د الوبالو روغتيايي ګټې

د الوبالو روغتيايي ګټې

د الوبالو روغتيايي ګټې

الوبالو یو له هغو مېوو څخه ګڼل کېږي، چې په ټوله نړۍ کې ګڼ شمېر مېنوال لري. دا مېوه د افغانستان په ګډون په ډېرو هېوادونو کې پيدا کېږي. خلک یې د خوند ترڅنګ د زیاتو روغتيايي ګټو لپاره هم خوري. تاسو به په دې لیکنه کې ددې مېوې پر غذايي ارزښت، روغتيايي ګټو او نورو اړوندو مسایلو پوه شئ.

د الوبالو غذايي ارزښت

د مېوو روغتيايي ګټې د هغو غذايي ارزښت ته په کتو ټاکل کېږي، نو اړینه ده، چې پوه شئ پدې مېوه کې کوم مواد شتون لري؛ د سل ګرامه الوبالو غذايي ارزښت په دې ډول دی.

  • ويټامين ای (A) ـ ۰،۰۶۴ میلي ګرام
  • کلسیم ـ ۱۶ میلي ګرام
  • اوسپنه ـ ۰،۳۲ میلي ګرام
  • انرژي ـ ۶۹ کالوري
  • غوړ ـ صفر ګرام
  • کاروبوهایدریت ـ ۱۲،۱۸ ګرامه
  • رژیمي فایبر ـ ۱،۶ ګرامه
  • شکر ـ ۸،۴۹ ګرامه
  • پروتين ـ ۱ ګرام
  • کلسترول ـ صفر ګرام
  • سودیم ـ ۳ میلي ګرامه

د الوبالو روغتیایي ګټې

د الوبالو روغتيايي ګټې
د الوبالو روغتيايي ګټې – rughtia.com

په ټوله کې الوبالو د بدن د حرارت کمونکی دی او په اوړي کې د تندې په مخنيوي کې ډېره مرسته کوي. فرق نه کوی، چې الوبالو د شربت او که د مېوې په شکل خورئ، مګر د ګرمۍ احساس مو په بېساري توګه کموي. همدرانګه د وینې په پاکوالي او ډېرښت کې هم مرستندوی تمامېږي. دا چې د دې مېوې ګټې په څو کرښو کې نه خلاصه کېږي، نو ښه به وي، چې لا ډېر بحث پرې وشي.

۱. د خوب په منظموالي کې مرسته کوي

پدې ميوه کې شته “ملاتونین” ددې سبب کېږي، چې د شپې له خوا مو خوب ښه او آرام شي. همدارنګه که په عمر پاخه خلک د بې خوبۍ له ستونزې کړېږي، نو د دې مېوې شيره دې ورکړل شي، ډېر ژر به یې ستونزه حل او راحت خوب ولري.

۲. د هاضمۍ سیستم پياوړی کوي

الوبالو د نورو موادو ترڅنګ په کافي اندازه فایبر هم لري. دا ماده ددې سبب کېږي، چې د پښتورګو د تيږې، د کولمو د التهاب، بواسیر او سنډروم خطر کم کړي. همدارنګه فایبر د هاضمي سیستم د ټولو برخو په روغتيا کې ګټور رول لوبوي.

۳. الوبالو د هډوکو کمزوي کېدو مخنيوی کوي

پدې ميوه ورستيو ترسره شوو څېړنو ثابته کړې، چې ياده مېوه د هډوکو په پیاوړتيا کې ګټور ثابتېږي. هېره دې نه وي، چې په دې برخه کې روغتياپالان پر دې باور دي، چې د هډوکو لپاره تر تازه الوبالو یې وچ ډېر ګټور دي.

۴. الوبالو د وزن په کمښت کې مرسته کوي

اکثریت خلک پر دې باور دي، چې کاربوهایدرایت وزن ډېروي، خو وروستۍ څېړنې ښيي، چې که په کافي اندازه کاربوهایدریت وکارول شي، نو د وزن د ډېروالي پر ځای کموي. د سبزیجاتو، مېوو او فایبري لرونکو خوړو ګډ غذايي رژيم له تاسو سره مرسته کوي، چې وزن مو کم شي.

دا هم ولولئ: په نهاره د اوبو څښلو له دې ګټو خبر شئ

۵. د بډوډ پاکوالی

یو له هغو مېوو څخه ګڼل کېږي، چې د ادرارو ډېرښت پيدا کوي. له همدې کبله د بډوډو په پاکوالي کې مرسته کوي. نو که تاسو په مناسبه اندازه الوبالو خورئ، ستاسو د پښتورګو خيرې ژر ژر دفع کېږي او په دې توګه د بډوډو له تيږې هم ژغورل کېږئ.

۶. د وینې فشار

په ميوه کې شته انتي اکسیدان او پوتاشیم ددې سبب کېږي، چې د وینې فشار مو ټيټ وساتي. نو که د لوړ فشار ستونزه لرئ، پخپل غذایي رژيم کې دا ميوې ته حتما ځای ورکړئ.

دا هم ولولئ: شين چای او پلى تګ مو زړه له ناروغۍ ساتي

کوم ډول الوبالو وخورو؟

هغه چې په بشپړ ډول پاخه وي، رنګ یې سور او روښانه وي.
چې قهوه یي داغونه و نه لري.
خام الوبالو و نه خورئ. ځکه چې د معدې ستونزې پيدا کوي.

د الوبالو خوړلو مناسب وخت
د الوبالو خوړلو بهترین وخت له ډوډۍ خوړلو وروسته ګڼل کېږي.
هېره دې نه وي، چې په الوبالو پسې ژر اوبه مه څښئ! ځکه چې د معدې لپاره زیانمن تمامېږي.

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *