د شنو چایو ګټې او زیانونه 

په ټول افغانستان او په ځانګړي توګه پښتون مېشتو سیمو کې شین چای د هرې حجرې او دېرې رنګ جوړوي. د مېلمنو د قدر لپاره حتمي ده، چې چای ورکړل شي. مګر ډېر کم خلک د شنو چایو پر ګټو او زیانونو پوهېږي. په دې لیکنه کې پر همدې موضوع بحث شوی. د لیکنې تر پایه به د چایو پر ګټو او زیانونو پوه شئ!

د شنو چايو روغتيايي ګټې
په مناسبه اندازه د شنو چايو څښل ګڼې روغتيايي ګټې لري. د لیکنې په دې برخه کې پر همدې موضوع مفصلې خبرې شوي.

د سرطان مخنيوی
د سرطان ادارې د څېړنې پر اساس څرګنده شوې ده، چې په چایو کې شته پلي فنولونه د تومورونو د چټکې ودې مخه نیسې او په دې توګه شین چای د سرطان په مخنيوي کې خپل رول لوبوي.
په هغو هېوادونو کې چې د شنو چايو د مصرف کچه لوړه ده، برعکس په کې د سرطان پېښې کمې تر سترګو کېږي. خو لا هم په پوره ډول څرګنده نه ده، چې یوازې شین چای ددې چارې سبب کېږي او که نور خصوصیات هم شته.
ځينې نورې څېړنې ښيي، چې شین چای د سرطان د لاندې ډولونو مخنيوی کوي.

  • د سینې سرطان
  • د مثانې
  • د تخمدان
  • د کولورکتال (کولمو) سرطان
  • د مرۍ
  • د ځيګر
  • د پروستات غُدې

د معدې سرطان
څېړونکي پر دې باور دي، چې همدا پلي فنولونه د سرطاني سلولونو په له منځه وړلو کې مرسته کوي او د هغوی د ودې مخه نیسي. د سرطان د مخنیوي لپاره د چايو څښلو اندازه په مختلفو څېړنو کې توپیر کوي. خو په ټولو کې له “۲ تر لسو” وړو پیالو اندازه ښودل شوې ده.

د زړه روغتيا
یوې بلې څېړنې په ډاګه کړې، چې شین چای د زړه د رګونو د ناروغۍ مخه نیسي. په دې څېړنه کې څلوېښت زره جاپانیان تر څېړنې لاندې نیول شوي وو. ددوی عمرونه له څلوېښتو تر نهه اویا کلونو وو. دې څېړنې نږدې یوولس کاله دوام وکړ، چې پایله یې همدا د زړه روغتيا وه.
ګډونوالو به د ورځې پنځه پیالې شنې چای څښلې. د هغو کسانو په پرتله په کې د زړه عروقي ناروغيو له کبله د مړینې کچه کمه وه، چې د ورځې یې يوه پیاله چای څښه.

د وینې غوړ کموي
په ورستیو کلونو کې شوې څېړنه ښیي، چې د ورځې په مناسبه اندازه شین چای څښل د وینې د کلسټرول “LLD” په کموالي کې د پام وړ رول لري.

د مغزې سکتې خطر کموي
په منظمه توګه د شنو چايو څښل د مغزې سکتې خطر ۷% راکموي. که غواړئ د مغزې سکتې ګواښ مو کم کړئ، پخپل ورځني غذايي رژيم کې چايو ته حتما ځای ورکړئ.

د حافظې پياوړتيا
ډېری خلک ښه ګڼي، چې د سهارنۍ له خوړولو وړاندې یو ګیلاس شین چای وڅښي. دوی پر دې باور دي، چې د حافظې په پياوړتيا او د تمرکز په ډېروالي کې به ګټور ثابت شي.
طبي څېړنو هم ښودلې ده، چې په شنو چایو کې شته کافین ددې سبب کېږي، چې حافظه مو سم کار وکړي.
له دې ټولو سره ـ سره پر شنو چايو ترسره شوې څېړنې ښيي، چې د ډيابت د دویم ډول په کنټرول، د وزن په کموالي، د حافظې په پیاوړتیا، د غاښونو په قوت، د خفګان او ستړيا په کنټرول او د التهاب په مخنيوي کې رغنده رول لري.

د شنو چايو زیانونه
پورته مو د شنو چايو پر بېلابېلو ګټو خبرې وکړې. خو دا هم باید هېر نه کړو، چې شین چای ځينې جانبي زیانونه هم لري.
له کافین سره حساسیت: هغه وګړي، چې له کافین سره شدید حساسیت لري، د چای له څښلو وروسته ممکن بې خوبي، وېره، زړه بدوالی او د معدې درد تجربه کړي.

د وینې نرۍ کېدل: هغه ناروغان چې د کوادامین/وارفارین په څېر د وینې د رقیق کولو درمل خوري باید د چايو په څښلو کې احتیاط وکړي. همدارنګه باید هڅه وکړي، چې د چایو له څښلو او اسپرین څخه له استفادې ډډه وکړي.

مه هېروئ!

ځينو څېړنو ښودلې چې که څوک درمل خوري باید له ډاکټر سره په مشورې له شنو چايو ګټه واخلي. ځکه له ځينو درملو په وخت کې د شنو چايو څښل کولای شي د وینې فشار لوړ کړي. همدارنګه د زړه د ضربان کچه هم ډېرولای شي.

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *