د لېړو پر روغتیايي ګټو پوه شئ!

لېړو له هغو سبزیجاتو څخه ده، چې د اوړي په موسم کې وده کوي. ګرمې سیمې یې د تولید او ودې تر ټولو مناسب ځایونه بلل کېږي. لکه د نورو ټولو خوړو او سبزیجاتو لېړو هم خپلې روغتيايي ګټې لري، چې ددې لیکنې تر پایه به پرې پوه شئ.

د لېړو غذایي ارزښت

  • کالوري ـ ۱۲۹
  • اوبه ـ ۹۰،۱۷ ګرامه
  • پروټينـ ۲،۰۰ ګرامه
  • غوړ ـ ۰،۱۰ ګرامه
  • کاربوهايډرات ـ ۷،۰۳ ګرامه
  • فایبر ـ ۳،۲ ګرامه
  • قند ـ ۱،۲۰ ګرامه

د لېړو روغتيايي ګټې
دغه شین رنګه سبزي تر ټولو ډېر د جنوبي آسیا، امریکا او افریقا په هېوادونو کې کارول کېږي. لېړو ته په فارسي کې “بامیه” او انګلېسي کې “Okra” ویل کېږي. ددې خوړو بله ګته دا ده، چې خام هم خوړل کېږي. همدارنګه ځينې خلک یې تازه پخوي او ځینې نور یې بیا تر وچولو وروسته په ژمي کې ترې استفاده کوي. د ګڼو روغتيايي ګټو څخه یې ځينې په دې ډول دي.

د فایبر غني منبع ده
لېړو (بامیه) د فایبر یوه ښه سرچينه ده. په دې توګه کولای شي، چې د انسان هاضمي سیسټم ته ډېر ګټور ثابت شي. همدارنګه څېړنو ښودلې ده، چې د لوړ فایبر له امله کولای شي د کولمو د سرطان مخنيوی هم وکړي.

د مغزو پیاوړتيا
وروستيو موثقو څېړنو ښودلې ده، چې لېړوګان د آلزایمر خطر کمولو ترڅنګ د نورو عصبي ناروغيو په مخنيوي کې هم ګټور ثابتېږي. همدارنګه که په مناسبه اندازه لېړوګان وخورئ، ستاسو مغزو ته رسېدلي زیانونه هم جبرانولای شي.

د زړه روغتيا
که څه هم په دې برخه کې لا هم څېړنې دوام لري؛ خو لومړنۍ پایلې ښيي، چې لېړوګان کولای شي.د زړه د ناروغيو مخنيوی وکړي. البته ددې چارې اصلي لامل په لېړو کې شته فولادو معکوس اغېز دی. په بامیه کې شته فولاد د نیتریک اسید په ډېرېدو سره ستاسو د زړه روغتيا وساتي او له راډيکالونو سره مقابله وکړي.

انتي اکسیدان
په لېړوګانو کې موجودې دانې د اکسیدان ضد خاصیت لري. نو هڅه مکوئ، چې ترې لرې یې کړئ. څېړنې ښيي، چې دا دانې د وینې لاکتیک اسید کچه په ډېره اندازه راکمولای شي.

د فولیک اسید ښه سرچینه ده
فولیک اسید او یا هماغه ويټامین بي ۹ په هر وخت ډوډۍ کې مهمه ده. دا ويټامين بدن ته ددې وړتيا ورکوي، چې نوي سلولونه تولید کړي او DNA ته د زیان اوښتو مخنیوی کوي.

له دې ټولو سره ـ سره ځينې نور عمده ګټې یې عبارت دي له:

  • د ځيګر محافظت
  • د پروټينونو ښه منبع ده
  • له کلسټرول څخه خلاصون
  • د رګونو ښه والی
  • د زړه روغنيا تضمينوي
  • د قبضیت مخنیوی کوي
  • د هاضمۍ سیسټم پياوړی کوي
  • د ستړيا او خفګان احساس له منځه وړي
  • د ستوني درد مخنیوی کوي
  • د سرطان پر وړاندې د بدن مقاومت لوړوي
  • د پوستکي ښکلا ته هم ګټور دي
  • د دید پیاوړتيا
  • د هډوکو په غښتلتیا کې ډېره مرسته کوي

وروستۍ خبرې
دا باید هېڅکله هېر نه کړو، چې له اندازې ډېر د هر ګټور څيز خوړل د ګټې پر ځای زیان لري. همدارنګه هغه خلک چې متفورمین درمل خوري، باید د لېړو له خوړلو ډډه وکړي. همدارنګه هغه وګړي، چې وارفارین درمل خوري، باید له لېړوګانو لرې اوسي. ددې ترڅنګ هغه وګړو ته هم د لېړو نه خوړلو توصیه کېږي، چې د پښتورګو ناروغي لري.

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *