هغه ناروغۍ چې د پښو په مرسته تشخیص کېدای شي

هغه ناروغۍ چې د پښو په مرسته تشخیص کېدای شي

هغه ناروغۍ چې د پښو په مرسته تشخیص کېدای شي

هغه ناروغۍ چې د پښو په مرسته تشخیص کېدای شي – موږ او تاسو به حتما د پښو له درد او یا هم په پښو کې له نورو ستونزو سره مخ شوي يوږ معمولا د پښې دردونه او نا آرامۍ د ستړيا، نامناسبه خوړو او یا د فشار له امله وي. مګر په ځينو حالاتو کې د پښو درد عادي نه وي؛ بلکې د یوې ناروغۍ د شتون خبرداری ورکوي.
په دې لیکنه کې پر همدې موضوع بحث شوی دی. د لیکنې تر پایه به پوه شئ، چې په پښو کې شته ګډوډي د کومې ناروغۍ د احتمال معنا ورکوي.

۱. د پښتورګو کمزورتيا

نښې: د پښو پړسېدل، شدید درد او برېښ
کله چې مو پورتنۍ دوه نښې په پرله پسې توګه پخپلو پښو کې حس کړې، نو کوښښ وکړئ، ډاکټر ته مراجعه وکړئ. یادې دوه نښې ستاسو د پښتورګو د کمزورۍ معنا ورکوي. البته ځينې وختونه د سترګو شاوخوا هم پړسوب پيدا کوي.

۲. په ورید کې ستونزه

نښې: د يښو پړسوب، د پښو دروندوالی، پیګمنټیشن (Pigmentation ـ د پوستکي داغونه)
کله چې په بدن کې وریدونه کمزوري شي او یا کومه بله ستونزه پيدا کړي، نو له زړه څخه د بدن ټولو برخو ته وينه په سمه توګه نه ور رسېږي. له همدې کبله له یادو علایمو سره مخ کېږئ. په داسې حالاتو کې ډاکټر ته مراجعه وکړئ، ترڅو ناروغي مو تشخيص او درملنه یې وشي.

۳. د زړه کمزوري چې د پښو په مرسته تشخیص کيږي

نښې: د پښو پړسوب، د پښو ستړيا او درد
پورتنۍ دوه نښې په زړه کې د شته ستونزو خبرداری درکوي؛ کله چې زړه په سمه توګه وينه پمپ نه کړي، د انسان په بدن کې دا علایم پيدا کېږي. که تاسو هم دا ستونزه لرئ، هڅه وکړئ له روغتياپالانو څخه مشورې واخلئ او لارښوونې یې عملي کړئ.

۴. ترومبوسیس (Thrombosis)

نښې: د پښو تبه، د پوستکي د رنګ بدلون، د پښو پړسوب، درد او ستړيا
ترمبوس داسې یو حالت دی، چې په وینه کې یوه کتله پيدا کېږي. دا د دې سبب کېږي، چې د وینې جریان ټکنی کړي. ددې ناروغۍ نښې پورته ذکر شوي دي او هېره دې نه وي، چې دا یوه خطرناکه ناروغي ده. نو بابیزه یې مه ګڼئ.

۵. د ځيګر ستونزه چې د پښو په مرسته تشخیص کيږي

نښې: د پښو پړسوب، ستړيا
که چېرې په ځيګر کې ستونزه لرئ، نو پورته دوه نښې په خپلو پښو کې لیدلای شئ. هڅه وکړئ، نږدې روغتيايي مرکز ته مراجعه وکړئ.

۶. د تېروئيد غُدې ډېر فعالیت

نښې: د پښو يخوالی، د پښو پړسوب، د عضلاتو درد
که تاسو هم پخپلو پښو کې یادې نښې او علایم وینئ، دا په دې معنا ده، چې ستاسو په تېروئيد غده کې ستونزه ده.

۷. شکر چې د پښو په مرسته تشخیص کيږي

له دې ټولو سره ـ سره د شکر ناروغان هم د پښو مېږي کېدل تجربه کوي. ددې ترڅنګ د بدن زخمونه یې ژر نه ښه کېږي.

همدرانګه د امیدوارۍ پر مهال هم د پښو پړسوب، ستړيا او درد لیدلای شو. د پښو پړسوب او دروندوالی د امیدوارۍ له علایمو څخه دي. نو که مېرمنې دا نښې ولري، کولای شي د حاملګۍ معاینه وکړي.

 

نورې ليکنې ولولئ:

شين چای او پلى تګ مو زړه له ناروغۍ ساتي

د موسکا ۵ پنځه لویې روغتیائي ګټې – دلته يې ولولئ

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *