړند وي. د همدې ټيوب ستونزه، میکروبي کېدل او نور لاملونه د اپنډیکس سبب کېږي. اوس پوښتنه دا ده، چې څنګه پوه شو ناروغ مو اپنډيکس دی؟ موږ یې ځواب درکوو.

اپنډيسايټ څنګه پيژندل کيږي؟
د هرې ناروغۍ خپل علایم او نښې نښانې وي، چې په مرسته یې کولای شو ناروغي تشخیص او ژر تر ژره یې درملنه وکړو. د اپنډيکس ځینې عمده علایم په دې ډول دي:

  • د ګېډې د لاندینۍ برخې په ښي اړخ کې ناڅاپي درد شروع کېږي.
  • د نامه په شاوخوا کې د ناڅاپي درد پیدا کېدل، چې ښي اړخ ته دوام پیدا کړي.
  • د خېټې په لاندينۍ برخه کې داسې درد، چې له ټوخي، مزل او خوځېدا سره شدت پیدا کوي.
  • زړه بدوالی او کانګې
  • د اشتها ختمېدل
  • نرمه تبه، چې کېدای شي د ناروغۍ له ډېروالي سره شدت پیدا کړي
  • قبضیت او یا اسهال
  • د ګېډې پړسېدل

که په ناروغ کې مو پورته ياد شوي علایم ولیدل نو ژر تر ژره نږدې روغتيایي کلینک ته مراجعه وکړئ او یا هم له متخصص ډاکتر سره مشوره وکړئ. ډاکټر د خپلې تجربې له مخې کولای شي د ناروغ پر بدن د لاس وهلو په مرسته دا ناروغي معلومه کړي. خو په ځينو شرایطو کې تلويزوني معاينه (الټراساونډ) کوي او کله د وينې او تشو متيازو د ټيسټونو اړتيا هم پېښېږي.

د اپنډيسايټ عمليات
د اپنډيسايټ درملنه يوازې او يوازې د عمليات له لارې ممکنه ده، چې بايد د ښه او تکړه متخصص جراح له لوري وشي. متخصص ډاکټر بايد د نښو نښانو له موندلو ورورسته ناروغ عمليات کړي او د ممکنه پېښېدونکو ګواښونو مخنیوی وکړي.
دلته يوه خبره ډېره مهمه ده، هغه دا که چېرې له عمليات وړاندې اپنديسايټ کولمه وشلېږي، نو بايد څه وشي؟
د جراحانو په اند بايد له عمليات وړاندې د اپنديسيټ شلېدو له امله خپرې شوې زوې او ميکروب د انټي بايوټيک په واسطه پاک شي او بيا د اپنډيسيټ عمليات وشي او له عمليات وروسته هم ناروغ ته قوي انټي بايوټيک تجويز شي.

له جراحۍ وروسته پېښېدونکې ستونزې
ډېر وخت له جراحۍ وروسته يوازې او يوازې انټي بايوټيک او درد ضد درملو ته اړتيا وي؛ مګر کله نا کله ناروغ کې لاندې نښې هم موندل کيږي. کانګې کوي، د ګېډې درد يې زياتېږي، په کانګو يا تشو متيازو کې يې وينه راځي او په عين حال کې يې تبه هم ډېره زياته وي.
د پورته يادو شوو نښو تر څنګ کله نا کله د نه پاملرنې له وجهې د عمليات ټپ نو کوي يا چرک نيسي.
د پورته نښو نښانو د پيدا کېدو پر مهال بايد له خپل متخصص سره مشوره وشي او په دې برخه کې بايد هېڅ بې لټي ونه شي.

مه هېروئ!
زموږ خلک اوس هم فکر کوي، که اپنډيکس د څلورويشتو ساعتونو په ترڅ کې عمليات نه شي، نو د مرګ لامل ګرځي او که بيا هم څوک مړ نه شي، دوی له ځانه بيا پرېکړه کوي، چې دا خو اپنډيسايټ نه دی.
هو دا خبره پر خپل ځای سمه ده، چې اپينډيسايټ د مرګ لامل کېدای شي، مګر دا لازمي نه ده، که دا عمليات ونه شي، نو خامخا به ناروغ ترې ومري.
د روغتياپالانو پر باور که د اپنډيکس عمليات پر وخت تشخيص او عمليات نه شي، نو اپنډيسايټ يا د کولمې غوټه چاودېږي او په دغه غوټه کې، چې کوم مېکروب، وينې او زوې راټولې شوې وي د خېټې نورو برخو ته رسېږي. له هغې بله مرګونې ناروغي پيدا شي، چې پريټونايټس ورته ويل کيږي.

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *