ولې ځينې خلک په خوب کې ګرځي؟

کېدای شي تاسو هم اورېدلي وي، چې “فلانی” په خوب کې ګرځي او یا هم داسې څوک به پېژنئ، چې کله ویده وي نو په خوب کې پاڅېږي او ګرځي. ځينو خلکو ته دا چاره هسې ټوکې ښکاري او په فاعل یې ملنډې وهی؛ مګر اصلا دا یوه روغتیایي ستونزه ده، چې په دې لیکنه کې يې په اړه هر اړخیز معلومات لوستلای شئ.

په خوب کې ګرځېدل
ددې ستونزې کچه په وګړو کې توپیر کوي. ځینې خلک ممکن ایله څو قدمه لاړ شي؛ مګر ځینې نور کېدای شي آن موټر هم چالان کړي او ډېره لاره ووهي.
په هر حال؛ که د ناروغۍ کچه هرڅومره وي مګر ناروغي ده. ددې ستونزې ګڼ لاملونه کېدای شي، چې ځینې یې په دې ډول دي.

لاملونه
ددې ناروغۍ مشخص علت نه دی معلوم. دا ډېره موده کېږي، چې روغتياپالان په دې اړه څېړنې کوي، ترڅو یو څرګند او مشخص ځواب ترلاسه کړي.
خو دا خبره روښانه ده، چې د غیر “آر.ای.ام” خوب له امله دا چاره رامنځته کېږي. په دې خوب کې انسان نه په بشپړ ډول ویده وي او نه هم په بشپړه توګه ویښ وي. له دې سره ـ سره ځينې نور فکټورنه هم شته، چې ددې ستونزې د رامنځته کېدو سبب کېږي.

  • بې خوبي
  • کم خوب
  • الکول څښل
  • تنفسي ستونزې
  • رواني ستونزې لکه سټریس، اندېښنه او وېره
  • په ماشومتوب کې رواني شکنجې
  • پر له پسې سر خوږی
  • د تېروئيد غدې ډېر فعالیت
  • مسافري

البته هېره دې نه وي، چې په اکثرو پېښو کې دا چاره ارثي تاریخچه لري. په دې معنا چې که داسې ناروغ وینئ، ډېر احتمال شته، چې په مشرانو کې یې هم یاده ستونزه موجوده وه/ده.

علایم
په عمومي توګه له ویده کېدو یو یا دوه ساعته وروسته دا چاره ترسره کېږي. په خوب کې ګرځېدل یوازې په دې معنا نه ده، چې انسان دې وګرځي؛ بلکې خبرې کول، اشارې کول او ځينې نور حرکات هم په دې برخه کې د مطالعې وړ دي. ځينې پېچلې بېګلې یې هم برو. لکه:

  • د کالو بدلول
  • يو څه پخول
  • د خوب تخت منظمول
  • موټر/بایسکل/موټرسایکل چلول
  • میوزیک غږول
  • جنسي فعالیتونه کول (دا چاره کله ناکله د sexomnia تر عنوان لاندې هم مطالعه کېږي.)
  • په خوب کې تشې بولې کول
  • له کړکۍ دانګل
  • ناڅاپه پاڅېدل او په مبهم حالت کې کتل
  • له پاڅېدو وروسته ګنګسیت
  • د ترسره کړو کارونو هیرول
  • له پاڅېدو وروسته غوسې یا تاوتریخوالی کول

څه وکړو؟
که تاسو او یا مو هم د کورنۍ کوم بل غړی پر دې ناروغۍ اخته وي نو باید له روغتياپال سره مشوره وکړئ. د ډاکټر له سپارښتنو سره سم عمل وکړئ، نو ستونزه مو حل کېدای شي. له دې سره ـ سره لاندې لارښوونه هم مه هېروئ.
که پوهېږئ چې د درملو له کبله او یا هم د بې خوبۍ له امله یاده ستونزه لرئ نو درمل د ډاکټر په مشوره پرېږدئ او بې خوبي مه کوئ.

یادونه
که څوک دا ستونزه لري ملنډې پرې مه وهئ. بلکې هڅه وکړئ درملنه یې وکړئ. د خوښۍ ځای هم همدا دی، چی یاده ناروغۍ د درملنې وړ ده. یوازې او یوازې د ناروغۍ اساسي علت پیدا کېږي او د هماغې مطابق لارښوونې او درمل درکول کېږي.

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *