ژور خفګان څه ته وايي؟

ژور خفګان څه ته وايي؟

ژور خفګان – له جسمي ناروغيو سره ـ سره، رواني ستونزې هم د انسان ذهني آرامي او ژوند ګواښي. جسمي ناروغۍ تقریبا د وجود له نا آرامۍ سره کار لري. مګر رواني ناروغۍ تر ډېر د انسان ذهني او رواني حالت زیانمنوي. یو له دغو رواني ستونزو، چې د انسان سکون ختموي “ژور خفګان” دی. په دې لیکنه کې به ددې ناروغۍ پر پېژندنې او علایمو بحث وشي.

ژور خفګان

“ژور خفګان” په وروستيو کلونو کې یو له ډېرو خپرو شوو رواني ناروغيو څخه ګڼل کېږي. په دې ناروغۍ کې انسان د خفګان او غم ژور احساس لري. که دا ناروغي ژر تشخیص او درملنه یې و نه شي، ممکن انسان د مرګ تر کومې ورسوي. که د ناروغۍ په لومړيو مراحلو کې یې تشخیص وشي، ممکن درملنه یې ژر ترسره شي؛ د درملو، مشورو، ورځنيو چارو کې د بدلون او یا هم له ځينو نورو تګلارو څخه په ګټې اخیستنې ددې ناروغۍ درملنه کېدای شي.

ځينې خلک ممکن په ژوند کې يو وارې دا حالت تجربه کړي؛ مګر بعضي نور بیا مکررا له دې حالته ځورېږي.

د نه درملنې په صورت کې دا ناروغي له میاشتو تر کلونو اوږدېدای شي. په شدیدو حالاتو کې انسان دومره ځوروي، چې کېدای شي ځانوژنه وکړي.

ددې ناروغۍ د پېژندنې لپاره اړینه ده، چې پر ځينو علایمو یې مفصلې خبرې وکړو.

دا هم ولولئ: حيواني محرقه څه ډول ناروغي ده؟

د ژور خفګان نښې نښانې

ژور خفګان څه ته وايي؟
ژور خفګان څه ته وايي؟ – rughtia.com

د نورو رواني اختلالاتو په څېر ژور خفګان هم ځان ته ځانګړي علایم لري، چې د انسان په ورځنيو چارو کې ځنډ او منفي تغیر راولي. ددې ناروغۍ عمده نښې نښانې په دې ډول دي.

۱. د ژور خفګان احساس

لکه څنګه چې د ناروغۍ له نوم څخه معلومېږي، ددې ناروغۍ تر ټولو ستره نښه د غم او خفګان احساس دی. پر دې رواني ستونزې اخته کسان تل خفه وي او فکر کوي، کوم بد څه ورپېښ دي/ورپېښ شي.

۲. د خوب ګډوډي

پر ژور خفګان اخته خلک په ناڅاپي توګه پخپل خوب کې بدلون حس کوي. دا بدلون په دوه ډوله دی. یا به له عادي حالاتو څخه ډېر خوب کوي او یا به له بې خوبۍ کړېږي. په شدید حالت کې یې عمده نښه سهار وخته ويښېدل دي.

۳. په اشتها کې بدلون

په اشتها کې بدلون هم د خوب په څېر دوه ډوله دی. ځينې ناروغان په ناڅاپي توګه خپله اشتها له لاسه ورکوي او ځينې نور بیا برعکس له عادي حالت څخه ډېر خواړه خوري. له همدې کبله ناروغ به خپل وزن له لاسه ورکوي او یا به هم د چاغۍ ستونزه ورپېښېږي.

۴. د فکري تمرکز له لاسه ورکول

ددې ناروغۍ په شدیدو حالاتو کې ناروغان خپل فکري تمرکز له لاسه ورکوي. همدارنګه ډېر کوچني تصاميم هم په سختۍ نیسي. آن د تلویزیون د چینل بدلولو تصمیم هم په اسانۍ نه شي نيولای. یا فیصله نه شي کولی، چې کومه جوړه کالي واغوندي، کوم کتاب ولولي او چرته لاړ شي.

۵. د انرژۍ کمښت

په عامه اصطلاح ددې ناروغانو د زړه زور کښېني. تل د ستړيا احساس کوي. تل په فکرونو کې ډوب وي.

۶. د لېوالتیا کمېدل

له کارونو سره یې علاقه بېخي کمېږي. آن هغه کارونه چې پخوا یې خوښېدل او په ډېره مینه یې ترسره کول، په دې وخت کې به ورته ستړي کوونکي ښکاري. په ځينو پېښو کې له جنسي اړیکو سره د لېوالتیا کمېدل هم لیدل شوي دي.

۷. پر ځان باور ختمېږي

ددې ناروغيو له نښو څخه یو هم د “پر ځان باور” له لاسه ورکول دي. “زه نه شم کولای.”، “ناکام انسان یم”، “نور تر ما تکړه دي.” او ورته نورې ځورونکې جملې به یې ذهن ګډوډوي.

له دې ټولو سره ـ سره ځينې نور علایم هم لري. لکه:

  • ناهیلي
  • د نوکانو خوړل
  • ناڅاپه خاموشي
  • د خوړو پر مهال د مړښت احساس نه کول
  • له ځان سره خبرې

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *