اوبه کومې روغتيايي ګټې لري؟

اوبه کومې روغتيايي ګټې لري؟

اورېدلي به مو وي، چې اوبه یعنې ژوند. خو د افغانستان په څېر هېواد کې، چې د څښلو ډېرې پاکې اوبه لري د اوبو پر قدر پوهېدل سخت دي. په هغو سیمو کې چې د اوبو له کمښت سره مخ دي، خلک اوبو ته په ځانګړي اهمیت قایل دي. باید ووایم چې زموږ اصلي موضوع دا ده، چې د اوبو روغتيايي ګټې کوم دي. خو وړاندې له دې چې پر موضوع پوه شئ، باید د اوبو اهمیت ته هم قایل شئ. په نړېواله کچه د اوبو سطحه هر کال د ټيټېدو په حال کې ده، چې دې کړنې نړېوال شنونکي وارخطا کړي دي.

هڅه وکړئ، په کور، کلي، جومات او یا بل هرځای کې د اوبو په مصرف کې احتیاط وکړئ. همدارنګه خپلې کورنۍ، ملګرو او کلیوالو ته هم د اوبو د مناسب مصرف توصیه وکړئ. تاسو به ددې لیکنې تر پایه پوه شئ، چې اوبه زموږ بدن هه کومې روغتيايي ګټې لري او هره ورځ باید څومره اوبه وڅښو.

د اوبو اندازه

په ورځني ډول د اوبو څښلو اندازې په اړه روغتياپالان مختلف نظرونه لري. دا ځکه چې د هرشخص روغتيايي وضیعت، ورځني کارونو او د ژوند شرایطو ته په کتو باید د اوبو ځښلو اندازه وټاکل شي.

موږ هره ورځ د تنفس، خولو او ادرار له لارې یوه اندازه اوبه له لاسه ورکوو. دا چې یاده چاره په سمه توګه پرمخ لاړه شي، باید د اوبو په څښلو سره د بدن اوبه بېرته پوره کړو.

په عمر پوخ کس، چې په یوه معتدله سیمه کې ژوند کوي، نارینه د ورځې “۳،۷” لیتره او ښځينه یې “۲،۷” لیتره اوبو ته اړتيا پيدا کوي.

باید پوه شئ، چې دا هغه اندازه اوبه دي، چې بدن یې د اوبو او خوړو له لارې پوره کوي. ددې اندازه اوبو ۲۰ سلنه د خوړو او پاتې ۸۰ سلنه یې د مایعاتو له لارې پوره کېږي.

همداسې د سیمې، کار او نورو صحي شرایطو ته په کتو د هر چا لپاره د اوبو اندازه فرق کوي. خو په ټوله کې باید ووایو، چې هيڅکله تږي مه ګرځئ. د تندې په وخت کې حتمي اوبه وڅښئ او خپله تنده ختمه کړئ. که د تندې له ماتېدو وروسته یو ګيلاس نورې اضافي اوبه هم وڅښل شي، ستاسو روغتيا ته کوم زیان نه لري، بلکې لا ګټور ثابتېدای شي.

د اوبو روغتيايي ګټې

اوبه کومې روغتيايي ګټې لري؟
اوبه کومې روغتيايي ګټې لري؟ – rughtia.com

په مناسبه کچه د اوبو څښل ګڼ حيرانوونکي ګټې لري. دلته یې پر ځينو مهمو روغتيایي ګټو لنډې او مفصلې خبرې شوي دي.

1 ـ د وزن کمښت

د اوبو له ځانګړنو یو هم د وزن کمول دي. د اوبو څښل له تاسو سره مرسته کوي، چې د بدن اضافه وزن مو کم کړي. ځکه چې په بدن کې د غوړو له امله رامنځته شوي ترکیبات ختموي، همدارنګه ستاسو اشتها هم کموي، چې په پایله کې یې کم خواړه خورئ او وزن مو کمېږي. ددې ترڅنګ باید دا هم روښانه شي چې اوبه صفر کالوري انرژي لري.

2 ـ د سر درد طبیعي درملنه

ځينې وخت د سر او ملا درد په بدن کې د اوبو د کمښت له امله هم وي. که ستاسو ستونزه هم له همدې امله وي، نو ډېر امکان شته، چې یاده ستونزه مو هم حل شي.

3 ـ اوبه مو پوستکی تازه ساتي

د اوبو سو له مهمو ګټو څخه دا دی، چې د بدن پوستکی تر او تازه ساتي. هغوی چې په کافي اندازه اوبه څښي، نسبت هغوی ته چې د اوبو کموالي سره مخ دي ډېر تازه وي او وروسته زړېږي.

4 ـ اوبه د فکري تمرکز لپاره هم مهم دي

د مغزو زیاته برخه له اوبو تشکیل شوې ده. روغتيا پالان پر دې باور دي، چې په مناسبه اندازه د اوبو څښل د فکري تمرکز په رامنځته کېدو کې رغنده رول لري، چې دا چاره به ستاسو د ورځينو چارو د ښه ترسره کېدو لپاره خورا ګټوره تمامه شي.

دا هم ولولئ: بې خوبي او هېښوونکي روغتيايي ستونزې

5 ـ د بدن فعالیتونه مو ښه کوي

له دې ټولو ګټو سره ـ سره اوبه مرسته کوي، چې ستاسو د بدن ټولې چارې منظمې وي. که د اوبو له کمښت سره مخ یئ، د دردونو او ستړيا احساس به کوئ، نو ورځنې چارې مو هم غیرمنظمې او ګډې وډې وي.

6 ـ اوبه د هاضمۍ سیستم پياوړتيا کې مرسته کوي

د اوبو په څښلو سره په بدن کې د میتابولېزم کچه پورته ځي او د خواړه په هضم کې خورا ګټور ثابتېږي. همدارنګه فیبر او اوبه یو ځای ستاسو د کولمو د فعالیت په ښه والي کې مرسته کوي.

له دې ټولو ګټو سربېره، د سلامتۍ احساس، کم ناروغېدل، د ستړيا ختمېدل، د زغم زیاتوالی او د سرطان د ګواښ کمېدل هغه نورې ګټې دي، چې روغتيا پالان یې یادونه کوي.

دا هم ولولئ: د امرودو (امروتو) روغتيايي ګټې

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *