د ممیزو له دې ګټو خبر یئ؟

ممیز د وچو مېوو په ډله کې یوه خوندوره مېوه ده؛ له چایو سره د خوړلو ترڅنګ په ګرمو سیمو کې ترې خوندور شربت هم جوړېږي. دا مېوه ګڼې روغتيايي ګټې، له ځينو به یې دلته یادونه وشي.

د ممیزو روغتيايي ګټې
د دې خوندورې وچې مېوې، ځينې عمده ګټې عبارت دي له:

ګلوکوز لري
ممیز تر یوه بریده ګلوکوز لري. نو ځکه د وینې لوړ فشار ټيټولای شي او ستاسو د زړه د روغتیا ساتنه کوي. د بېلګې په توګه که د ورځې “۲۵” ګرامه ممیز وخورو، د وینې جریان مو ښه کېږي او که لوړ فشار ولرو، ښکته کېږي. همدارنګه که په سهار کې دا مېوه خورئ، په دې معنی چې د خپل زړه او رګونو د روغتيا تضمین اخلئ.

انرژي ورکوونکې مېوه ده
له دې ورهاخوا په سهار کې د ممیزو اوبه، ستاسو بدن ته د اړتیا وړ انرژي ورکوي. په همدې موخه ورزشکارانو ته د ممیزو د اوبو توصیه کېږي.

د هډوکو پیاوړتيا
د انسان په بدن کې د هډوکو له اصلي عناصرو څخه یو هم کلسیم دي، چې په ممیزو کې په کافي اندازه موندل کېږئ. نو که غواړئ قوي هډوکي ولرئ، پخپل غذایي رژيم کې ممیزو ته ځانګړی ځای ورکړئ
خو د هډوکو د پیاوړتیا لپاره یوازې په کلسیم بسنه نه کوي. ترڅنګ یې پوتاشیم هم لري، چې د هډوکو په تقویت او وده کې ډېره مرسته کوي.

د بدن اضافي غوړ ختموي
له دې ټولو سره ـ سره د ممیزو اوبه کلسترول کموي. ترسره شوې څېړنې ښيي، چې په سهار کې د ممیزو اوبه څښل د بدن اضافي غوړ په بېسارۍ ډول له منځه وړي.

د خولې او غاښونو روغتيا
د خوله د ناروغيو مخنیوی یې یو بل په زړه پورې خاصیت دی. که څه هم له خوږو اکثره وخت د خولې د ناروغيو تمه کېږي، خو ممیز برعکس خاصیت لري. دا مېوه د خولې او غاښونو په روغتيا کې ګټور ثابتېږي. د چینجنو غاښونو د روغتيا لپاره هم ګټور دي.

د وینې د کمښت مخنيوی
د ممیزو د ګټو په لړ کې باید یادونه وکړو، چې د وینې د کمښت په مخنيوي کې مرسته کوي. خو په دې شرط چې د ناشتې په شکل وخوړل شي. دا چې ممیز په کافي اندازه اوسپنه لري نو ځکه د وینې د کمښت ستونزه حلوي.

د ويټامينونو ښه منبع ده
ممیز له دې ټولو ګټو ورهاخوا د  ویټامين بي یو ښه منبع بلل کېږي. له همدې کبله د خفګان او فشار په کمولو کې مرسته کوي. د یوې بلې څېړنې پایلې ښيي، چې په وینه کې په کافي اندازه ويټامین بي ولري د وینې پر سرطان د اخته کېدو ګواښ یې په حيرانوونکي شکل کمېږي.

له دې ټولو خبرو ګټو سره ـ سره روغتياپالان پر دې باور دي، چې له اندازه ډېر خوړل یې روغتيايي ستونزې هم پېښولای شي. هڅه وکړئ چې په مناسبه اندازه یې په خپل غذايي رژيم کې ځای کړئ.

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *