د موسکا ۵ پنځه لویې روغتیائي ګټې – دلته يې ولولئ

د موسکا ۵ پنځه لویې روغتیائي ګټې

د موسکا ۵ پنځه لویې روغتیائي ګټې – ځان پرې خبر کړئ

موسکا ډېری روغتييائي او ټولینیزې ګټې لري. په ریښتیني ډول مسکا کولی شي چې تاسو په جذاب، ځيرک، خوشحاله او حتی په خپل ځان مو باوري کوي. مګر پدې هم پوه شئ، چې موسکا د ښه صحت او اوږد ژوند لپاره مرسته کوي.

 دلته مو د موسکا پنځه لويې روغتيائي ګټې لست کړي:

د موسکا ۵ پنځه لویې روغتیائي ګټې - دلته يې ولولئ
د موسکا ۵ پنځه لویې روغتیائي ګټې – دلته يې ولولئ

موسکا ښه طبیعت:

ستاسې طبیعت سالم وساتي، حتی کولی شي، له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې هغوې تل اندیښنې او خفګان لري. یوې څیړنې په ډاکه کړې، چې کولی شي ستاسو اندیښنې لیرې او پر ځای یې انسان ته د مثبت فکر توان ورکړي. نو که چیرې ورځې مو بدې وي، هڅه وکړئ تر څو موسکا زیاته کړئ.

 

د وینې ټیټ فشار:

کولی شي ستاسو د وینې لوړ فشار راټیټ کړي، کوم چې ستاسو د صحت لپاره اړين دی. همدارنګه موسکا د زړه لوړ سرعت نورماله ساتي، چې پايله کې تاسې د زړه د تکليف په مرض نه اخته کيږئ.

 

ستړیا له منځه وړل:

پوهیږئ، مسکا ستاسې د ورځې په جريان کې د کارونو ستړیا له منځه وړي؟! څیړنې ښودلې، چې څومره کولی شي ستاسو د ورځنيو چارو فشار را کم کړي. دغه فشارونه او ستړیاوې کولی شي تاسې په رواني او فزیکي ناروغیو اخته کړي.

 

سالمې اړیکې:

تاسې پام کړی، ځينې کسان چې تل یې په شونډو مسکا خپره وي، ډیر دوستان لري. پدې سره کولی شئ چې له خلکو سره مو اړيکې لا قوي کړئ. یوې څیړنې ښودلې چې هغه کسان چې مثبت فکر لرونکي دي په نسبت د هغو کسانو چې منفي فکر لري اړيکې او خوشحاله ژوند لري.

 

اوږد ژوند لپاره موسکا:

تاسو سره په اوږد ژوند کولو کې مرسته کوي. نو هڅه وکړئ، چې داسې کارونه وکړئ چې هغه تاسو خوشحالي درکړي او تاسو تل صحت مند پاتې شئ.

پدې خو مونږ او تاسو ټول ښه پوهیږو چې زمونږ پيغمبر حضرت محمد ص هم تل په خوله موسکا ساتله او هم مونږ او تاسو په خپله ټولنه کې وينو چې خوښ کسانو سره هر څوک ملګړتيا کوي. نو هڅه وکړئ چې تل مو په خوله مسکا خپره کړئ.

 

نور هم ولولئ:

معده مو ولې خوږېږي او څنګه یې روغه ساتلای شو؟ حل لاره يې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *